پلار لګیا و ورځپاڼه یې لوسته او زوی به یې تل مزاحمت ورته کاوه.
پلار یې د بچي له مزاحمته د ځان خلاصولو لپاره د ورځپاڼې یوه پاڼه وشکوله، په دې پاڼه د نړۍ نقشه رسمه وه، پاڼه یې څو ټوټې کړه اوزوی ته یې ورکړه. ورته یې وویل:
– اوس ته هم ځان بوختولای شئ، که دې دا ټوټې سره بېرته یو ځای کړې، د نړۍ نقشه سازولای شې، اوس به دې وګورم چې ته دا کارکولای شې که نه؟
پلار بېرته د ورځپاڼې په لوست بوخت شو او زړه کې ښه ډاډه و چې د نقشې بېرته سازول به یې زوی ښایسته شېبه بوخت وساي، خو پهحیرانۍ ګوري چې څو شېبې وروسته ماشوم نقشه سازه کړې ده.
پلار ترې پوښتنه وکړه:
– په نقشې جوړولو کې دې درسره مور مرسته وکړه؟
ماشوم وویل:
– زه په نقشې بیخي پوه نه شوم، خو د پاڼې په شا د یوه سړي عکس و، ما هغه سړی ساز کړ، دنیا ورسره پخپله سازه شوه.
Wow!
مونږ کولی شو تاسو ته لیکنی در واستوو تاسو یی نشر کړی ځکه مونږ غواړو ښی لیکنی وکړو تر څو د ټولنی خلک تری ګټه واخلي.
هو را لېږلی یې شئ