د افغانستان د اوبو اقتصادي ارزښت/ډاکټر فضل شینواری

لیکنه:ډاکټر فضل شینواری

افغانستان د هغوهېوادونو په قطار کې راځي چې د ګاونډيو په پرتله په نسبي ډول کافي اندازه د اوبو زېرمې لري
نو سيندونه يې ددې هېواد دملي اقتصاد دپرمختيا لپاره ځانګړی ارزښت لري هغه داسې  که دنوي تکنالوژۍ پر مټ د
اوسني ضرورتونو او غوښتنو په پام کي نيولو سره پر نوموړو سيندونو  بندونه جوړ شي  نو  بې له شکه به د ياد هېواد تر لوې کچې ضرورتونه رفعه شي  او دغه ملي ارزښت ګټه به د نوموړي هېواد راتلونکي بچيانو ته په ميراث پاتی شي
افغانستان پينځه حوزوي سيندونه لري.
 کابل سيند ۲ هلمند سيند ۳ امو سيند ۴ شمالي ۵ هريرود  يا مرغاب حوزه
له بده مرغه  افغانستان  اوبه ۳۱ سلنه  خپله استفاده کوي  او ۶۹ سلنې  څخه يې ګاونډيان ګټه اخلي.
که د ياد هېواد پر سيندونو پانګه وشي او بندونه پرې جوړ شي نو لاندينۍ ګڼې ورڅخه پلاس راتلای شي
 ۱. برېښنا انرژۍ توليد ۲. دسيلابونو له امله د زراعتي ځمکې د تخريب مخنيوی۳. داوبوذخيره کيدل ۴. دماهيانو دفارمونو جوړول ۵. دباغونو او ځنګلونه وده  ۶. دتفريح ځايونه جوړېدل ۷. زرعاتي ځمکې خړوبول۸ . د اخلي او بهرني سېلانيان د پاره پارکونه جوړول او سېلانيان را جلبول ۹. اضافه اوبه په ګاونډي هېوادونو پلورل ۱۰ . د اوبو مهارول  به  د ځمکې دننه د اوبو سطحه  لږ تر لږه په خپل ځای کړي
له بده مرغه بايد ووايم چې ځنې ګاونډي هېوادونه  کوښښ کړی دی او کوي يې چې ياد هېواد د اوبه مهارولو ته پرېنږدي تر څو يې اوبو څخه خپلې ګټې واخلي او لګيا دي اعظمي استفاده ترې کوي .
دا چې افغانستان د لسيزو کالو راهېسې د جنګ مېدان پاتې شوی ياد هېواد لاسونه يې ندي پريښي چې خپلې اوبه مهار کړي او بندونه پرې جوړ کړي په شته اوبو کې د ازبکستان هېواد څخه برښنا په بيه اخلي
دا هم ولولئ:   د رونالډو تقلید؛ کرینه کپور هم وایي چې خلک دې اوبه وڅښي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*