د شخصیت وده | جاوېد کریمي

جاوېد کریمي

د شخصیت وده؛کلیمه موږ او تاسې روزمره د خپلو استادانو،مشرانو ،ملګرو او نورو خلکو اورو،او هم يې په مختلفو سیمینارونو اوورکشاپونو او ټولګیو کې ورسره مخ کیږو.په دومره زیاته اندازه استعمال يې نني عصر کې ددې کلیمې په اهمیت دلالت کوي.نو ستاسې پهفکر د شخصیت وده په څه مفهوم کیدای شي؟

آیا دا د شخصیت ده چې، تاسې څنګه ښکارۍ؟

يا تاسې څنګه غږیږی؟

او یا هم تاسې له نورو خلکو سره څرنګه تعامل کوی؟

د شخصیت وده له پورته یادوو شوو خبرو څخه یو هم ندی؟ او یا هم په ځينو حالاتو کې دې ټولو ته د شخصیت وده ویلای شو.که غواړوننۍ نړۍ کې واوسیږو،باید چې چست،چالاک واوسو او د يو ښه شخصیت څښتنان اوسو.

د شخصیت د ودې لپاره لاندې یو څو مهم نقاط دي،چې په عملي کولو سره يې کولای شو خپل شخصیت ته وده ورکړو.

لومړی باید شخصیت وپيژنو چې شخصیت يعنې څه؟

په انسان کي ټول موجوده منظم اوسره تړلي صفات چه دهغو پراساس کولاي شودیوه فرد دراتلونکي ژوند وړاندینه وکړو اودیوه فرد له بلځخه فرق اوجلاوالي ورباندي وکولاي شو شخصیت بلل کيږي.

دغه صفات د پورتني تعریف کونکي (کاتیل) له نظره لاندې دي:.
ــــ ذکاوت دکم عقلي په مقابل کي.
ــــ زړورتیا دبزدلي په مقابل کي.
ــــ خوشحالي دخپګان په مقابل کي.
ــــ هیاجان دارامي اوحوصلي په مقابل کي

.

خپل ځان وپېژنئ

د Aristotle په نامه یو عالم وايي:د ځان پيژندنه د هرې هوښيارۍ او هر حکمت پيل دی.

ښکاره خبره ده ، کله  چې غواړو یو شي ته وده ورکړو لومړی باید هغه په ښه شکل سره وپيژنو،عین همداسې د شخصیت د ودې خبرهده،یو کس باید لومړی له ځانه پيل وکړي خپل خصوصیات تحلیل کړي،پخپلو قوې  اوضعیفو  نقطو نظر واچوي،د خپلو نیمګړتياوو پهبرسیره کولو باید د شرم احساس ونکړو او د اصلاح لپاره يې باید لاس پکار شو.

دا هم ولولئ:   د هڅې او بریالیتوب مثال!

پخپل لید کې مثبت والی راولئ:

د زړه راښکونکي شخصیت لرلو لپاره ستاسو افکار او اعمال دواړه باید مثبت وي.څنګه چې موږ فکر کوو زموږ فکر زموږ پراعمالو مستقیمتاثیر کوي.

که يو څوک په ځان کې مثبت فکرونه را يو ځای کړي،دا مثبت فکر هغه ته یو ډول اعتماد برنفس ورکوي او پدې سره کولای شي خپلشخصیت ته وده ورکړي.ژوند کې لوړې ژورې حتما راځي،نو ددې لپاره چې په ژوند کې مثبت لید/فکر خپل کړو باید د شیانو روښانه  اړخرا پیدا او په ښو برخو يې تمرکز وکړو.

 

نظر څښتنان اوسئ/ نظر ولرئ

د يو نظر درلودل او په جرئت سره وړاندې کول نه يوازې ستاسې خبرې زړه پورې کوي،بلکه د خلکو په نظر تاسې د يو ښه نظر درلودونکياو معلومات لرونکي شخص په ډول معرفي کوي. هیڅکله د خپلو نظرونو په وړاندې کولو کې مه شرمیږئ حتی که  د نورو خلکو سره په ټکرکې هم وي.د خپل شاخوا حالاتو او شیانو باره کې ښه معلومات ځان سره ساتی او په وړاندې کولو کې يې ځان ناراحته مهاحساسوئ.چې بیا دغه کار تاسې ته ستاسې خپل اهمیت در په ګوته کوي.

