د ذهني مهارت ځینې قاعدې / احمد طارق خلیلي

ژباړه او زیاتونه: احمد طارق خلیلي

۱ستاسو پلانونه باید خفیه/پټ وي:

تر هغو پورې نور خلک په خپلو پلانونو باندې مه خبروئ تر هغو چې بشپړ شوي/کړي مو نه وي ضرور نه ده چې په پلانونو مو نور خلکخبر شي/کړئ.

۲په چوپتیا کې پرمختګ/پېشرفت کول:

دا خپل عادت وګرځوئ چې همېشه چوپه خوله اوسئ او خپلو کارونو باندې کار وکړئ تر څو مو له مخې هغه خنډونه ورک شي چېستاسو د پرمختګ مانع ګرځي.

۳له هغه خلکو لرې ګرځئ چې ستاسو د پرمختګ خنډ کرځي:

پخپل ژوند کې له هغه خلکو لرې اوسئ چې ستاسو د پرمختګونو خنډ مو جوړیږي ضرور نه ده چې تاسو له داسې خلکو سره ملګرتیاوپالئ ځکه دا خلک په ژوند کې نه خپله پرمختګ کولی شي او نه ورته نور پرېږدي.

۴د خپل دښمن پېژندلو لپاره تاسو باید خپله دښمن جوړ شئ:

د دې خبرې مطلب دا دی هغه خلک چې ستاسو پرمختګ نشي زغملی او نه غواړي چې تاسو کامیاب وویني نو د دې لپاره چې د پرمختګپه مخ کې درته خنډ شي مخکې له مخکې یې له ملګرتیا لاس په سر شئ.

۵خپل ځان وپېژنئ تاسو به ټولې جګړې وګټئ:

کله مو چې ځان وپېژنده په ژوند کې بیا تاسو ته هېڅ کار سخت نه دی ځکه ځان مو پېژندلی او له همدې سره کولای شئ چې د ژوند په هرډګر کې کامیاب او بر لاسي اوسئ.

۶د خپل وخت ساتندویه اوسئ ډېری خلک د وخت په آرمان دي:

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / یوولسمه برخه

که مو د وخت خیال وساته نو کامیابي مو تر لاسه کړه وخت دومره قیمتي څیز دی چې رب تعالی پرې قسم خوړلی دی (والعصر).

ځینې خلک د دې په آرمان دي چې کاش تېر وخت بېرته را ستنېدای خو تېر وخت هېڅلکه نه را درومي.

۷هیڅ انسان ستاسو د ژغورلو لپاره نه راځي د خپل ځان اتل جوړ شئ:

که تاسو په دې فکر یاست چې نور به مې د ژغورلو لپاره راشي او لاس به راکړي نو تاسو هسې خوب و خیال ګورئ ځکه خلک دومره وزګارنه دي چې موږ ته لاس راکړي او جیګ مو کړي نو خپله د خپل ځان اتل جوړ شئ او د ژوند هر ډول مسایلو ته حللاره ولټوئ.

۸هر څوک ژوند کوي، خو تاسو دا زده کړئ چې څنګه یوازې ژوند وکړو؟:

هر انسان ژوند کوي خو موږ باید دا هم زده کړو چې څنګه یوازې ژوند وکړو او په یوازې ځان له مشکلاتو سره مبارزه وکړو او د خپلومسایلو د حلولو لپاره پلان جوړ کړو.

۹دېته اجازه مه ورکوئ چې پرون مو د نن ورځې ډېره برخه واخلي:

هېڅکله د پرون په اړه فکر مه کوئ ځکه پرون ښه وه او که بده خو تېره شوه بیا په هېڅ ډول نه شي راګرځېدای نو د نن په اړه فکر وکړئتقسیم اقات مو عملي کړئ او د پرمختګ لپاره مو پلانونه جوړ کړئ.

۱۰خپل ذهن داسې وروزئ چې د ماښام په حالت کې آرام اوسي:

دا هغه حالت دی چې انسان دېته اړ وي چې خپل ذهن ته آرام ورکړي د ورځې وروستۍ شیبې دي او انسان مجبوره دی چې ځان ارامکړي او هغه څه چې دا یې غواړي ځان ورته ور ورسوي.

دا هم ولولئ:   د‌ پنسل په شان ژوند وکړه/ جلا سلطان

۱۱په چوپتیا کې حرکت وکړئ یوازې هغه وخت خبرې وکړئ کله چې ستاسو د خبر کولو وخت وي:

له بېځایه خبرو همېشه ځان وساتئ، پرته له ضرورته خبرې کول کومه ګټه/فایده نه لري او کوښښ به مو همدا وي چې له بې فایدو خبروځان وساتئ هر ځای د خبرو کولو نه وي که په دې پوهېدلئ چې په یو ځای کې مو خبره اورېدل کېږي نو هلته د زړه له اخلاصه خبرې/ مشورې ورکړئ.

۱۲د هېچا په اړه قضاوت مه کوئ یوازې د خپل ځان په اصلاح باندې کار وکړئ.

د نورو په اړه قضاوت کول تاسو نه کومه ګټه لري او نه هم تاوان د دې پر ځای چې د نورو په اړه قضاوت وکړئ په خپلو نیمګړتیاوو کاروکړئ.

۱۳د سم وخت انتظار مه کوئ، وخت ستاسو په تمه نه دی.

وخت زموږ انتظار نه کوي او نه راته تم کېږي وخت چې رانه تېر شو بیا هېڅ نه را ګرځي نو له وخته ګټه واخلئ او په خپلو هیلو امیدونوباندې کار وکړئ هغه څه چې تاسو یې غواړئ تر لاسه یې کړئ او ځان ور ورسوئ نو د وخت سم مدیریت وکړئ.

۱۴د هغو کسانو د مرستې لپاره بېړه مه کوئ چې له تاسو یې مرسته نه د غوښتې، ځکه هر څوک چې ډوبیږي لاس ته اړتیا نلري ځینېخلک غواړي چې ډوب شي.

۱۵په آخره کې به ووایم ژوند وکړئ، مینه وه وېشئ بې له مینې ژوند په هېڅ حساب دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*