د FIFA نړيوال جام (فوټبال نړیوال جام)له څه شي جوړ دی او قیمت يې څومره دی؟

جاوېد کریمي

همدا روانه میاشت به د ۳۲ هېوادونو لوبغاړي د سپورت په نړۍ کې د دې سترې جایزې د ګټلو خوب ویني.

د فوټبال د نړۍ تر ټولو ستر جشن پرون په قطر کې پیل شو

قطر نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره څو ملیارده ډالر ولګول؟

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته به څومره جایزې ورکړل شي؟دا او دېته ورته نور مهم زړه پورې معلومات په همدغهلیکنه کې ولولئ!

له 1930 څخه تر 2018 پورې، یعني د 88 کلونو په موده کې، 21 ځله د نړیوال جام سیالۍ ترسره شوې او 8 ټیمونو ټرافي ګټلي، چېبرازیل (5 ځله)، جرمني (4 ځله)، ایټالیا (4 ځله)، ارجنټاین (2 ځله) فرانسه (2 ځله)، یوروګوی (2 ځله)، انګلستان (یو ځل) او هسپانیه(یو ځل).

 

هغه ټیم چې ټورنمنټ وګټي د نړیوال جام ټرافي ورکول کیږي، کوم چې د همدغه سترې میلې په څیر چې قطر کې روانه ده، پخوانی تاریخلري.

په پیل کې، ټرافي توپیر درلود

د ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۳۸ کال پورې د نړیوال جام ګټونکو ټیمونو ته ډالۍ شوې ټرافي د فرانسوي ډیزاینر ابیل لافلور لخوا ډیزاین شوې او دسپینو زرو څخه جوړه شوې وه مګر د سرو زرو تخته وه.

 

په هغه وخت کې دا ټرافي د یو یوناني معبود (بریا) په نوم یادیده، خو وروسته د فیفا د دریم مشر جولس ریمیټ په نوم ونومول شو چې دنړیوال جام مفکوره یې وړاندې کړې وه.

له ۱۹۳۸ کال وروسته د دویمې نړیوالې جګړې له کبله ۱۲ کاله نړیوال جام ترسره نه شو او د جولس ریمیټ ټرافي په ۱۹۵۰، ۱۹۵۴، ۱۹۵۸او ۱۹۶۲ کلونو کې د لوبډلو له خوا وګټل شو.

دا هم ولولئ:   کېچ ښه کېچ و، خو غاښونه یې مات کړل

 

خو په برتانیا کې د ۱۹۶۶ کال د نړیوال جام تر پیل مخکې دغه ټرافي د عامه نندارې پر مهال غلا شوې وه او وروسته وموندل شوه خو نقلیې وپلورل شو.

په ۱۹۷۰ کې، اصلي جولس ریمیټ ټرافي بیا غلا شوه او هیڅکله ونه موندل شوه، چې د هغه وخت د نړیوال جام ګټونکي ټیم برازیل ته یېنقل ورکړل شو، چې اوس یې هم له ځانه سره لري.

 

هغه جام/ټرافي چې اوس د فیفا په نړیوال جام کې کارول کیږي د ۱۹۷۴ نړیوال جام لپاره ډیزاین شوې.

دا د ایټالیا ډیزاینر Silvio Gazzaniga لخوا ډیزاین شوې.

دا ټرافي به د ۲۰۳۸ ټورنمنټ پورې ټیمونو ته ورکړل شي او وروسته به نوې ډیزاین معرفي شي.

تر دې مخکې به هغه ټیم چې د ټورنامنټ ګټلو اصلي ټرافي کور ته وړله، خو اوس ګټونکې لوبډلې ته د فیفا له خوا د سرو زرو جوړ شوینقل ورکول کیږي.

اصلي ټرافي د فیفا د فوټبال نړیوال موزیم کې ځای لري او یوازې په ځانګړو مواردو کې بیرون وړل کیږي او ډير لږ خلک اجازه لري تر څودغه نړیوال جام یا ټرافي لمس کړي او لاس ورته یوسي.

ټرافي د څه شي څخه جوړ شوې او ارزښت یې څه دی؟

دغه جام له ۱۸ قیراط سرو زرو څخه جوړه شوی، وزن یې ۶ کیلوګرامه دی او ۷۵ سلنه سره زر لري.

دا جام نړۍ ته دوه کسان لېږدوي او د جوړیدو پر مهال یې شاوخوا ۵۰ زره ډالره لګښت راغلی، خو نن ورځ یې ارزښت ۲ میلیونه ډالره دی

دا هم ولولئ:   د IPL2023 نېټې، ځایونه، بولي، قیمتونه او نور معلومات

په حقیقت کې دا د سپورت په نړۍ کې تر ټولو قیمتي جام دی چې قیمت یې د بل ټرافي/جام سره سمون نه لري.

 

 

۱۷ هیوادونو د نړیوال جام کوربه توب کړی.چې برازیل، فرانسه، ایټالیا، جرمني او مکسیکو هر یو دوه دوه ځله کوربه توب کړی، په داسېحال کې چې یوراګوای، سویس، سویډن، چیلي، انګلستان، ارجنټاین، هسپانیه، متحده ایالات، جاپان او جنوبي کوریا (په ګډه)، سویليافریقا او روسیه هر یو يو ځل د ددغه سترې سپورتي میلې کوربه توب کړی سږکال قطر د ۲۰۲۲ ټورنمنټ لومړی ځل کوربه توب په مسولیتپه غاړه لري او  ۲۰۲۶ به کاناډا، متحده ایالات او مکسیکو په ګډه کوربانه وي، چې مکسیکو به د لومړي هیواد په توګه د دریو نړیوالوجامونو د لوبو کوربه توب ویاړ ولري.

دغه ټورنمنټ په نړۍ ډير مهم ټورنمنټ بلل کيږي چې تر هر بل ټورنمنټ زیات لیدونکي لري چې د ۲۰۰۶ کال نړيوال جام لوبې د ۷۱۵،۱میلیونه انسانانو لخوا کتل شوې وې چې د نړۍ د نفوس ۹مه برخه يې تشکیلوله.

https://en.wikipedia.org/wiki/FIFA_World_Cup

https://urdu.geo.tv/latest/307278-?fbclid=IwAR32YphHWB96lzk5b3stuVglibxW80YYr7SHf0upYxB04pGktma5pLBLoL8

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*