له نویو خلکو سره ووینئ!

له نویو او مختلفو خلکو سره لیده کاته د یو کس تجاربو انتروال او فکري لید ته پراختيا ورکوي.او همدارنګه د مختلفو کلتورونو، رواجونو اوفکرونو سره اشنايي را مځته کوي چې دا هر څه بیا پر شخصیت یو مثبت آغېز ښندي.

مطالعه ډیره وکړئ!

څومره چې زیاته مطالعه کوی هغومره د موضوعاتو په اړه ستاسې د معلوماتو کچه لوړي او خبرې او وینا مو زړه پورې کيږي،او همدارنګهخلک د هغه ډول خلکو د خبرو سره دلچسپي لري چې مختلفو موضوعاتو په اړه معلومات ولري.

دا هم ولولئ:   کارېزما څه ته وايي؟

ښه اوريدونکی شئ!

نن سبا اکثره خلک د یو چا خبرې ته پدې خاطر نه متوجه کیږي چې په خبره يې ځان پوه کړي،بلکې د ځواب ورکولو لپاره متوجه کیږي.د یوښه شخصیت درلودلو لپاره يو ښه اوريدونکې کیدل ډیر مهم قدم دی.کله چې يو څوک درسره خبرې کوي مکمله توجه ورته وکړئ،خبرې يېپه دقت واورئ،هغوی ته داسې احساس ورکړئ چې د هغوی خبرې ډيرې مهمې دي او په اورېدو ارزي،چې دې سره ستاسې شخصیت دخلکو په نظر اهمیت مومي.

 

خوش طبعه اوسئ

اکثره خلک دا نه خوښوي چې يو څوک دې تل ورسره په جدي ډول مخ شي،پر شونډو مسکا پیدا کړئ،خپلو خبرو کې کله کله شوخي او کلهکله ټوکې کول هم ددې باعث کیدای شي چې ستاسې خبرو او ویناوو سره خلک دلچسپي پیدا کړي او ستاسې د محبوبیت باعث شي.

مودبه اوسئ

مودب بودن هيڅکله له وروسته پاتې والي په مفهوم نده،ټولنه ټول خلک مودبه انسانان خوښوي.

خاکساره اوسئ او هر چا سره په ورین تندي مخ کیږئ.لاس لاندې خلکو سره په مرسته هيڅکله مه شرميږئ او که کله يې درته اړتيا شوهکوښښ وکړئ ورته وخت ورکړئ او خبرې يې په دقت واورئ.

تصادفاً خلکو سره مرسته وکړئ،يو چا ته صدقه ورکړئ دې سره نه یوازې تاسې په د زړه سکون ومومې او شخصیت به مو وده وکړي بلکهد يو اړمن انسان ورځ به ښه شي.د شتمنو او مالدارو لپاره يو شان خاکساره او مودبه اوسئ.

ښه/مناسب لباس واغوندئ.

ښه او مناسب لباس نه هدف دا ندی چې یو کس دې حتما په دوه درې ورځو کې دې ځان ته نوي جامې وګنډي ،نوي بوټونه او نوی کوټ/واسکټ دې خریداري کړي.

دا هم ولولئ:   ولې مو درس هيريږي؟ / سميع الله ريحان

بلکه کالي باید ښه اوتو کړي او پاک اوسي.که یو دفتر کې کار کوی او هلته ځانګړی یونیفارم مروج وی باید چې همغه لباس واغوستلشي،بوټان مو ښه پالېش کړي اوسې،ويښتان باید منظم وي.لنډه دا چې خپله ظاهري بڼه مو باید ډيره زړه راښکونکې وي تر څو خلکمخکې له دې چې تاسې وغږېږي او خپله پوهه،ظرفیت او وړتيا نه مو خبر شي باید چې ستاسې ظاهري بڼه پرې مثبت اغېز وښندي.

پورته نقطو علاوه ځینې نور نقاط مثلاً پر ځان باوري اوسئ،يو ښه ویناوال اوسئ،که وسه مو درلودله سفرونه وکړئ تر څو د مختلفو خلکو لهرواجونو،کړو وو او خواصو خبر شئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*