پر شخصیت د لباس اغېزې / اسدالله دولتزی

لیکنه: اسدالله دولتزی

دا خوبه مو ډېر کله اوریدلي وي، چې ښه لباس د غوره شخصیت ښکاندوی کوي،  خو ایا دا خبره همداسې چې ویل شوې صحي ده، ولېیې ورسره منئ، راځئ په دې اړه لږ بحث او څو نور اړخونه هم را وسپړو.

اقتصاد، ښه ماحول،  ارامه او امن ټولنه، له ښو خلکو سره تګ راتګ او غوره ملګرو شتون هم هغه څه دي چې د شخصیت په وده اوپرمختګ کې د نورو سترو لاملونو سربېره دا هم ښه او اهم رول لرلای شي.

خو یو څه چې په اوسنیو ټولنو کې خلکو د شخصیت لپاره معیار ګرځولی دی، هغه ښکلې او مُفشنې جامې او پیزار دی، تر یو ځایه به داخبره درسته وي، خو هغه ډول چې لازمه او غوره ده هغسې هم نده.

ښه لباس او پیزار استعمال د یو کس شخصي سلیقه ده،  خو که له همدې خوش سلیقې سره یې پوهه، چال چلند،حسنه اخلاق او رویه همد جامو په څېر ښکلې وي نو ویلای شو چې د داسې کسانو پر شخصیت د لباس اغېزه هم بې څه نده.

ممکن زموږه او ستاسې په ټولنو کې ښه ملګري، دوستان، همکاران او هغه خلک چې په ورځني ژوند کې مو ورسره مخه زیاته ده ښې اوښکلې قیمت لرونکې جامې او پیزار ولري، خو ولې د پوهې او ټولنیز ژوند خونده یې چندان نه وي، دوی هم په اصل کې د ښه شخصیتلرونکې نه دي.

دغه راز اقتصادي ستونزې یواځې د غوره شخصیت نه بلکې د انسان خصوصاً د نارینه خپله د نارینتوب غرور تر پوښتنې لاندې راوستلیشي، ځکه هغه څه چې ته یې غواړي او ترسره یې کړې، ترڅو خپلې کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته تکیه شي او همکاري یې وکړې، ښهلباس او نور وسایل استعمال کړې خو ولې متاسفانه نه یې شې کولای،  نو معلومه خبره ده چې ستا پر شخصیت یې یو نه یو ډول ګرد اوغبار پریباستلی دی.

دا هم ولولئ:   تمرین څه دی پوهیږئ؟ /نصیر فضلي

په ټوله کې ویلای شو، چې ښه او مفشن لباس به په ظاهر کې د ټولنې وګړي به دې ظاهري شخصیت ساتنې یا درلودلو باندې قضاوتوکړي، خو په اصل کې د ښه شخصیت لپاره لباس په کمه فیصدۍ خو ولې، پوهه، تقوا، غوره چلند، ښه اخلاق او سالمه رویه سل سلنهتاثیر لرونکې فکتورونه دي.

همدارنګه دیني نصوصو کې هم پر پاکۍ او ښه لباس استعمال باندې تاکېد شوی، خو داسې هېڅ ځای کې نه دی راغلي چې ګواګېستاسې مُفشن لباس دي مستقیم ستاسې د غوره شخصیت ښکارندوی وکړي.

کولای شو په ډېرو برخو کې مثالونه هم وړاندې کړو، ځېنې د کرېکټ لوبغاړي،  د سیمینار لوبغاړي یا نور پېژندل شوي خلک ساده اوعادي لباس استعماله وي، ولې شخصیت یې څومره لوړ وي، څومره خلک یې پېژني او درنښت ورته لري.

1 Comment

  1. بلکل همداسى ده؛ موږه چى له کله د يو چا له باطنى مطالعې کولو او هغه د هغه د اعمالو پر بنا پيژندلو لاره پريښى او ظاهري کارونو او شخصي سليقى باندى شروع کړى، تل مو شک او يو پر بل بى باورۍ ته لاره هواره کړى.
    درنښت

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*