د بریتانوي شهزاده هري کتاب (Spare) ولې جنجالي شو؟ / جاوېد کریمي

جاوېد کریمي

دشهزاده هري کتاب چې پدې وروستیو کې چاپ شوی،پدې ورځو کې یو له مهمو موضوعاتو څخه یوه موضوع ده.

هغه کتاب لاندې شپږو خبرو پر سر یو متنازع او د اختلاف وړ کتاب بلل کیږي:

لومړی

د په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کال کې د هغه لخوا د امریکا او متحدینو سره يو ځای په افغانستان کې د هیلي کاپټر د پيلوټ په صفت د دندې ترسره کول او د افغانانو پر وژلو اعتراف چې هغه پخپل کتاب کې لیکلي: چې هغه په شپږو  ماموریتونو کې برخه اخیستې چې په ټولو مرګ ژوبله رامنځته شوې هغه پخپل کتاب کې زیاتوي(ما ته هغه ۲۵ کسان انسانان نه ښکارېدل،بلکه محضې د شطرنج دانې وې چې له مخې مې لرې کول وو،د بدو خلکو له منځه وړل)د شهزاده هیري له کتاب Spare  څخه اقتباس

ددې اعتراف په مقابل کې د بي بي سي د راپور په اساس د اسلامي امارت يو ویاند لیکلي(ددغه اعتراف نه معلومیږي چې د ټولو اشغالګرو هیوادونو د ځواکونو داسې مجرمانه کیسې وي.)

د هیري ددغه اعتراف ته په عکس العمل کې د بریتانوي پوځ ځینو مشرانو هم خپل عکس العملونه ښودلي، د یو پخواني فوځي مشر کرنل رچرډ کېمپ وايي :دا چې هیري پخپل کتاب کې مخالفینو ته د انسان فکر نکوي او یا یې له انسانانو کم ګوري او هغوی باید شطرنج د دانو په څير ووژل شي،دا يوه غلطه خبره ده.بریتانوي فوځ داسې روزنه نه ورکوي څنګه چې هغه وايي.

دوهم

مخدره توکو کارول:

هیري پخپل کتاب کې لیکي چې هغه په کم عمرۍ د کوکاین په څير نشه يې توکي کارولي وو،اما هغه ته يې مزه نه وه ورکړې هغه لیکي: (دغه نشې ما ته نه کومه مزه راکوله او نه هم کومه خوښي، زه د اولسو کلو هلک ووم)

دا هم ولولئ:   د ژوند د مدیریت مهم مهارتونه او د ودې لارې چارې / جاوېد کریمي

 د شهزاده هیري له کتاب نه اقتباس

دریم

د پلار دوهم واده يې:

هیري وايي چې دواړو ورونو پر خپل پلار فشار راوړی وو چې  د کمیلا سره واده ونکړي

څلورم

 د ورونو تر منځ شخړې :

هغه پخپل کتاب کې لیکي چې د هغه مشر ورور وهلی وو او پر مځکه يې غورځولی وو،اوپه يوه تلویزیونی مرکه کې هم ویلي چې د هغه کورنۍ د هغې د میرمنې په اړه منفي خبرې کولې.

پنځم

جنسی اړیکې:

  پخپل دغه کتاب کې لیکي  چې هغه د لومړي ځل لپاره په کم عمرۍ کې د يوې مشرې ښځې سره جنسي اړیکه ونیوله چې پدغه وخت کې يې عمر د ۱۷ کلونو وو.

ددغه  کتاب د جنجالي کیدو يوه بله خبره دا  هم ده چې وايي :

اکثره خلک زما موازنه د خپلې مور ليډي ډيانا سره کوي،هغه زیاتوي یوه ورځ مې يوه روحاني ښځه ولیده چې هغې ما ته د خپلې مړې مور پيغام راکړ چې ستا مور وايي ته هغه ژوند کوې چې ما ونشو کړای.

دا  او ديته ورته نورې خبرې چې ددغه کتاب محتوا تشکیلوي، هغه عوامل دي چې د کتاب موافقین او مخالفین دې ته هڅوي تر څو دا کتاب ولولي

یادونې وړ ده چې ·

د شهزاده هري دغه کتاب بازار ته د راوتو په لومړۍ ورځ امریکا، کاناډا او انګلستان کې ۱،۴ میلیونه جلده پلورل شوی دی.

انګلستان کې په لومړۍ ورځ ۴۰۰ زره جلده پلورل شوی او د غیرداستاني اثارو په برخه کې یې ریکارډ ساز کړی.

د بي بي سي اردو د یوه ويډيوي راپور ځينې برخې……

دا هم ولولئ:   مينه!!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*