مېرمن زرغونه عطا ژواک والیبالره، نطاقه، شاعره او د ښځو د حقونو مبارزه

راټولوونکې: فتانه ژوند

د راډیو افغانستان پخوانۍ نطاقه، والیبالره، شاعره، او د ښځو د حقونو مبارزه مېرمن زرغونه عطا ژواک د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د روح اباد د کلي اوسېدونکې ده. په ۱۳۳۲ ل کال کې یې د هېواد نامتو سیاسي، اکاډمیک او ادبي شخصیت ارواښاد محمد دین ژواک په کور کې نړۍ ته بختورې سترګې پرانېستې. نوموړې د خپل کاله ډېره بختوره لور وه، پیداښت یو نېک فال او قدم و ځکه تر زرغونې مخکې د استاد ژواک اولادونه له زېږېدو وروسته مړه کېدل خو د زرغونې نېمکرغه زېږېدو د مړینې دا سلسه ختمه کړه او د کور راتلونکې اولادونه هم ژوندي پاتې شول.

مېرمن زرغونه عطا د خپل کور په علمي او ادبي چاپیریال کې لویېده، لومړنۍ زده کړې یې د زرغونې په عالي لیسې او منځنۍ زده کړې یې د عایشه دراني په عالي لیسې کې پای ته ورسولې او په ۱۳۵۲ ل کال کې د عایشه دراني له عالي لیسې څخه په اعلی درجه فارغه شوه. میرمن عطا د عایشه دراني ښوونځي د والیبال ټیم  تکړه لوبغاړې وه، د دې په مشرۍ د هغه وخت د نجونو د لیسو د والیبال په ټیمونو کې د عایشه دراني د لېسې والیبال ټیم لومړی او سرکرده ټیم و چې مېرمن عطا په کې ښې لاسته راوړنې لرلي. د ښوونځي له فراغته وروسته یې پلار غوښتل چې هغه د ادبیاتو پوهنځی ولولي خو مېرمن عطا د خپلې خوښې رشتې اقتصاد پوهنځي ته بریالۍ شوه او په ۱۳۵۷ ل کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ او پرمختګ له څانګي فارغه شوه.

مېرمن عطا له ماشومتوبه ځیرکه او فعاله وه، له سیاست او ویاندویي سره علاقه لرله او ډیری وخت به له پلار سره « راډیو افغانستان» ته تله، په راډیو کې یې د خوښي نطاقانې خدای بخښلې صایمه مقصودي او شفیقه محمود حبیبي  وې، تر ټولو لوی ارمان یې دا و چې یوه ورځ لکه هغوی یوه پیاوړې ویانده اووسي او په راډیو او تلویزون کې خبرونه ولولي. د مېرمن عطا دا ارمان ډېر زر پوره شو، سوچونه او خوبونه په هغه وخت په حقیت بدل شو چې په کابل پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د کلتوري کمیټې په مرسته کلتوري خپرونې جوړي شوې، د کنسرت او نمایشنامو ترڅنګ ویاندویي ته هم اړتیا لیدل کیده او په کلتوري پروګرامونو کې د پښتو ژبې د ویاندویي مسوولیت مېرمن عطا په غاړه واخیست.

دا هم ولولئ:   د « راډیو افغانستان» د خبرونو لومړنۍ نطاقه څوک وه؟

په ۱۳۵۵ ل کال کې د کابل پوهنتون په یوه فرهنګي پروګرام کې چې د پوهنتون استادان، د محصلینو کورنۍ او د هغه وخت د اطلاعاتو کلتور چارواکي هم راغوښتل شوي وو، مېرمن عطا ویاندوي وکړه، د هغه وخت اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو ریس د هیواد وتلی او علمي شخصیت ارواښاد ډاکتر اکرام عثمان د پروګرام په پای کې میرمن عطا ته په ملي راډیو تلویزون کې د ویاندۍ بلنه ورکړه، میرمن عطا په راډیو کې د ویاندۍ ازموینه ورکړه، له ازمویني وروسته بریالۍ شوه او په اونۍ کې یې درې ورځې د راډیویي خپرونو د نطاقې په توګه ومنل شوه.

