‏‎زینب عنایت سراج د «موسسه نسوان» لومړنۍ مشره او د زینب نندارې بنسټګره

‏‎راټولوونکې: پاکیزه آرزو

ارواښاده زینب عنایت سراج د «موسسه نسوان»( د مېرمنو ټولنه) لومړنۍ مشره د سردار عنایت الله سراج او خیریه طرزي لور وه. هغه لکه خپلې نورې خویندې، «لطیفه کبیر سراج او رقیه سراج» په ایران کې لویه شوې او زده کړي یې هم په ایران کې بشپړې کړې وې.

‎زینب سراج له ۱۳۲۹ -۱۳۳۷ ل کال پوري د موسسه نسوان ( د مېرمنو ټولنه) مشري وکړه. نوموړي د مېرمنو ټولنې د لارې ښځو ته د پام وړ پراختیایي خدمتونه سرته ورسول چې د افغان مېرمنو په روڼ اندي کې یې خورا مهم رول درلوده.

‎د زینب عنایت سراج له ډېرو مهمو خدمتونو څخه د «مېرمن مجله» خپرول او ښځو ته د ځانګړې تیاتر او سینما« سینما موسسه نسوان» جوړول دي. د نوموړې په مشرۍ په ۱۳۳۱ل کال کې «مېرمن مجله» له کندهار څخه خپره شوه او په چټکۍ سره یې د هېواد ټولو ولایتونو ته خپل نشرات وغځول. په دې مجله کې به د ښځو اړوند، تعلیمي، روزنیز، هنري او خبري مطالب خپرېدل.        

‎د مېرمن مجلې له خپرېدو وروسته یې په لومړی ځل د ښځو لپاره د تیاتر او سینما بنسټ هم کېښود او د ښځینه تمثیل برخه یې د تیاتر او سینما پر پرده پرانېستله. اغلې سراج د تیاتر تالار د بنسټ اېښودلو جرات په داسې شرایطو کې وکړ چې افغانو ښځو خپلو لومړني حقونو ته لاسرسی نه درلوده او دا ډېره ستونزمنه وه چې ښځې دې د تیاتر پر پرده تمثیل وکړي خو زینب سراج دا ناممکن کار ممکن کړ.

‎د هېواد نامتو طنز لیکوونکی ارواښاد جلال نوراني په یوې مرکې د زینب نندارې د جوړېدو په هکله وویل: « کله چې «د ښځو نهضت» پیل شو د سراج د کورنۍ یوې روڼ اندې مېرمنې زینب سراج وپتېیله چې د ښځو د تعلیمي او رونیزو کارونو د پرمختګ او پراختیا له پاره ځانګړی تیاتر هم جوړ کړي. هغې د هغه وخت د تیاتر نامتو ممثل او ډرامه لیکوونکي ارواښاد « سید مقدس نګاه» ته وویل، چې د ښځینه تیاتر په جوړولو کې مرسته ورسره وکړي او څو ښځې دې د تمثیل له پاره وروزي. ښاغلي نګاه ومنله او «سینمای موسسه نسوان» یا زینب نندارې جوړه شوه. په لومړی ځل د «شاه بېګم» په نوم یوې مېرمنې د تیاتر پر ستېج تمثل وکړ، له شاه بېګم څخه وروسته ساجده نګاه، زلیخا نګاه، حبیبه عسکر، نوتن نوراني، زلیخا نوراني او نورو ښځینه ممثلو د شاه بېګم په ګام، ګام کېښود او خپل هنر یې د تیاتر او سینما پر پردې نندارې ته وړاندې کړ».

دا هم ولولئ:   د جون ایلیا په اړه د هغه د لور خبرې / ژباړه: هجرت الله اختیار

‎د «موسسه نسوان سینما» پر پرده به د ښځو د روزنې او فکري بیداري په موخه نمایشنامې او تفریحي پروګرامونه وړاندې کېدل چې ټولې چارې یې د ښځو لخوا پر مخ تلې. د موسسه نسوان سینما جوړېدل د هغه وخت شرایطو ته په کتو لوی خدمت و ځکه هغه مهال ښځو ته د تفریح کولو شرایط ډېر قید و او دا سالون یوازینی ځای شو چې ښځې به په ارام خیال ورتلې. د وخت په تېرېدو ښځینه سینما او د تیاتر سالون د ښځو د تفریح تر څنګ د فکري ویښتیا، روزنې او زدکړو په اغېزناک مرکز واوښتل.

‎د سینما او تیاتر په برخه کې د اغلې سراج د خدمتونو او کارنامو څرکونه نن هم محسوسیږي، د دې د خدمتونو او کارنامو له برکته افغانو مېرمنو وکولای شو د سینما او تیاتر په پردو تمثیل وکړي او د تمثیل د هنر له لارې نړۍ ته د افغان ښځو د بد ټولنیز ژوند تصویر نندارې ته کېږدي.

‎اغلې زینب عنایت سراج د سرطان په رنځ اخته وه، هغې واده و نه کړ او خپل ټول ژوند یې د ښځو د حقونو د خدمت له پاره وقف کړ. خو وژونکې رنځ یې د عمر مزل لڼد کړ، په ۱۳۳۷ ل کال کې د علاج له پاره جرمني ته ولاړه او په همدې کال په برلین کې مړه شوه. د هغې خدمتونو ته د درناوي په موخه «سینمای موسسه نسوان» په «زینب نندارې» ونومول شوه.

 

‎اروا يې ښاده او یاد یې تل پاتی!

 

‎ماخذونه:

‎ـ اکاډمیسن استاد اعظم سیستاني، زینب څوک وه او زینب نندارې د چا نوم یادونه ده.

دا هم ولولئ:   د انسان په اړه د پوهانو نظرونه_ حسیب الرحمن ساحل

‎ـ تاریخه تیاتر افغانستان، د ارواښاد جلال نوراني مرکه، ازادي راډیو.

#دافغان_ښځوژوندلیکونه

#اغیزناکې_څیرې

#اتم_مارچ

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر مننه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*