د نيمګړتياوو او عيبونو څخه د خلاصون څرنګوالی / فاطمه صالحي

ژباړه: فاطمه صالحي

شخصي نيمګړتياوې (عيبونه):

شخصي نيمګړتياوې د انسان لپاره د انديښنو او ستونزو ترټولو لوی لاملونه دي او دا په ټولو انسانانو کې شتون لري، ځکه چې هيڅوکیې عيبه نه دي، خو تېروتنې د يو شخص د بل سره توپير لري.

انسان بايد د خپلو نيمګړتياوو څخه د خلاصون لپاره هڅه وکړي، تر څو له ستړيا او انديښنو پرته ژوند ته دوام ورکړي او دا هغه څه دي،چې په دې مقاله کې به يې يادونه وکړو.

هغه ځانګړتياوې چې بايد په پام کې ونيول شي:

1. مثبت فکر: مثبت فکر لومړی ګام دی، چې بايد د نيمګړتياوو د لرې کولو لپاره واخېستل شي، نو تاسو بايد مهارتونه او تخليقيوړتياوې رامنځته کړئ او د نورو سره په مثبت چلند کولو تمرکز وکړئ، همدارنګه روزمره دغه انرژي په کار او نورو سره په شخصي اړيکوکې وکاروئ.

2. د کاغذ پر مخ د نيمګړتياوو او وړتياوو ليکل: بيا د نورو سره په اړيکو کې دا د لومړيتوبونو له مخې ارزول او ترتيب کول، په عموميتوګه په کار يا ژوند کې د دې اغېزې پېژندل، د لمنځه وړلو لپاره يې بيا بيا هڅه کول تر دې، چې د خلاصون لپاره يې مخلتف بديلونهرامنځته کول.

3. د نورو کلتور پېژندل: د نورو خلکو د کلتور په اړه زده کړه کول او د هغوی سره تطابق کول، ځکه چې دا د دوديزو، ثابتو افکارو، دنورو نظرونو د منلو او غلطو باورونو څخه د خلاصون په برخه کې مرسته کوي.

4. په غير مستقيم ډول ځان ته وده ورکول: چې دا د ډېرو ميتودونو له لارې کېدای شي لکه: د ځان مثبت اړخونه څرګندول، د خپلېخوښې تمرين کول، د خيريه او خدمتي فعاليتونو تمرين کول.

دا هم ولولئ:   ذهني تازه‌ګي _ سیال یوسفي

5. لوړ او عالي مثال په نظر کې نيول: د هغه شخص او د هغه له تجروبو څخه ګټه اخېستل؛ که د کار په ساحه کې وي يا د ژوند په نورومختلفو اړخونو کې.

6. د مثبتو او برياليو اشخاصو کيسې او ژوند ليکونه لوستل او د هغوی تګ لاره تعقیبول.

7. د نورو څخه مننه کول: په ځانګړي توګه که د دوی موخه نيوکه او تاسو ته د سم چلند د بدلون لپاره د مشورو او لارښونو درکول وي.

8. بخښنه کول، د حسد او کرکې څخه ځان ساتل.

9. د نورو سره پېژندګلوي او ناسته پاسته کول (د ګوښه کېدو څخه مخنيوي کول).

10. په تېروتنو او غلطيو اعتراف کول او د تېروتنو سره په زړورتيا مخامخ کېدل.

11. د باوري خلکو سره مشوره کول لکه: خپلوان او دوستان.

12. واقعيت (حقيقت) ته ژمنتيا او د خيال څخه لرېوالی.

هغه ځانګړنې چې بايد مخنيوی يې وشي:

1. پيښماني، افسوس، کرکه، نيوکې او شکايت ځکه چې دا د منفي احساساتو لامل ګرځي.

2. تعصب او سخت ګيري

3. تکبر او غرور

4. ډار

5. تېروتنه توجيه کول او عذر پيدا کول.

6. د نورو څخه حساب اخېستل.

7. د منفي خلکو او کسانو چې د نورو د لاندې کولو هڅه کوي، د دوی سره د اړيکو پالل.

8. په دومداره توکه په يو حال ثابت پاتې کېدل، په ځانګړي توګه کله چې غلطي کوئ.

9. په يو ځانګړې موخه کې د ناکامۍ وروسته انديښنه کول

1 Comment

  1. منن، قلم مو تل زرغون او تاند اوسه! د لا پرمختګ او بريا په هيله مو، ژوندي اوسئ!.

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*