د ښه شخصیت جوړولو ۸ ساده لارې / رفيع الله رفېع

ژباړه: رفيع الله رفېع

د تجربه لروونکو کسانو په مشوره او د ساده تغيراتو په رامنځ کولو سره کولای شئ، چې د ښه/غوره او قوي شخصيت لروونکي شئ.

په هغه عواملو بحث کوو، چې پر اساس يې يو شخص کولای شي، مثبت او قوي شخصيت ترلاسه کړي.

اول: په خپل ژوند کې مادي شيانو ته ډېر اهميت مه ورکوئ.

ځينې وختونه مونږ په ناپامۍ کې زيات وخت يوازې د مادي شيانو په اړه فکر کو، چې په حقيقت کې دا زمونږ لپاره هېڅ اهميت نه لري، کېدای شي، ماديات(پيسو) لرل مونږ دومره خوشحاله کړي، چې د هېڅ شي د کموالي فکر ونه کړو، ملګر ماديات هېڅ کله نه شي کولای، چې د غوره کسانو د تجربو څخه بهتره ووسي.

دوهم: د مثبت شخصيت لرلو لپاره د راتلوونکي او تېر په اړه فکر وکړئ.

تاسو يوازې د هغه موقيعت په فکر کې ياست، چې اوس يې لرئ او يا په راتلووکي کې واقع کېږي، بايد يقين ولرئ، چې ستاسو راتلوونکی به بهتره او ښه وي او په دې هم بايد پوه شئ، چې خپلو اهدافو ته د رسېدوو په موخه ډېر فرصتونه په واک کې لرئ او هېڅ کله خپلو هدفونو ته د رسېدو په موخه مه ناهيلي کېږئ.

د پخوانيو بدو شېبو او پېښو په اړه هېڅ وخت فکر ونه کړئ او د هغه پېښو د بيا بيا ځلي يادېدو په وخت کې ژر خپل فکر په بل څه مصروفه کړئ، ترڅو مو د ياده ووځي.

هره تجربه، چې تاسو يې په خپل ژوند کې ترلاسه کوئ، کېدای شي ستاسو په پرمختګ او ترقۍ کې مهمه او مواثره واقع شي، مګر ځينې يې بايد ستاسو له ذهن څخه په کلي ډول له ياده ووځي.

دا هم ولولئ:   څنګه یو غوره شخص اوسئ؟

درېم: د مثبت شخصيت لرلو لپاره بايد مثبت ليد لوری زده کړئ.

کله داسې واقع شوي، چې په دې اړه مو فکر کړی وي، چې دنيا ستا په خلاف ده ؟ په کلي ډول هغه شيان، چې ستا پر وړاندې پېښ شوي، ښه وي او که بد په نهايت کې بايد ستا پر شخصيت تاثير ولري، چې وکولای شي د ژوند شخصيت ته دې تغير ورکړي او غوره طرف ته دې رهنمايي کړي او ژوند مو بېلابېلو طرفونو ته بوځي، مګر دا، چې کوم کس مو د لارې تعين کوونکی دی، ځواب ته يې، نه بل ځوک.

څلورم: خپل وخت له هغه کسانو سره تېر کړئ، چې مينه ورسره لرئ.

کار کول د هر شخص د ژوند له مهمو برخو څخه ده، مګر ټول کارونه به ستاسو د ژوند مهمې برخې تبديل نه شي کړی.

د وخت سپمول یو له خورا مهم شیانو څخه دی، چې تاسو کولی شئ د خپلې سوداګرۍ د ودې لپاره يې ترسره کړئ. بدبختانه ، دا په حقیقت کې یو بد شی ندی مګر هېڅ وخت په دې نه ياست توانيدلي، چې په بشپړ ډول يې عملي کړئ.

په ياد ولرئ، چې ستاسو کورنۍ او هغه صميمي دوستان، چې ستاسو په شاوخوا کې دي، ستاسو د ژوند او پرمختګ لپاره مواثر او مهم دي.

