د جون ایلیا په اړه د هغه د لور خبرې / ژباړه: هجرت الله اختیار

فینیانا؛ د جون ایلیا لور

نوټ: دا لیکنه یو کال مخکې نشر شوې وه

نن مې د پلار نولسم تلین دی.‌ دنیا او د هغه ستایوونکيو هغه په دې ورځ ښخ کړی دی،‌ خو ما مې خپل پلار له دې ورځ څخه دمخه کلونهکلونه ښخ کړی و. دا هغه مسئله ده چې ما پرې بحث نه دی کړی یا مې نه غوښتل چې بحث پرې وکړم. په دې ډول زه دا ډېر کلونههمداسې غلې پاتې شوم. په دې دوران کې ډېرو خلکو وغوښتل چې ورسره پر دې مسئله بحث وکړم، خو ما تل دا مسئله په خپل زړه کېساتلې ده، ځکه زه پر دې پوهېدم او پوهېږم چې دا شخصي مسئله ده، نو څه اړتيا چې د خپلې کورنۍ شخصي مسئلې دنیا ته ورسوم؟ما او سحینا څو ځل پر دې موضوع خبرې کړي دي او کله به مو تصمیم هم ونیوه چې راځه پر دې مسئله سرعام خبرې وکړو، ځکه چېزموږ له خاموشۍ څخه په ګټنې ځینو خلکو داسې خبرې جوړې کړي دي چې موږ ته پرې سخت درد او تکلیف رارسېدلی دی او رارسېږي،خو د خلکو هغه خبرې هېڅ رښتیا نه وي.

زما،‌ د سحینې او زریون ستونزه دا ده چې زموږ دواړه والدین (مور و پلار) مشهور دي او د مشهورو خلکو پر ژوند خبرې کول یوازې دهغوی ستایونکي خپل حق ګڼي. که چېرې دا مسئله همدومره ساده وای، څومره چې پرې خلک خبرې کوي، نو بیا خو ستونزه نه وه، خو درښتینولۍ د علم له درلودلو پرته او یا هم د یو لوري د خبرې په اورېدو سره قضاوت کول او د هماغه یو لوري پر خبرو د رښتینولۍ یقین کولد بل لوري په حق کې ظلم دی. زموږ خاموشۍ خلکو ته دا ډاډ ورکوه چې میدان خالي دی، څه یې چې زړه غوښتل ویې ویل او ویې لیکل.

فکر کوم نن به یې تر ټولو مناسب وخت وي چې هغه ټول څه ولیکم، چې ما ته یې لیکل او ویل اسانه نه دي، غواړم نن هغه څه ولیکم چې تلیې له لیکلو څخه تښتېدلې یم.‌

دا زما د دولس کلنۍ عکس دی. ما فکر کاوه چې دا به زما د ژوند رښتینی تصویر وي، ما ژوند همدغسې پېژنده، خو زه نه پوهېدم چې دازما د ژوند رښتینی تصویر نه دی.‌ زه نه پوهېږم چې د دې تصویر د اخيستلو پر مهال او تر دغه مهاله زما مور و پلار د یو بل لپاره دغسېوو او که نه، دا یې زما د کلیزې نمانځنې په پار زما د خوشحالۍ په خاطر پر دې تصویر د مینې او خلوص رنګ غالب کړی دی،‌ هغه رنګچې زموږ په ژوند کې نه و.

کله چې یو ځل په نیمه شپه کې ما مې د پلار غږ واورېد چې له مور سره مې په جنګ دی، نو زه هېڅ پوه نه شوم په ځان، هغه کیفیت زه  ننهم نه شم بیانولای. زه ټوله شپه د سهر د راتلو په تمه ویښه وم، غوښتل مې ژر سهر شي او مور سره مې خبرې وکړم، ما غوښتل پوه شمچې دا څه روان دي؟ غوښتل مې وژاړم،‌ زما زړه دومره نری دی چې کله زه په کوم فلم کې هم کوم عاطفي صحنه وګورم، نو سترګې مېورته راډکې شي. زیاتره په سینما کې چې زما بچيان ما په دغسې حالت کې وګوري، نو ښه راپورې خاندي. خو هغه شپه زما له سترګویوه اوښکه هم تویه نه شوه. کله چې سهر ما له مور نه پوښتنه وکړه چې څنګه د شپې مې لکه چې د پلار درسره جنګ و؟‌ زما پوښتنه د مورپه غوږونو کې همداسې پوښتنه پاتې شوه، ښايي مور مې نه غوښتل چې زه په هر څه خبره شم. خو ما له مور هسې پوښتنه وکړه، ځکهما خو د شپې په خپلو غوږونو هر څه اورېدلي وو. سهر کې ما د شپې په اورېدلو خبرو هېڅ باور نه شو کولای، ځکه چې ما ته مې مور اوپلار د دنيا یو آیډیال جوړه (ښځه او ميړه) ښکارېدل. زما پلار بالکل زما ايډیال و، ما له هغه سره ډېره زیاته مینه درلوده، له مور سره مېهم ډېره مینه وه، نو ځکه مې له پلار څخه د دغسې ویناوو او لهجې تمه نه درلوده. مور مې خبره په بله واړوله، ښايي نه یې غوښتل چې زهله دغه خیالي حالت څخه واقعي هغه ته راشم.

