ولې مو درس هيريږي؟ / سميع الله ريحان

ليکوال:سميع الله ريحان

دا چې څنګه کولی شو په ښه ډول درس ياد کړو او خپلې اوږد مهالې حافظې ته یې وسپارو، خورا ډير لوی بحث ته ضرورت ده.

خو زه غواړم دلته په ډيرو مهمو مسايلو باندې بحث وکړم چې ډيرو  کسانو سره يې مرسته کړې ده چې، له ورته مشکل سره مخامخ وو.

۱-تاسو بايد درس ته اماده واوسئ:درس ته له ذهني لحاظه اماده ګي د ښه درس زده کولو لپاره تر ټولو مهم مورد ده،يعنې کله چې تاسو چيرته درس شروع کوئ او يا هم د امتحان لپاره مطالعه کوئ نو تاسو بايد په ذهني ډول ارام واوسئ.

ژورخفګان،اسټرس،ذهني مخشوشات بايد ونلرئ.

د ځينو نورو مسايلو په هکله چې هغوئ ته فکر کول مو ذهن ګډوډي او د مطالعې په جريان کې مو تمرکز له منځه وړي بايد له منځه يې يوسئ او له هغه وروسته مطالعه شروع کړئ.

يعنې تاسو مخکې له مطالعې بايد ټول ذهني اختلالات او ذهني فشارونه له منځه يوسئ او له هغې وروسته درس شروع کړئ.

۲-ورزش وکړئ:تاسو پوهیږئ ورزش نه يوازي د جسمي ودې لپاره ډيره ګټه لري،بلکې تر څنګ يې د ذهني فشارونو،ژور خفګان،اسټرس،د حافظې ستونزې او دې ته ورته نورو ذهني نا اراميو په له منځه وړلو کې ډير زيات او مهم رول لري.

او ورزش کول د ښه درس په يادولو کې او د حافظې په تقويت کې درسره تر هر څه ډيره مرسته کولی شي.

۳-د درس نوټ کول:کله چې مو له يو مطلب يا درس څخه خپل  فهم واخيست او له ځان سره مو وسنجاوه او بيا د هغه ليکل يا نوټ کول د ښه درس په يادولو کې ډيره مرسته کولی شي.

دا هم ولولئ:   سفر وکړئ تر څو له ژوند خوند واخلئ / حکمت الله «همت»

د درس نوټ کول مو بايد په خپل ژبه وي،او دغه لنډيز کول يی بايد ډير دقيق وي.

ارواپوهانو وايي چې  د مطالعې له کولو وروسته د همغه درس لنډيز په خپله ژبه او په خپل ذوق راخيستل او بیا يادول يې د درس په ښه او ژر يادولو کې ډير کمک کولی شي.

۴-د درس لپاره يو ښه محيط انتخابول:بايد په ياد ولرئ هغه محيط چې تاسو پکې مطالعه کوئ ايا ستاسو لپاره ارام ده؟له شور او غالمغال څخه لرې ده؟په خوا کې به مو ماشومانو تلويزيون او کوم محرک درته مزاحمت نکوي؟

دا ډير ضرور ده چې د درس په وخت کې بايد ستاسو محيط ډير ارام او د مطالعې لپاره مساعد وي.

که تاسو په داسې ځای کې درس واياست چې د تلويزيون غږ اورئ،د ماشومانو شور اورئ،د موبايل د مسيجونه اواز اورئ او داسې نور ګڼ شمير شیان مو تر څنګ ايښي چې ستاسو ذهن د درس په جريان کې ګډوډي له ځان څخه يې لري کړئ.

يعنې د يو ښه او ارام محيط انتخابول د ښې مطالعې لپاره يو تر ټولو مهم مورد ده.

۳-د درس تکرار:د ښه درس په يادولو کې اول د يو درس په ښه ډول يادول،بيا يې تحليل کول او وروسته يې جذب ته سپارل ډير مهم موارد دي.

له دې ټولو پروسو وروسته د درس بیا بيا تکرارول تاسو سره ډيره مرسته کولی شي چې په ښه ډول درس ياد کړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*