پينځم: د مثبت شخصيت د ترلاسه کولو لپاره د هغه کسانو څخه بېل شئ، څوک چې ستاسو د پرمختګ مخه نيسي.

کيدای شي په دې کار سره تاسو خفه شئ، مګر دا ومنئ، چې هر شخص ستاسو دوست نه شي کېدای او د هغه څه په اړه، چې مونږ يې د خپلو شاوخوا کسانو څخه هېمشه د واقع کېدو په تمه يو نه واقع کېږي، ليدلي مو دي، چې هغه وخت تاسو تر ټولو ارامه ژوند کړی، چې کله مو هغه کسان د خپل څنګ څخه لرې کړي کومو کسانو چې ستاسو د پرمختګ مخه نيوله.

دا هم ولولئ:   په بوختیا کې د ذهني فشار کمولو لپاره څنګه وخت پیدا کړو؟

دا سمه ده، چې د احساساتو کنټرولول يو څه سخت او ګران کار دی مګر اسانتياوو ته د رسېدو په خاطر بايد لږه سختي هم تېره کړئ، هغه کسان، چې زمونږ لپاره زياتره وخت خنډ وي او زمونږ د نه پرمختګ لپاره د يو قوي دېوال په هېڅ ولاړ وي، بايد په لمنځه وړلو يې ځان بريالي کړو.

شپږم: ژوند ساده کېدی شي.

کله چې مونږ زياتې ژمنې ولرو د ترسره کولو لپاره يې بايد زيات کار کړو، سخت احساس مو درته په ژوند کې لاس درکوي او داسې یو سوال درته په ذهن راولي، چې څنګه ژوند په دې ډول بايد ووسي؟

ټول شيان د انسان د چلند سره اړيکې لري او مونږ بايد تر ورستي حد او توانايي پورې له هغو سره کار کولو ته ادامه ورکړو، ترڅو په نورو شرايطو کې مجبور نه شو، چې يو کار دوهم ځلې ترسره کړو.

د هر کار په ترسره کولو کې بايد کوشش وکړو، چې دېسپلين زمونږ په کارونو کې يو له مهمو عواملو څخه ده، چې بايد تل په لومړي درجه کې ياد شي.

اوم: د مثبت شخصيت لپاره مثبت ذهنيت درلودل.

زمونږ پخوانيو ميندو تل ويلي، چې زمونږ په ژوند کې ټول شيان زمونږ د چلند او شاوخوا ساحې پورې اړه لري.

موږ تل د هغه ستونزې څخه نفرت کوو چې موږ یې په لاره یو ، مګر دا په زړه پورې ده چې پوه شو چې دا ستونزمنې لارې به زمونږ راتلونکې جوړ کړي. د شکایت کولو او عصبي کیدو دمخه ، د خپلو ستونزو څخه د خلاصون لپاره د حلونو په لټه کې شئ ، او دا ټول به زموږ سره د ټولنیز شخص کیدو کې په برخه کې مرسته وکړي

دا هم ولولئ:   فکر؛ که زمونږ‎ د ژوند واکمن؟_ صفیه کوچۍ

اتم: د مثبت شخصيت درلودلو لپاره هغه څه ترسره کړئ، چې مينه ورسره لرئ.

تل مو ويلي او بيا يې هم وايوو، هر څه، چې مينه ورسره لرئ ترسره يې کړئ، مګر که منطقي او درست نه وي په هېڅ ډول يې ترسره نه کړئ، اما ولې د دې کار ترسره کول سخت دي، ځکه، چې مونږ تل د دې شاهدان يو، چې مادي شيان له لاسه ورنه کړو، مګر هېڅ شی ستاسو د ژوند د خوشحالولو ارزښت نه لري او همېشه کوشش وکړه، چې شخصاً خوشحاله اوسې.

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*