دا هم ولولئ:   په ماشومانو کې د چلند ستونزې / عارف عظيمي

هغه پوهېده چې که زه په حقیقت پوه شم، نو ډېر بد اثر به راباندې وکړي.‌ ما مجبوراً د مور پر خبره باور وکړ، ښايي‌ د دې لپاره چې ما نهغوښتل چې په دې مسئله کې نوره وړاندې لاړه شم. دا هغه مهال و چې زما د مور او پلار اختلافات د هغوی په کوټه کې حل کېدلایشوای، خو له بده مرغه څو کاله وروسته دا اختلافات زما د مور پلار او کوټې له دېوالونو بېرون راووتل او د خلکو د بحث موضوع وګرځېدل.

دا ډېر سخت وخت و. مور مې او موږ درېواړو خویندو او ورور د خلکو له خولو هغه څه واورېدل او ومو زغمل چې اصلاً د اورېدو او زغم وړنه وو او داسې ځکه وشول چې پلار به مې هر ځای کې کېناست، څه شی به یې چې زړه غوښتل، هغه به یې ویل او خلکو به د هغه پرخبرو باور هم کاوه. زه تر ننه پورې نه پوهېږم چې خلکو ته ولې دا فکر پیدا نه شو چې جون ایلیا د هغوی لپاره یو د خوښې شاعر دی، خوزما خو پلار دی، ما په ژوند کې د هغه شعرونه او بیتونه نه لټول او نه مې غوښتل، هغه خو زما ژوند و،‌ هغه خو د سحینا او زدیون پلار و،‌هغه موږ ته شاعر جون ايلیا نه و پکار، بلکې زموږ پلار جون إيليا موږ ته پکار و چې له موږ څخه ډېر مخکې ورک شوی و.‌

زما پلار ته بیخي دا یاد نه و چې زه د مکتب په څویم صنف کې یم، یا زموږ عمرونه څومره دي؟ هغه ته زموږ کالیزه نه وه یاده. کله به یېچې ما ته یا سحينا ته غږ کاوه، نو موږ ته به یې د ناسکه اولادونو إحساس راکوه، د مور بچيان به یې ګڼلو. پلار مې نه خپله زما مور قبلولیشوه او نه یې هم کورنۍ زما مور منله او دا ځکه چې مور مې د امروهه نه وه او نه هغه شيعه وه. له همدې امله مې د مور و پلار ترمنځ واټنپیدا شو او دا واټن د وخت په تېرېدو سره ورو ورو زیاتېده. پلار مې دا هم نه شوه منلای چې د وخت په تېرېدو سره مې د مور شهرتزیاتېده. زما پلار یو ښه لوستی انسان و، او هېڅکله ترې د دومره تنګنظرۍ توقع نه کېده.

