د کتاب لوستو ۴۰ گټې / ژباړه: رضاءالله ځار

رضاء الله ځار

  1. کتابونه تاسو سره مرسته کوي، چې د ډېر باور احساس وکړئ.
  2. کتابونه تاسو سره مرسته کوي، چې نړۍ ته په ارزانه توګه سفر وکړئ.
  3. کتابونه ستاسو شخصیت ته وده ورکوي.
  4. کتابونه فکر ته غذا برابروي.
  5. کتابونه مو خندان او فکرمن کوي.
  6. کتابونه مو د تکامل لور ته وړي.
  7. کتابونه مو خلاقیت هڅوي.
  8. کتابونه مو د لیکلو استعداد پياوړی کوي.
  9. کتابونه تاسو سره په خبرو اترو کې مرسته کوي.
  10. کتابونه ستاسو لید روښانه کوي.
  11. کتابونه ستاسو لیوالتیا پوره کوي.
  12. کتابونه تاسو سره په غوره انتخابو کې مرسته کوي.
  13. کتابونه مو د ادبي استعداد په لوړولو کې مرسته کوي.
  14. کتابونه د تدریس لپاره کومو ځانګړو وسايلو ته اړتیا نه لري.
  15. کتابونه تاسې سره په ښه تمرکز کولو کې مرسته کوي.
  16. کتابونه ګټوره تفریح ده.
  17. کتابونه هر وخت، هرچیرې کارولی شئ.
  18. کتابونه تفریح برابروي، کله چې نور ناکام شي.
  19. کتابونه مو ځواکمنوي.
  20. کتابونه تاسو سره د ‘ولې’ او ‘څنګه’ پوهېدو کې مرسته کوي.
  21. کتابونه تاسو سره د تفریح په جوړولو کې مرسته کوي.
  22. کتابونه تاسو سره مرسته کوي، چې په هوښيارۍ سفر وکړئ.
  23. کتابونه تاسې له تازه حقایقو او ارقامو خبروي.
  24. کتابونه مینه او پوهه خپروي.
  25. کتابونه تاسې تر ټولو ښه ملګری جوړوي.
  26. کتابونه مو فکري چاپیریال ته رسوي.
  27. کتابونه تاسو سره مرسته کوي، چې شاوخوا نړۍ احساس کړئ.
  28. کتابونه مو ذهين ساتي.
  29. کتابونه ستاسې ليدلوری پراخوي.
  30. کتابونه طبیعت ستاسو دروازې ته راوړي.
  31. کتابونه مو په شخصیت کې بدلون راولي.
  32. کتابونه مو د درک کچه زیاتوي.
  33. کتابونه د ستړیا له منځه وړونکي دي.
  34. کتابونه ستاسو شاوخوا خلکو سره د تړاو احساس رامنځته کوي.
  35. کتابونه مو ذهني او فزیکي ارامتیا ته رسوي.
  36. کتابونه د اړیکو د یوې وسیلې په توګه چارې مخ ته وړي.
  37. کتابونه د فکري پلوه اطمنان لرونکی فعالیت دی.
  38. کتابونه مو روحاني حالت ته وړي.
  39. کتابونه احساساتي قوت درکوي.
  40. کتابونه مو د ژوند په خوند پوه کوي.
دا هم ولولئ:   زه میین نه یم (برښنايي کتاب) / محمد اسماعیل کریمي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*