د خوښۍ ترلاسه کولو ۷ ساده لارې / رفيع الله رفېع

ژباړه: رفيع الله رفېع

خوښي يوه مهمه لاسته راوړنه ده او تاسو بايد کوشش وکړئ، چې د پام وړ خوښۍ ته ورسېږئ، خوښي هغه څه دي، چې تاسو کولای شئ په اسانۍ سره يې ترلاسه کړئ، لازمه ده، چې د خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره ځينې خنډونه له مخې لرې کړئ د بېلګې په ډول فشار، منفي فکرونه، چې له وړاندې د تمې خلاف واقع کېدوونکي دي.

ټول انسانان د خپل منځي توپيرونو باوجود په ژوند کې ځينې مشترک اهداف تعقيبوي، خوښي يو له همدې ګډو هدفونو څخه ده، پرته له دې، چې د خوښۍ لپاره بېلابېلې لارې وټاکئ، په دې لاره کې به د ځينو خنډونو سره هم مخ شئ.

په داسې نړۍ کې، چې يوازې دنده او په توليد کې زياتوالی په هر قېمت مهم دي، همدا رنګه خوښۍ ته د رسېدلو په لاره کې د هر ډول خنډ له منځه وړل هم مهم دي.

يو: په دوامداره توګه د تېر په اړه فکر وکړئ.

په تېرو کړنو شرم او د نااميدۍ احساس ستاسو اوسنی شخصيت هم تر تاثير لاندې راولي همدارنګه کله، چې تاسو مستقيماً په خپل اوسني حالت باندې تمرکز کوئ ستاسو احساسات او وړتياوې يوازې په اوسنۍ خوښۍ پورې تړل کېږي، هڅه وکړئ، چې تېر فکر مو شاته پرېږدئ او د خوښۍ په اوسنيو شېبو باندې تمرکز وکړئ.

دوه: غيرې واقعي تمه مه کوئ.

د ځوانۍ يو له عالي درسونو څخه په تمه(انتظار) کې د پاتې کېدلو مديريت زده کول دي، پرته له شکه، چې په ژوند کې د بريا لپاره معقولې او حقيقي تمې درلودل ضروري دي په هر صورت د ځان او نورو په وړاندې د غيرې حقيقي تمو لرې کول به تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو په راتلوونکي کې د نااميدۍ، ناکامۍ او بدبختۍ احساس ونه کړئ.

دا هم ولولئ:   ایا ستاسو هدف هره ورځ ستاسو د وخت 30 دقیقو ارزښت لري؟ ژباړه: شفیق الله مشال

رښتينې خوښي هغه وخت معنی پيدا کوي، چې د تمې حقيقي نتيجه يوې خوا ته کړئ او تاسو په خلاص ذهن سره د خپلې شاخوا نړۍ سره مخامخ شئ، د داخلي خوښۍ احساسات هغه وخت څرګندېږي، چې خپل فرصتونه له ياده وباسئ او مختلف امکانات ترلاسه کړئ.

درې: د نورو نظرونو ته ډېر پام وکړئ.

آيا ډېر کله په دې اړه فکر کوئ، چې خلک ستاسو په اړه څه وايي؟، له دې بد فکر څخه د خلاصون لپاره مهمه او اساسي حل لاره په ژوند کې د خوښۍ احساس درلودل دي، د دې پر ځای، چې خپل ځان ته د نورو له نظره وګورئ، په خپل داخلي قوت باندې تمرکز وکړئ، تل د خلکو په نظرونو باندې سوچ کول تاسو ته اجازه نه درکوي، چې خپلواکه حرکت وکړئ، مګر که چېرې په خپلو تصميمونو باندې افتخار وکړئ، په راتلوونکي کې به د خلکو تائيد ته اړتيا ونه لرئ. دا، چې هره ورځ خپله انرژي د خلکو په فکرونو باندې مصرفوئ، دا کار به تاسو د ژوند پرمخ بيولو څخه ستړي کړي.

څلور: د عمر د زياتوالي او زړېدو څخه مه وېرېږئ.

د عمومي اطلاعاتو له مخې د ښار څخه نيولې بيا تر انسټاګرام او فېسبوک پورې په پيغامونو کې ټول خلک د زړښت څخه شکايت کوي او ستاسو په ګډون ډېری خلک د طبعي زړېدو څخه ډارېږي او نه شي کولی، چې خپل د ځوانۍ وختونه هېر کړي.

تاسو بايد پوه شئ، چې ټول خلک سپين ګيري کېږي او له زړښت څخه د خلاصون هېڅ لاره هم نه لري او نه داسې معجزه شته، چې خلک دې ټول عمر ځوان پاتې شي، رښتينې خوښي هغه وخت راځي، چې تاسو دا حقيقت ومنئ او دا هم قبول کړئ، چې زړښت د طبعي ژوند يوه برخه ده.

دا هم ولولئ:   ولې مو درس هيريږي؟ / سميع الله ريحان

پينځه: منفي مه اوسئ.

منفي اوسېدل د اوسنۍ نړۍ يو له مهمو چلنجونو څخه دي، چې خرابې او وېجاړوونکې پايلې لري، که تاسو تل د اوبو نيم ګيلاس ته د ډک ګيلاس په توګه پاملرنه وکړئ، نو د همدې نظر په اساس به تاسو ډېر پرمختګ وکړئ.

همدا رنګه خپل ذهن داسې برابر کړئ، چې نيم ګيلاس ته د ډک ګيلاس په نظر وګورئ، هر کله، چې منفي جملې کاروئ او په هغو باندې تاکئيد هم کوئ، په اصل کې تاسو خپل د خوښۍ احساس له منځه وړئ. 

 شپږ: فشار مو کنټرول کړئ.

د کم فشار منل کولی شي، تاسو تل حرکت کوونکی وساتي او تاسو ته ښه انګېزه درکړي، په همدې ډول ډېر(لوړ فشار)، چې مختلف جسماني او رواني علايم لري، وبه کولای شي، چې تاسو د کړنو په ترسره کولو کې دوه زړه او مختل کړي، چې دا کار بيا په تاسو کې د خوښۍ احساس له منځه وړي. 

که چېرې ستاسو د فشاز سطحه ډېره لوړه شي لاندې مشکلات به رامنځته شي د بېلګې په ډول وزن به مو زيات شي، قلبي ناروغۍ به تجربه کړئ او دوامداره لوړ فشار به تاسو د دايمي خفګان سره مخامخ کړي.

اوه: بخښنه غوښتل زده کړئ.

د ژوند په اوږدو کې د ټولو انتخابونو مسووليت منل د ريښتينې خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره يو له مهمو رازونو دی، کله، چې تاسو د خپلو تېروتنو مسووليت ونه منئ او هم له نوور څخه بخښنه ونه غواړئ، تاسو به تل د خپل ځان په اړه قضاوت کړی وي او ځان سپک کړی وي، په داسې حال کې، چې د نورو پر وړاندې د خپل مسووليت په مقابل کې بخښنه غوښتل يو له بهترينو لارو څخه ده، دا مهم ټکي تاسو ته په ژوند کې د بدلون راوستلو وړتيا درکوي او په تاسو کې د خوښۍ احساس پياوړی کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*