ما مشاعرو ته تګ پرېښود، ځکه چې خلکو ته به چې کله معلومه شوه چې زه د چا لور یم، نو بیا به پسپسکې شروع کړې او کوم څه به چېزما تر غوږو رارسېدل، زه به ترې سخته ځورېدم. کله چې په نوم ټولګي وم او د ازموینې پرچې راغلې، نو زه کور ته لاړم او ومې ویل چېغواړم نوم مې بدل کړم. تر هغه مهاله پورې زما نوم فينانه جون و. مور مې ډېره حیرانه شوه چې زه ولې خپل نوم بدلول غواړم. ما ورته وویلچې زه نه غواړم چې د پلار نوم مې زما له نوم سره یو ځای وي. هغه مهال زه شپاړس کلنه وم او یوه داسې پرېکړه کول زما لپاره ډېرځوروونکې وه. خو زه پوهېدم چې هغه اړيکه چې په دونیا کې ما لپاره ډېره زیاته ارزښتمنه وه، زما او د پلار ترمنځ مې زموږ په ژوند نورهپای ته رسېدلې ده. پلار مې زما لپاره په هماغه ورځ ومړ، ما لپاره د ژوند مانا بدله شوه. زما نوم له جون څخه فرنام پلار ایښی و،‌ زه چېکله پیدا شوم نو پلار مې پر ما فينانه نوم ایښی و. کله چې زموږ اړيکه وشلېده،‌ نو زما لپاره هر څه بدل شول. زما پېژندګلوي بدله شوه اودا ټول زما د پلار له امله وشول. په دې خاطر زه ضد اخیستې وم چې اوس کوم نوم ځانته ټاکم، نو پلار به مې یې هم ږدي.

دا هم ولولئ:   د پښتو شعر یوه پېړۍ مزل / دویمه برخه - دوکتور لعل پاچا آزمون

ما لپاره دا ډېره ستونزمنه وه چې له خلکو سره مخ شم. د خلکو په سترګو کې پټو پوښتنو ته له ما سره ځواب نه و، وروسته بيا زما ذهن تهراغلل چې زه مې د پلار د کړو وړو ذمه واره نه یم، هغه د خپل هر عمل ذمه وار خپله دی. پلار به مې زیاتره له مور سره د شپې له جګړېوروسته ویل چې ورته یاد نه دي چې د شپې څه تېر شوي دي. او دا ځکه چې هغه به د شرابو په نشه کې غرق و، خو موږ پر هر څه پوهېدوچې هغه به په ښه هوش او حواسو کې هم دا ویل. هغه به ویل چې د شاعر ذمه واري دا نه وي چې هغه دې د کور په مسایلو کې لکه د کورپه کرایې،‌ سودا او نورو شیانو کې ځان ښکېل کړي. خو حقیقت دا و چې هغه به له خپلو مسوولیتونو څخه تېښته کوله. ما خپل نیا او نیکهنه دي کتلي. هغوی زما د پلار و مور له واده څخه دمخه وفات شوي وو. دواړه ډېر ساده مزاجه انسانان وو. دواړه مې د پلار د ژوند له ډولڅخه ناخوښه وو. پلار به مې چې ویل چې شاعر باید د ژوند له دې جنجالونو څخه آزاد اوسي، هغه به په دې ډول اصلاً خپلو مسوولیتونوته تن نه ایښوده.

کله چې زه څلور کلنه وم، نو پلار به مې زه د عليم ماما (مشهور شاعر) خوا ته بيولم. کله کله به مې چې مور نه غوښتل ورسره لاړه شم. خوپلار به مې ضد کاوه او له ځان سره به یې بیولم. کله به مې چې پلار د شپې دوه بجې بېرته کور ته راته او مور به مې ترې په دروازه کېوپوښتل چې فیني څه شوه؟ نو هغه به ورته په ځواب کې ویل چې زه څه خبر یم؟ دننه به کور کې وي! زه ډېر ښه درک کولای شم چې پرمور به مې هغه مهال څه تېرېدل. بیا به مې مور راپسې راتله او له ځان سره به یې بوتلم.‌

اصلاً ستونزه دا ده چې که څوک شاعر وي یا هم ادیب،‌ مصور وي او که موسيقار،‌ موږ د ښکليو هنرونو هنرمندانو په اړه دا نظر لرو چېدوی خو د عامو خلکو په څېر ژوند نه شي کولای. هغه خو شاعر دی،‌ مصور دی،‌ نو له ده څخه د کورنيو مسوولیتونو د ترسراوي توقع څنګهوشي؟ خو موږ دا هېروو چې د دې هنرمندانو خو کورنۍ هم وي،‌ مېرمن،‌ اولادونه هم لري،‌ او کورنۍ یې غواړي چې دوی ورسره د ژوند پههر ډګر کې ولاړ اوسي او دوی یې مرستندوی او ملاتړي اوسي.

