د رڼا په لټه کې واوسه، پيدا به يې کړې / عزيز پردېس  

ژباړه:محمد عزیز پردېس

دلته به تاسو درنو لوستونکو ته د نړۍ د لويانو هغه اغېز لرونکې لنډې ويناوې راټولې کړي، چې په لوستلو به يې هېڅکله پښېمانه نه شئ. ويې لولئ، فکر پرې وکړئ او تر نورو يې ورسوئ.

 

هيله لرم چې يوه ورځ دا حقيقت په واقيعت واوړي، چې ټول انسانان برابر دي.

مارتین لوتر‌کینګ

 

* * *

نړۍ هرچا ته د هغه د ليد او فکر په کچه پراخه ده. 

محمد حجازي

 

* * *

هنر، د ژوند د پوهېدلو کيلي ده.

سکار وایله

 

* * *

هغه کسان چې د نړۍ په بدلېدو ژور اغېز لري، معمولا هغوی دي چې د جريان خلاف لامبو کوي.

والټرنیس

 

* * *

د رڼا په لټه کې واوسه، پيدا به يې کړې.

ارنټ

 

* * * 

د دې لپاره چې يو کار کېدونکی شي، يو ليد ته اړتيا ده؛ نوي ليد ته.

یونک

 

* * *

شپه هغه وخت ښکلې ده چې، رڼايۍ ته هيله من واوسې.

دوروستان

 

* * *

يو شخص د خپل فکر زېږنده دی، راتلونکې کې به همغه څه شي چې نن يې فکر کوي.

موريس ميټرلينګ

 

* * *

هېڅکله په دې تمه مه پاتې کېږئ، چې ګواکې وخت لرئ؛ ځکه کله چې عمل وکړئ، وبه ګورئ چې وخت ډېر کم او لنډ دی.

فرانکلین

 

* * *

د دې لپاره بايد شرم ونه کړې چې ستړی يې، بلکې هڅه بايد وکړې چې ستړکوونکی ونه اوسې.

هیلزهام

 

* * * 

هرڅومره چې طبيعت ته نږدې شې، نو لا ښکلی ژوند به ومومې.

نیما یوشیج

 

* * *

 

د هرې ماتې لامل، پرته له فکر عمل کول دي.

الکس‌ مکنزي

* * *

زه يوازې په يو څه پوهېږم، هغه دا چې هېڅ نپوهېږم.

دا هم ولولئ:   څنګه ښه ويناوال شو؟ د کم جرئتئ مهم لاملونه_سردار محمد سمسور

سقراط

 

* * *

يوازې پوهېدل بسنه نه کوي، بايد پر خپلې پوهې عمل هم وکړئ. 

ناپليون هیل

 

* * *

هغه څوک چې د پياوړې ارادې خاوند وي، نو نړۍ به د خپل ميل مطابق واړوي. 

ګوته

 

* * * 

که متوجه شوې چې څوک درته موسکا نه کوي، نو لامل يې په خپلو تړلو شونډو او تروش وچلي کې ولټوه.

ډېل کارنګي

 

* * *

د يوې بريا خوږوالی، د سلو ماتو په تريخوالي ارزي. 

سقراط

 

* * *

د کمزورې ارادې خاوند هغه دی چې، له هرې ماتې وروسته يې ليد هم تغير ومومي.

اډګار‌ آلن‌پو

 

* * *

انسان بايد د هر اړخ ( ظاهري او باطني ) نه ښکلی او منظم وي.

انتوان چخوف

 

* * *

خپل ټول فکر په هغه کار متمرکز کړئ چې ترسره کوئ يې. د لمر وړانګې هغه وخت سوزول کوي چې ښې متمرکزې شي. 

ګراهام بل

 

* * *

که خپل ځان دې په خطر کې وليد، د دې پر ځای چې پټ شې؛ هڅه وکړه چې ټولو ته په دې اړه خبر ورکړې.

لوی ارډ

 

* * *

که په لومړي ګام اخېستلو برياليتوب شونی وی، نو هڅې او عمل به کومه مانا نه لرله.

موریس مترلینګ

 

* * *

 

د هغه څه په اړه چې لرو يې ډېر کم فکر کوو، په داسې حال کې، هغه څه چې نه يې لرو؛ تل يې په سوچ کې يؤ.

شوپنهاور

 

* * *

 

هغه څوک چې کولی شي، عمل کوي او هغه څوک چې څه نه شي ترسره کولی نو تل نيوکې کوي.

جورج برنارډ شو

 

* * *

 

د ښو خلکو اغېز هغه وخت محسوسېږي، چې نور زمونږ په منځ کې شتون ونه لري.

دا هم ولولئ:   ستا مينه (هنري نثر) / استاد صدیق الله رښتین 

امرسون

 

* * *

  

له پرونه زده کړه وکړه، د نن لپاره ژوند وکړه او د سبا لپاره هيله من واوسه.

البرټ انشتين

 

* * *

 

بريا هغه نه ده چې هېڅکله په ځمکه ونه غورځېږې، بلکې بريا هغه ده چې له هرځلې غورځېدو وروسته بيا ځلې راپاڅېږئ.

 

مهاتماګاندي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*