په بوختیا کې د ذهني فشار کمولو لپاره څنګه وخت پیدا کړو؟

ژباړه او ترتیب: حمیدالله مومن

ډېری خلک په ورځني بوخت مهال ويش کې وخت نشي موندلای ،کوم چې د فشار لامل کیږي. دلایل یې د یو شخص څخه بل شخص ته توپیر لري لاندينۍ څو ټکي تاسو سره مرسته کوي چې په ښه ډول وخت مدیريت او فشار کم کړئ.
۱: نه ویل زده کړئ:
ډېری خلکو ته ستونزمنه کار وي چې نورو ته نه ووايي، په داسې حال کې چې خپل کارونه يې هم زیات وي او کله چې نور خلک له ده څخه کومه غوښتنه وکړي، نو نه غواړي چې دوی مایوسه کړي او نه ورته ووایي،نو په پايله کې حتی دوی ته د خپل کار د ترسره کولو لپاره هم کافي وخت نه پاتې کيږي، که چیرته تاسو هم له داسې ستونزې سره مخ ياست نه ويل زده کړئ، د وخت د ښه مديريت لپاره په خپل مهال ویش کې لومړيتوبونه وټاکئ ، په هغه کار وکړئ په دې سره به مو اضافي وخت موندلی وي.
۲: خپل لومړيتوبونه مو واضح کړئ!
په خپل مهالویش کې بعضې غير ضروري فعاليتونه مه اضافه کوئ او خپله ورځ په داسې کارونو مصرف کړئ چې ستاسو ارزښتونه او لومړیتوبونه منعکس کړي. ملګري، کورنۍ، خوب او خپل کاري مسلک ته په کتو وخت مو تنظيم کړئ .
کله مو چې دا هر څه ترسره کړل هله کولای شئ په پاتې وخت کې خپلو همکارانو او نورو سره مرسته وکړئ.
۳: د ورځنيو کارونو ترسره کولو لپاره نقشه جوړه کړئ!
د وخت مدیریت یو عام جال دی چې ډېری خلک پکې بند پاتې دي، نه پوهيږي چې خپل وخت څه ډول تنظيم کړي، د هر نا پلان شوي فعاليت لپاره وخت مصرفوي ، نو لازمه ده چې خپل مهالویش کې محتاط اوسو او نويو فعاليتونو سره موافقه ونکړو تر هغې چې مو پلان شوي کارونه نه وي بشپړ کړي.

دا هم ولولئ:   د ژوند وړې لارښوونې/ ژباړه سپین سهار (دريیمه برخه)

۴: خپلې پيسې مو په سمه توګه اداره کړئ!
د خپلو غوښتنو(خواهشاتو) د حل لپاره خلک اړ کيږي چې ډير ساعتونه کار وکړي، نو ددې لپاره چې وخت سپما شي اړتیا ده چې خپل مصارف او غوښتنې کمې کړو. کله چې پیسې په سمه توګه اداره نشي مجبور یو چې پور واخلو او دا مو په روان منفي اغېز لرلای شي.

۵: منظم اوسئ!
مهالویش یواځینی شی نه دی چې باید تنظیم وي، د اوسيدو ځای انتخاب او تنظيم هم ډېر اړين دي. ډېری خلک نه پوهیږي چې په داسې چاپیریال کې ژوند کوي چیرې چې د ژوند د ورځني شیانو د اړتياو موندل ستونزمن وي ،د شيانو تر لاسه کولو لپاره مجبور دی بل ځای ته پسې لاړ شي او بله دا چې ځینې خلک خپل کمزوری اقتصادي وضعيت په نظر کې نه نیسي او په داسې سیمه کې میشت کېږي، چېرې چې د ورځنۍ د اړتيا توکي ګرانه بیه وي، نو ددې لپاره چې خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره کړي، مجبور دی چې زيات ساعتونه کار وکړي او په دې کار سره ترې زيات وخت ضایع کيږي.
۶: دخپل ځان په اړه ریښتیني اوسئ!
ځان ښه پیژندل هم کولای شي تاسو سره مرسته وکړي تر څو د مغشوش کیدو مخه مو ونیسئ. هغه څنګه؟ هغه داچې د بېځایه شيانو د رانيولو څخه ډډه وکړئ کوم چې ډېر ضروري نه وي، که چېرې په دوام داره توګه ځان په داسې حالت کې وساتۍ چې د را نيوونکو شيانو د قیمت په پرتله مو عاید کم وي نو له ستونزوسره به مخ شئ، په ريښتينې توګه ځان ته وګورئ او هغه لارې چارې پيدا کړئ چې د غير ضروري توکو د رانيولو څخه مو بندوي.
د مثال په توګه: کله چې بازار ته ځۍ په خپل جيب کې هومره پیسې ځان سره يوسۍ چې د ورځني ژوند اړتياوې مو پوره کړي.
کله چې مو د پورته ښوول شوې لارې چارې په خپل ژوندکې عملي کړي نو د يوې خوا به مو اضافي وخت موندلی وي او له بلې خوا به په رواني لحاظ ارام اوسئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*