د روحي ارامتیا رسیدلو لپاره ٧ بنسټيز ټکي؟ بختیار احمدزی

لیکوال: بختیار احمدزی

١: له ژونده شکایت مه کوﺉ!

له ژونده او حالاتو شکایت کوونکي به هیڅ کله خوښ ونه اوسي.

ځکه چې دوي هيڅ کله هم خپل شاوخوا نعمتونه نشي لیدلای.

يا په بله اصطلاح دوي د ژوند له زیاتو نعمتونو څخه برخمن وي؛ خو سره د دي نعمتونو دوي بیاهم په افراطي شکل سره د نورو غوښتونکي وي چې دا چاره یې د پریښانیو ښکار ګرځوي او ارامتیا یې له منځه وړي.

٢:  صبر کوونکي اوسﺉ!

همیشه په ستونزو صبر کوونکې اوسه ځکه همدا ستونزې دي چې موږ ته په بدو وختونو کې لارښوونه کوي.

ستونزې موږ ته په بد وخت کې دا راښایې چې ته په ناسمه لارې روان یې د دې لارې پواسطه نشي کولای چې خپل هدف ته ورسېږي نو خپلې دې لارې ته باید تغیر ورکړي.

همدارنګه له صبر کوونکو سره خدای مل وي د ځمکو او اسمانونو خالق فرمایي:

اِنَ اللهَ مَع الصَْابِرین. الایة.

ژباړه: بې له شکه چې الله جل جلاله له صبر کونکو سره دی.

٣: ځان په نعمتونو کې وګورﺉ!

الله جل جلاله هر انسان ته زیات نعمتونه ور په برخه کړي دي چې شمار کول یې د انسانانو د وس او وړتیا پورته ده لکه څرنګه چې خدای جل جلاله په خپل پاک کتاب قران عظیم الشان کې په دې هکله فرمايې:

وَ اِن تَعُدُو نِعمَة اللهِ لا تَحصوها. الایة.

ژباړه: که چېرته تاسو وغواړي چې د خدای جل جلاله نعمتونه وشمیرﺉ نو تاسو به یې ونشﺉ شمیرلای.

که چيرته موږ خپل شاوخوا په واقعي ډول خپلې سترګې خلاصي کړو؛ نو وبه ګورو چې موږ د خدای جل جلاله له زیاتو نعمتونو څخه برخمن یو.

دا هم ولولئ:   د شخصيت جوړونې اړين ګامونه_جميل ځاځی

زیات داسي خلک به هم وي دا اوس چې زه او ته د کوم ژوند خاوندان یو د دې په شان د یوه ژوند غوښتوونکي او هیله من به وي.

نو د دې  لپاره چې خفګان او پریښانې مو دروازه را ونه ټکوی باید خپل ځان په نعمتونو کې وګورو .

دا چاره زموږ رواني روغتیا هم سالمه ساتي او روحاً موږ اراموی ځکه چې زموږ افکار مستقیماً زموږ د روان سره اړیکه لري که چېرته موږ همیشه د هغه شیانو په هکله فکر کوو چې موږ یې نه لرو یا ورته لاس رسی نه لرو ؛ نو موږ به همیشه د پریښانیو ښکار یو او که چېرته موږ هغو نعمتونو ته چې خدای جل جلاله راکړي فکر وکړو؛ نو موږ به طبعاً یوه خوښ، ارامه او له رواني اړخه سالم او د پريښانیو څخه په امن کې و اوسو.

٤: شکر ګزاره اوسه!

د خدای جل جلاله په نعمتونو په شکر ویستلو او قناعت کولو سره کولای شو روحي ارامتیا ترلاسه کړو.

همدارنګه په شکر ویستلو سره خدای جل جلاله زموږ په مال کې لا برکت اچوي چې په دې هکله د کایناتو څښتن په خپل کتاب کې فرمایي:

لَاِن شَکرتُم لَاَزِیدنکُم. الا اخر الایة.

ژباړه: که چېرته تاسو د الله په نعمتونو شکر وباسﺉ؛ نو زه به خامخا زیاتوالي ورپه برخه کړم.

نو د دې لپاره چې لا د الله جل جلاله له نعمتونو څخه برخمن شﺉ نو له خدایه همیشه منندوی اوسﺉ!

٥: لری اوسﺉ!

ډېري داسي کارونه او عادات شتون لري چې تاسو به د هغو په تر سره کولو سره ځان ناارامه احساسوﺉ.

دا هم ولولئ:   له مطالعې مخکې باید یو څو مهم ټکي په نظر کې ونیول شي / احمد طارق خلیلي

یا شاید داسي ملګري ولرﺉ چې ستاسو د روحيی د خرابوالی او ستاسو د ارمتیا د له منځه وړلو سبب به ګرځي نو د دې لپاره چې روح مو ارامه او د سکون خاوندان و اوسﺉ ښه به دا وي چې له هغه خلکو، کارونو څخه لري و اوسﺉ له کومو سره چې ځان نا ارامه احساسوﺉ.

هر هغه څوک یا کار چې منفي احساس درکوي ځان تري ټول ونیسه تر څو ارامتیا تجربه کړﺉ.

٦: مسولیت پزیره اوسه!

د خپل مسولیت پيژندلو او په سمه توګه سرته رسولو سره به د ارامتیا احساس وکړﺉ.

که چېرته تاسو بې پروا او نامسولیت پزیره اوسﺉ نو تاسو به حتمن ناارامتیا تجربه کړﺉ.

نو د ارامتیا د ترلاسه کولو لپاره د مسولیتونو پيژندل او په سمه توګه سرته رسول اړین دی.

٧:📿ذکر کوه!

د روحي ارامتیا د لاسته راوړلو لپاره ذکر کول یوه ډېره ښه لاره ده. که هر څومره په پريښانیو، غمونو او مشکلاتو کې ښکیل یاست نو د الله په یاد

سره به مو ټوله ستړیا ختمه او زړه ته به مو سکون خامخا راځی.

د الله په یاد سره زړونو ته اطمینان حاصلېږي نو ددې لپاره چې روح مو همیشه خوښ و اوسي نو د الله ذکر کوﺉ.

الله جل جلاله فرمایي:

الا بذکرالله تطمین القلوب. الایة.

ژباړه: خامخا به د الله په ذکر سره زړونه اطمنان مومی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*