فکر؛ که زمونږ‎ د ژوند واکمن؟_ صفیه کوچۍ

لیکونکې: صفیه کوچۍ

فکر د انسان د بدن ھغه برخه دہ چې د ژوند بنسټ یې بللې شو؛ فکر د انسان او څاروي تر منځ یو توپیر دئ او ویلې شو چې ھمدا فکردئ چې زمونږد نیکمرغۍ،بدمرغۍ،بریالیتوب،ناکامۍ،ھوساینې او ناخوالۍ سبب کیږۍ. مه ھیروئ! چې په ژوند کې ھر څه په فکر سرہشروع او ختمیږي. مونږاو تاسې ته په کار دہ چې په ھر څه کې د کار او پرېکړې له پیل کېدو مخکې باید د ھغې موضوع په اړہ پورہ فکروکړو؛او موضوع له ھر اړخه ښه وڅیړو، ځکه بې فکرہ کار داسې وي لکه په معیوبه بیړۍ کې د سمندر غیږې ته ځان اچول ،او بېړۍ پهیوہ نامعلومه لار حرکت وکړي. فکر د الله تعالی ډیر لوی نعمت دئ چې انسان یې پرې نازولی خو دا په انسان پورې اړہ لري چې څنگه لهدغه لوی نعمت څخه د ځان لپارہ جنت واخلي. ھمدا فکر وو چې انسان یې له تورو تیارو څخه د روښنایۍ په طرف،له وچې د لمدې پهلوري،له جگو او کلکو غرو څخه یې د نرم او لوړو کورونو په طرف کش کړ؛فکر هغه بډایه دہ چې د ھر څه جوړښت او ورانښت ور پورېتړلی دئ. فکر یو ھنري قلم دئ چې په ګټه اخستلو سره یې مونږ خپل ژوند ته د خوښئ رنگونه ورکولی شو او ھر ډول نقشه چې وغواړورقم ورکولی شو.

فکر داسې وسیله دہ چې یواځې یې په مغزو کې ځای ندہ نیولي بلکې د ژوند په ھرہ واړہ او لویه برخه کې رول لري؛طب ثابته کړې چېفکر حتی د وجود په ھر سیستم کې لویه ونډہ اخستې ده. فکر کولای شي زمونږد ژوند ھر تار په لاس کې ونیسي او ھر څه تر کنټروللاندې راولې. فکر د انسان د برخلیک په ټاکلو کې ځانگړي واک لري؛که چیرې یو انسان د ژوند ھره پریکړہ د مثبت فکر کولو پر بنسټوکړي؛ انسان به په ژوند کې ھېڅکله د بدمرغیو مخه ونہ ویني. راځئ! د فکر تأثیر او ونډہ د انسان په وجود کې ولولو: ډیر به مو اوریدليوي! په ځانگړي ډول په کړیدلي افغان ولس کې چې د پلانکي د مور د خپل زوی د مړینې خبرپه اوریدو سرہ زړہ ودرېد! د څیړنې وروستهډاکټران ھیڅ داسې ټکی نشې پیدا کولی چې د مړینې لامل یې وڰڼي؛په حقیقت کې یې عامل ھمغه فکر وو چې داسې بدمرغه تأثیر یې پرټول وجود پریښود چې د مړینې لامل شو.

دا هم ولولئ:   له ځانه مه تښتئ/ شبانه دوران

فکر یو انسان له مرگه ھم ژغوري او ھم کولای شي انسان د مرگ خولې ته واچوي!

فکر د روغتیا سرچینه دہ: ډاکټرجلیفد فکر په اړہ ډیرہ عجیبه وینا بیان او تصدیق کړې جلیف صاحب لیکي: « د انسان فکر د ماتشوې ھډوکې په جوړولو کې ھم اغیزہ لري » ، فکر زمونږاو ستاسې د بڼ ھغه شنه او لوړہ ونه دہ چې له میوې څخه یې په خوړلو او لهسیوري څخه یې د ھوساینې او راحت لپارہ کار اخلو. فکر د حاصل خیزې ځمکې په څېر دہ او مونږیې بزڰر یو؛ نو مونږ ته په کار دہچې داسې دانې پکې وشیندو چې ټول عمر یې له حاصل څخه برخمن پاتې شو؛ان دا چې خپل اولادونه او راتلونکی نسل ھم ترې برخمنکړو.

