یوه ناسمه طبي اصطلاح؛ عصبي لوړ فشار / ډاکټر علي قمرزی

لیکنه: ډاکټر علي قمرزی

عصبي لوړ فشار په نوم اصطلاح طبابت کې نه شته. دغه اصطلاح زمونږ هیواد کې ځېنو روغتیا پالانو زیاتره نرسانو، فارمسستانو اوقابلو لخوا ځینو ناروغانو ته هغه وخت چې دوی د وینې لوړ فشار ولري؛ دوی ته ویل کیږي چې تاسو عصبي فشار/ عصبي لوړ فشار لرئ. دغه اصطلاح اوس ډېره مروج شوې او د ټولنې عام وګړو په ذهنونو کې د یوې نامبهمې ناروغۍ او اندیښنې په شکل ټومبل کېږي.

عصبي (ذهني) فشار او د وینې لوړ فشار سره توپیر لري، دا دواړه بېلا بېلې ستونزې او سره جلا تعریفونه لري؛

د وینې لوړ فشار د بدن په رګونو کېچې زړه څخه ټول بدن ته غزیدلې ديکله چې له نورمال نه زیات فشار رامنځته شي راپیدا کیږي.

عصبي ( ذهني) فشار د مختلفو اندېښنو، ذهني ستړتیاوو او رواني ستونزو زېږنده دی.

هغه خلک چې ذهني فشار (سټرس) لاندې دي، دوی بدن کې نار ادرینالین (Nor Adrenaline) په نوم هورمون زیات تولیدیږي چې دغههورمون د وینې لوړ فشار لامل ګرځيدای شي. نو همدې له امله عصبي (ذهني) فشار د وینې لوړ فشار یو ډول نه بلکې د وینې لوړ فشارلپاره خطري فکتور بللئ شوو.

دا هم ولولئ:   له ځان سره د خبرو کولو روغتيايي ګټې / ارمان مهربان

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*