ما همېشه دا محسوسه کړې ده زما د پلار ستاینوونکي د هغه له اولادونو څخه دا هيله لري چې موږ دې هم د دوی په څېر هغه سرکار اومرشد جون ايليا وګڼو. خو زه نه پوهېږم چې موږ هغوی څنګه وپوهوو چې هغه زما لپاره یوزاې پلار و او له هغه څخه زموږ توقع یوازې دمینې او شفقت وه. یو اولاد خو له خپل پلار څخه دومره هیله درلودلای شي چې که هغه شاه وي او که ګدا، خو یوازې د اولادونو لپاره دېپاتې شي. موږ درېواړه هم له خپل څخه صرف دغه یوه هیله درلوده، د پلار مینه او محبت!

دا هم ولولئ:   "له ښه څخه تر ډېر ښه: په ماډرن مدیریت کې د نرم مهارتونو (Soft Skills) رول"/ قیام صدیقي

ما له خپل پلار نه بل نېکمرغه انسان نه دی لیدلای.‌ الله تعالی هغه ته هر څه ورکړي وو،‌ لکه عزت، شهرت، خو هغه خوشحاله نه و او نه یېخوشحاله ژوند وکړ او دا هم ځکه چې هغه د خپل اړيکو هېڅ قدر ونه کړ.‌ دا واقعيت دی، هغه انسان چې د محبت کوونکيو مور و پلار  او دخپلو اولادونو نه اوسي،‌ هغه هېڅکله هم د ځان نه شي کېدای.

ما ته مې د پلار د وفات خبر مور په ټلیفون کې راکړ، زما هېڅ باور نه راته چې پلار به مې رخصت اخيستی وي، ځکه چې هغه خو زموږ لهژونده ډېر مخکې تللی و، خو په دې ورځ هغه له دنیا رخصت اخیستی و. زما لپاره د هغه په ژوند هم زما د پلار خانه تشه وه،‌ له همدې املهمې ژوند هغسې نه و، څنګه چې بایده و.‌ خو مور مې، نیا مې، خاله مې، ماماګانې مې، نیکه مې، کاکا او رحمت ماما دوی ټولو ما تهسخته ډېره مینه راکړې ده. سره له دې چې پلار مې و، خو له ما څخه د بې پلارۍ احساس اصلاً دوی واخیست، نه مې پلار او د دوی لهامله ما په جیګو سترګو ژوند وکړ او د دوی له امله چې ژوند راته په هر پړاو کې کومې خوښۍ او نعمتونه راکړي دي،‌ زه پرې خوشحاله یم. زه درک کوم،‌ که زموږ په ژوند کې مې پلار هم وای، نو ژوند به له دې هم ډېر ښه او ځانګړی وای، که څه هم زه له هغه ژونده هم کوم شکایتنه لرم چې له هغه پرته مې کړې ده. د پلار په وجود کې د هغه نه شتون په حقیقت کې موږ سره مرسته وکړه چې داسې شو، چې دا نن یوو.

موږ دواړه خویندې او ورور یوازې ښه انسانان یوو. زه او دوی له دې امله هم د ستاینې وړ یوو چې له کله نه موږ سر پورته کړی دی، نوخپل ژوند مو خپله کړی دی، د هېچا لپاره هم د خپل ژوند باور خپله وړل اسانه نه وي.‌ د مور حوصلې او همت ته خو مو دوه لاسي سلامکول پکار دي چې څنګه یې درې اولادونه په یوازې ځان پاللي او موږ هر یو یې په خپل خپل ژوند کې خوښ ساتلي یوو.‌ کله چې ما لهکامران سره واده وکړ، نو مور مې له هغه او د هغه له کورنۍ سره زما د پلار په اړه ښه په تفصيل سره بحث او خبرې کړې وې. ما خپله همله کامران سره په دې اړه خبرې کړې وې، ځکه چې زه پوهېدم هغه زما د پلار ستایوونکی دی، نو هغه هم باید پر دې پوه شوی وای چې کهپلار مې ژوندی هم دی، خو زما په ژوند کې نشته دی. کامران اوس هم زما د پلار ستایوونکی دی، خو هغه پر دې هم پوهېږي چې څنګهزما او د پلار اړيکه مې پرې شوې ده،‌ نو ځکه هغه تل له ما سره ولاړ وي. زما دواړه زامن هم له پلار سره زما له اړیکې خبر دي. زما لور دهغې شعرونه لولي، زما زوی هم چې له کالج نه راځي،‌ نو وايي کيسه کوي چې ملګری یې په محبت کې ناکام شوی دی او اوس زما د پلارشعرونه لولي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*