د معدې تیزابیت ضد درملو اوږد مهاله استعمال زيانونه / ډاکټر علي قمرزی

لیکنه: ډاکټر علي قمرزی

زمونږ د هیواد ډيرۍ خلک په معدې ګوليو او کپسولونو خوړلو بیخي روږدي دي. ټول کال هر ورځ د معدې ګوليو څخه خوري، په ګټه يېدومره پوهيږي چې معدی تيزابيت ، درد او ګازات ښه کوي خو په زیان يې نه دي خبر.

هغه خلک چې د معدې تېزابیت ضد درملو  (PPI ) Proton pump inhibitors گروپ څخه کوم کې Omeprazol, Esomeprazole.. درمل شامل دي، اوږدمهاله استفاده کوي، بدن کې لاندې مهمو زیانونو سبب ګرځیدای شي:

۱بدن کې د کلسیم جذب مداخلې له کبله د هډوکو کمزورۍ سبب کېږي (نوموړي اشخاص زياتره د هډوکو دردونو څخه ګیلې کوي) حتادوې کې د هډوکو ماتيدو احتمال شته.

۲د اوسپنې او ويټامين بی۱۲ جذب مخه نېسي د کم خونۍ لامل ګرځي؛ داسي اشخاص بی اشتهايي ، سرچرخوالي، ستړتيا، بدنسستوالي، خفګان، بندونو درد ، د خولې پخوالي څخه زيات ګيله من وي او رنګ يې خاسف برېښي .

۳په مختلفو مکروبونو اخته کيدای شي خصوصاً سينه بغل احتمال سلنه پکې لوړه ده او همدارنګه زاړه اشخاص شايد په (SBP)  آختهشي کوم کې چې د ګيډي پريتوان په مکروب ککړيږي او یو وخیم حالت دی حتی د مرګ سبب ګرځیدای شي.

  ۴همدارنګه دغو درملو اوږد مهاله استعمال د روحيې ناراميو او جنسي ستونزو سبب ګرځي.

دا هم ولولئ:   اندونیزیا؛ څوک چې د کرونا واکسین کوي، ژوندۍ چرګه ورکول کېږي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*