ملک / لنډه کیسه / واجد منګل

لیکوال: واجد منګل

د کړکۍ له شیشې څخه د لمر وړانګو د ښځې ژېړ مخ لا ژېړ کړی وو، په بدن کې یې د وینې څرک نه مالومیده، سیروم ور ته راځوړند وو، هرو څو ثانیو کې یې څاڅکې څاڅکې وینه اخیسته.

ور سره ناست دولس کلن ماشوم، د ښځې اوږې ته خپل لاس ور وغځاوه، د ښځې ګوتې اوخوریدې، ماشوم وژړل، له کوچنیو سترګو یې غټې اوښکې تویې شوې. په غریو کې یې له خولې د «ادې» لفظ را ووت.

سړی ور پورته شو، ماشوم یې له مټه ونیو، شاته یې کش کړ.

ماشوم ژړل.

سړي وویل:

-پرېږده چې مرداره شي.

د ښځې له سترګو خړه پرده اوچته شوه، ویې غړولې، سیکه نه وه ور پاتې، بېرته یې بندې کړې…

سړي سوړ اسویلی وکړ، په سپینه ږیره یې لاس تېر کړ، له مېزه یې سپینه خولۍ ور واخیسته او پاڅېد.

د کوټې ور وټکېد، کس را ننوت، ډاکټر وو، سپینه چپنه یې په تن وه.

سړی بېرته په خپل ځای کې کېناست.

ډاکټر د ښځې مخې ته څو دقیقې ولاړ وو، د ښځې نفس او فشار ېې ولید، ښځې د یوې میاشتې راهیسې د کم خوني ناروغي لرله. دا ځل روغتون ته د هغې راتګ یواځې کم خوني نه وه، د سر ضربه هم ورسره ملګرې وه، تندی یې پرې (څیرې) وو.

وروسته ډاکټر سړي ته مخ ور تاو کړ، په خوشحالۍ یې وویل:

-ملک صېب، میرمن مو په ښه کېدو ده. شکر چې زموږ د همکار د وینې ګروپ ور سره سمون اوخوړ، کني اوس به ژوندۍ نه وه پاتې.

سړي ترخه موسکا وکړه، د مننې لپاره یې ورته لاسونه په سینه کېښودل:

دا هم ولولئ:   نړۍ جوړول / پاولو کویلو

-ښه شوه چې وه ژغورل شوه. او له تاسې هم ډېره مننه!

ماشوم سړي ته برګ برګ کتل.

وروسته سړي وټوخل، رنګ ېې سور شو، له ځایه پاڅېد، د باندې ووت.

د ماشوم په مخ د اوښکو چاپونه وو، سپین غومبري یې د اوښکو له امله خیرن ښکاریدل.

ماشوم سلګۍ کولې.

ډاکټر ور وکتل:

-مه ژاړه زویه، مور دې ښه کېږي.

ماشوم پوزه کش کړه، له اوښکو ډکې سترګې یې له مور سره نیږدې ولاړ ډاکټر ته ونیولې، په ژړا کې یې وویل:

-ملک چا ته وایي؟

-هغه کس ته، چې د خلکو ستونزې حل کوي.

-نو زما پلار، زما د مور ستونزه ولې نه شي حل کولی؟، هره ورځ یې زما مور له ویښتو را نیولې وي او وهي یې.

ډاکټر حیران ورته وکتل.

ماشوم د ژبې د بندیدو له امله د «پلوشې» نوم سم نه شو اخیستلی، په سختۍ یې وویل:

-که نن د پل، پلوسې دوی بابو نه وای خبره شوې، پلار به مې ادې مړه کړې وای.

ډاکټر په لاس کې نیولې پیچکارۍ د کټ په ژۍ (څوکه) کېښوده، وروسته ماشوم ته ور نیږدې شو، په مخ یې لاسونه ور تېر کړل، اوښکې یې ور پاکې کړې، ویې ویل:

-ملک صېب ولې خپله ښځه وهي؟

ماشوم زګیروی وکړ:

-وایي، بله ښځه کوم خو مور مې…

له دروازې سره ولاړ سړي په تېزه ستونی تازه کړ، ماشوم ژر ور وکتل، سړی (د ماشوم پلار) وو، ماشوم چوپ کېناست.

ډاکټر د ماشوم له څنګه لیرې ودرېد، سړي ته یې په ځیر ځیر وکتل، یوه شیبه یې سترګې پکې نیولې وې، وروسته یې له څنګه تېر او د باندې ووت.

دا هم ولولئ:   هر شر کې مو خیر دی!

پای

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*