د انسان په اړه د پوهانو نظرونه_ حسیب الرحمن ساحل

ژباړه: حسیب الرحمن ساحل

1. انسان ازاد پیدا شوی؛ خو په هر ځای کې په هغو ځنځیرونو تړل شوی، چې ده په خپله جوړ کړي دي. «ژان ژاک روسو»
2. انسان به تر هغو نېکمرغه نشي، چې د نورو نېکمرغي ونه غواړي. «ډاسن پېر»
3. انسانان د یو بل دوزخ دي. «ژان پل سارتر»
4. انسان په ژوند کې له ډيرو عجیبو پړاوونو تېریږي. کله دومره په زړه سخت شي چې د خپلې سکنۍ مور په وژلو یې لاس نه رېږدي او کله دومره نرم شي چې پر خپل دښمن یې هم مرګ نه وي پېرزو. «…»
5. انسان هم پر دروغو او بې ځایه ژمنو مین دی، چې هېڅ کله نه پوره کېږي. ایا ته نه ګورې چې خلک په څلور لارې کې د یوه فالبین شاوخوا راغونډ شوي وي. هغه په خاورو ناست او خلکو ته د خزانو، سرو او سپینو وعدې ورکوي؛ خو خلک یې خبرو ته غوږ نیسي. «…»
6. انسان له دوو سترګو او یوې ژبې سره نړۍ ته راغلی، په دې مانا چې دوه ځلې وګوري او یو ځل ووایي. «جی سي کولتون»
7. انسان او انسانیت دوې تړلې جملې دي؛ خو لومړۍ جمله په کوڅو او ښارونو کې د دویمې په لټه او دویمه په کتابونو کې د لومړۍ په لټه کې سرګردانه ده. دواړې له یو بله ورکې شوې دي. «ویکتور هوګو»
8. انسان باید خپل برخلیک وټاکي، نه دا چې هغه په پټو سترګو ومني. «پاولو کویلو»
9. انسانان خپل ژوند، ژوند ته په تیاري نیولو کې تیروي، چې دا یو غلط او بې ځایه کار دی. انسان د ژوند کولو لپاره پیدا شوی دی، نه ژوند ته د تیاري نیولو لپاره. «سقراط»
10. انسانان د دې لپاره چې قضاوت پرې ونشي، د نورو په اړه په قضاوت کولو کې بیړه کوي. «البرټ کامو»
11. انسان د خپل عزت د ساتلو لپاره ډيرو ناوړه کارونو ته هم اړ کېږي. «جورج برنادرشاو»
12. انسان د خپلو ملګرو له مخې ښه پېژندل کېږي. «»
13. انسان په حقیقت کې هغه وخت مړ دی چې هېڅوک یې په اړه فکر نه کوي. «برتولت برشت»
14. انسان تر هغه وخته تر پرښتې لوړ مقام لري چې د خدای (جل جلاله) لاره تعقیب کړي؛ خو کله چې د خدای (جل جلاله) له لارې ووت، تر شیطان هم ټيټېږي. «رحمان بابا»
15. انسان ته تل هغه څه ښه برېښي، چې ده ته خواږه تر سترګو کېږي؛ خو انصاف او قضاوت هغه څیز دی چې پکې تېروزي. «ژان ژاک روسو»
16. انسان چې چېرته اوسي، د همغه ځای عادت اخلي او نوره ورته سخته وي چې له هغه ځایه ولاړ شي. د فکر کولو طریقه یې هم څه وخت وروسته عادت اخلي چې بیا یې بدلول خورا سخت وي. «جان اشټاین بک»
17. انسان چې څومره لږې خبرې وکړي، په ښه توګه یې سمبالولای شي. «لیتوت زا»
18. انسان خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره کافي ځواک لري؛ خو یوازې د ارادې سستي ده چې د انسان د هیلو د لاسته راوړلو مخه نیسي. «ژان ژاک روسو»
19. انسان د سیند په څېر دی، څومره چې ژور وي، هومره ارام او متواضع وي. «شارل دومنتسکیو»
20. انسان ډير رښتیا نشي زغملای. «البرټ کامو»
21. انسان کله هم یوازې او د ځان لپاره ژوند نشي کولای. د یوازېتوب ژوند د مرګ ژوند دی. «انا کارینینا لیف تولستوی»
22. انسان مه ازمویئ. لږ صبر وکړئ، په خپله ازموینه درکوي. «»
23. انسان هېڅ کله ان مرګ ته هم نه تسلیمېږي؛ خو هله چې هوډ او اراده یې کمزورې شوې وي. «الن پو»
24. انسان هېڅکله څومره چې فکر کړي، هومره  ژوند نه دی کړی. «فرانسواپسوا»
25. انسانان په ژوند کې ماتې نه خوري، یوازې له هڅې لاس پر سر کېږي. «ارنېسټ همېنګوې»
26. انسانان دوه ډوله دي، یوه ډله هغه چې په تیاره کې ویښ دي او بله هغه چې په رڼا کې هم ویده دي. «جبران خلیل جبران»
27. انسانان لکه د لاس کرښې یا لیکې، یو له بل سره هېڅ ورته والی نه لري. «توماس اډیسون»
28. انسانیت په اخلاقو دی، نه په قواره او انسانیت په کمال دی نه په ښایست. «»
29. انسانیت په دولت نه دی، له سرو زرو څخه که بت جوړ شي له هغه څخه انسان نه جوړېږي. «رحمان بابا»
30. انسانیت په ښکاره نه، په باطن کې دی. «انا کارینینا لیف تولستوی»
دا هم ولولئ:   څنګه کولای شو چې آغېزناکه مطالعه وکړو؟/ احمد طارق خلیلي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*