میرمن عطا له پوهنتون څخه تر فارغت وروسته د معادن او صنایع په وزارت کې رسمي دنده پیل کړه، یو کال وروسته په ۱۳۵۹ ل کال کې د ځینو مشرانو او دوستانو په مشوره یې بیا په راډیو تلویزون د ویاندانو پیل کړه,څه موده وروسته د تلویزون د سیاسي او اجتماعي خپرونو د مدیریت غړې، د «ښځې او ټولنې» د خپرونې پروډیسره او د راډیو افغانستان د اطلاعاتو او خبرونو د مدیریت غړی هم شوه. د ارواښاد ډاکتر نجیب الله د حکومت په ورستیو کلونو کې یې د ښوونکې رسمي دندې تر څنګ د راډیو د ویاندې په توګه هم کار کاوه او دې دندې یې تر ۱۳۷۱ ل کال پورې دوام وکړ.

له بده مرغه په ۱۳۷۱ ل کال کې یې د تنظمي جګړو له امله جرمني ته کډواله شوه. مېرمن عطا د خپل ویښ شعور او احساس له مخي په جرمني کې هم د هېواد او هېوادوالو غم او درد هېر نه کړ او نه یې ځان بې مسوولیته وګاڼه بلکې ترپخوا لا ډېره فعاله او ګرنډۍ شوه، په جرمني کې یې د افغان ښځو د همغږۍ ټولنه جوړه کړه او نورو اورپایي هېوادونو ته یې د ټولنې فعالیتونه وغځول، د همدې ټولنې له لارې یې د افغانو ښځو د بد ټولنیز ژوند او حقونو له پاره کنفرانسونه او اعتراضیه غونډې هم جوړې کړې. همدارنګه د مورنۍ ژبو د ودې کورسونه, د ملي او نړیوالو ورځو نمانځل او له فرهنګي ټولنو سره د اړیکو ساتل د یادې ټولنې له مهمو موخو وې چې لا هم دا لړۍ روانه ده.

دا هم ولولئ:   باچا خان په افغانستان کې_ارمان مهربان

مېرمن عطا نه یوازې عملي مبارزه کوي بلکې د شعر او لیکوالۍ استعداد یې هم لوړ دی، نوموړې په رسنیو کې د اقتصاد پوهې، سیاست والې او د افغان ښځو د حقونو د مدافع په توګه راڅرګندیږي، په عملي ډګر کې مبارزه کوي او هم یې د قلم په ژبه د ښځو د حقونو د دفاع غږ تل اوچت ساتلی.

د اغلې زرغونې لا بریاوو په هیله!

 

دا هم د محترمه زرغونه عطا ژواک   د کلام بېلګې:

 

راسې ژوند مو د سهارنۍ وږمو ،

د شين آسمان په غوړېدلۍ غيږ کې د لمر د رنګينو وړانګو ،

د شبنم پر بارخو د څڅېدلو اوښکو

او د بلبلو د ژغ په اورېدو

د يو روڼ سبا په هيله پيل کړو

 

بله بېلګه :

ښکلو خو د هیلو ډکو سترگو !

څه غواړئ د دې بدمرغه او تریخ ژوندانه نه ؟؟

دلته د زړونو نه د رحم مزي شکېدلي دي

دلته د انصاف تله مخ په ډوبېدو ده !

دلته د هیلو سرته رسېدو غوښتنې د مکارۍ ښکار شوي دي

او ستاسو د هیلو د سرته رسېدو بازار اوس سوړ ښکاري

نو وگرځم ستاسو د منتظرو کتلو د بې خیاله دنیاگۍ نه !!!

 

بله بېلګه یې:

مورې درنې مورې !

تاته سر ټيټي يوو  .

ځکه ستا د مينې او هيلو ځواب ته څه نه لرو

ستا نه هر هغه څه چې ستا د مهربانه زړه سره تړلي دي

هغه درنه اخيستل شوي دي .

هو خوږې مورې

ستا سوري سوري زړه ته د ملهم ايښيدو څه نسته

ستا تړمو تړمو اوښکو ته د پاکېدو پوړنى در پاته نه دى .

دا هم ولولئ:   ‎اتل که د بېځايه باورونو غلام؟_ منتشر شاهي

او د تورتم انتظار ته څه نه موندل کیږي

هو مورې خوږې او درنې !

هغه وخت به د مبارکۍ حق ځانته ورکوو

چى ستا د کلونو کلونو انتظار د بې جګړې هېواد په هوډ عملي کړو.

هو موري اوس درته شرمنده يو

#دافغان_ښځوژوندلیکونه

#اغیزناکې_څیرې

#اتم_مارچ

#8march

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر مننه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*