خپل ژوند په بې موجبه او بې ځایه اندېښنو مه ضایع کوئ!

ډیر داسې خلک شته چې د نامعلومې پېښې لپارہ شپه او ورځ فکرونه او اندېښنې کوي او نه پوھیږي چې څه په بې ځایه او بې ارزښتهافکارو اخته دي؛که چیرته دا وخت مثبتو افکارو لپارہ ورکړو نو ژوند ته د نېکمرغیو کوترې آزادول دي.اندیښنې او ویرې په ژوند کې دازغیو کرل دي؛ پر خپل ژوندانه کې د خنډونو او کړاوونو جوړول ټول زمونږپر خپل فکر او پرېکړو راڅرخیږي؛ بې ځایه اندیښنې او ناوړہفکرونه د ھغہ کسانو مرض دئ چې په بیکاری اخته دي؛ددې مرض دوا د وخت څخه سمه گټه اخیستل دي،خپل وخت په سمه توگه مدیریتکړئ د ویرې او اندیښنې پر ځای د فکر په جوړولو او نوښت کار وکړئ

دا هم ولولئ:   هغه لس عام کارونه چې هوښیار خلک پرې وخت نه ضایع کوي

خپل افکار په کتابونو،مثبتو فکرونو او د لویو شخصیتونو په وینا تغذیه کړئ!

کله چې افکار کنترول شي او په سمه توڰه ورزول شي نو گواکې تاسې پخپل ژوند کې د ځان په شان دو هم کس روزلی په څنګ کېداسې دوھم کس ھم لرئ چې د ژوند په ھر پړاو کې تاسې ته ښې تیوری او مشورې درکوي او ستاسې د پښو مخکې خنډونه پاکوي او دراتلونکي لپارہ تاسې په پورہ توڰه چمتو کوي چې د ورتڰ پر وخت ھیڅ داسې ډار او وېرې ته اجازہ نه ورکوي چې ستاسې تر څنڰاوسي او په پورہ ډاډ د راتلونکي پر مخ درېدلی شی. لکه څرنگه مو چې یادونه وکړہ: فکر د ژوند په ھرہ حصه کې خپل رول لوبوي؛حتی دانسانانو پر ظاھر ھم اغیزہ لري،که چیرې انسان په بد فکري او اندیښنې اخته وو تاسې ھغه د ظاھر او څھرې څخه ھم درک کولی شیچې اندیښمن دي؛ځکه وېره او منفي فکرونه زمونږاو ستاسې د ژوند غل ھم کېدای شي لکه څنگه مو چې شتمن کوي ھمداسې مو له ھرڅه څخه خلاصوي. منفې فکرونه ستاسې د څھرې ښایست غلا کوي،د قدمونو واک درڅخه غلا کوي او د ښایسته ژوند د نېکمرغۍ کوترېمو په خپل جال کې له ځان سره وړي، مونږاو تاسې دا حالت زیادترہ په ھغه کسانو کې لیدلي شو چې په رواني مرض اخته دي او اصليلامل د دې ناروغۍ ھمدا ناوړہ او بې ځایه فکرونه او اندیښنې دي؛ د دغو کسانو څھرې داسې وي لکه په وجود کې یې چې یواځې خړېاو سپیرې اوبه وي او وینه هېڅ شتون ونلرئ او د وجود او غړو فعالیت یې ھیڅ شتون نلري حتی د ډوډۍ د خوړولو توان ھم نلري ځکهناوړہ افکارو داسې یې ټول وجود تر اغیزې لاندې راوستلې حتی د بدن ھغه سیستمونه ( زړہ،مغزہ،معده..) چې د کنترول وړندي ھغه یېھم تر خپل کنترول لاندې راوستلي!.د افکارو په منفي او مثبتې اغیزہ بحث کول یوہ لویه فلسفه دہ.

دا هم ولولئ:   ستونزې د ژوند یوه نه بیلیدونکي برخه ده / بختیار احمدزی

په پای کې غواړم یادونه وکړم؛ فکر ستاسې نیم ژوند او ځان دئ ؛ که غواړئ په خپل ژوند واکمن او نېکمرغه ژوند ولرئ خپل افکار خپلدوست وگرځوئ چې ژوند مو د نیکمرغۍ سپما شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*