د ټولنیزو اړیکو ارزښت / عطاالله صافی

لیکنه: عطاالله صافی

اړیکې وپالۍ خو زړه هېچا پورې مه تړئ، د هر زخم درمل شته خو د زړه د ماتیدو درمل نشته، د ښه ژوند کولو هنر زده کړئ او خپل ژوند وکړئ!

انسان ټولنیز مخلوق دی او اړیکې د ټولنیز ژوند یوه مهمه برخه ده په اړیکو کې عمق فکر کول، تلل تشخیصول، اوغوره انتخاب د سترو خلکو ځانګړنه ده

خوشباوري وژونکې ده، ډېر کله داسې هم کېږي چې یو انسان موږ ته ځان پاک نفسه ژمن او وفادار حسابوي او په ډېر مهارت سره ځان ډېر در نږدې کوي په یو ډول نه یو ډول ستاسې باور خپلوي ان تر دې حده چې ته به فکر کوي چې کاااش همدې کس سره باید کلونه وړاندې معرفی شوی وم اننګېرې به چې اوس هم ناوخته نه دی د همدې کس راتګ به خپل ژوند ته خوشبختې ګڼې کاملاً باور به پرې لرې د ژوند هره سړه او توده به ورسره شریکوي غواړې به چې ډېره ناسته پاسته ورسره وکړې ډېر یې واوري ډېر یې وغږوې په لیدو به یې ستا زړه تسکین کوي د ژوند ټولې خوښۍ به دې ورپورې تړلي وي، اما همدغه شخص به داسې ماته درکړي چې انسانیت نه به دې کرکه وشي په تش میدان به دې یک تنها پرېږدي، دا ډول خلک په ډېر مهارت سره په شاتو کې زهر درکوي چې وخت یې پوره شي داسې دې خوشې کوي چې زړه به دې وچ درد کوي ځمکه به ځای نه درکوي لاسونه به مروړې خو هېڅ به په لاس نه درځي

که له یوې بلې زاویه فکر وکړو ځیني خو ان د مینې په نوم ستاسې ژوند ته تصادفي راشي د مینې او مئینتوب دعوه کوي ښه پریمانه مینه هم درکوي

دا هم ولولئ:   د انسان فکر؛ تر ټولو غوره ټېکنالوژي / قریب آرین

په ځا دې مئینوي احساساتو او عواطفو سره مو لوبې کوي اما کله یې چې ټاکلی وخت پوره شي بیا دې په تش میدان پریږدي، تاسې بیا د زړه په رنځ اخته کوي ذهني ګډوډۍ او اضطراب سره مو مخ کوي هره شیبه به رنځېږې له ژونده به زړه توری یې په هېڅ شي به دې زړه نه ښه کېږي د دنیا ټول نعمتونه به درته هېڅ وي.

دنیا له ډول ډول انسانانو ډکه ده څنګه چې د انسانانو چهرې مختلفې دې همداسې د خلکو فکر خوی، رویه، کردار، طبعیت هم مختلف النوع دی

منل شوې قاعده ده چې حقیقي مینه پای نه مومي، برعکس ډېرو له ډېرو نه د مینې په پلمه خوشالي اخیستې په بدل کې یې درد وغم ورکړی

انسان ته الله تعالی په دې دنیا کې یو ځل ژوند ورکوي انسان ته بویه چې له هېچا له ژوند، احساساتو او روان سره لوبې ونکړې

ژوند به څومره ښکلی وه، چې نن کرکه وې نه چل وی نه دوکه، مینه وی مهرباني وی شفقت وی او خواخوږي وي.

په یاد ولرئ هغوی تاسې ورته له زړه نه ګران یاست هېڅکله مو یواځې نه پرېږدې فاصلې د هیچا مخه نشي نیولی هغوی چې تاسې ورته په حقیقي معنا زړه کې ځای لرئ کالونه_کالونه روسته بیا هم تاسې ته راځې د وصال غږېږه درته پرانیزي

داسې ژوند تېر کړئ چې خلک مو په شتون وویاړي نورو ته ایډیال او الګو جوړ شئ، خلکو ته خیر ورسوی څومره مو چې وس وي له نورو سره خاص د خدای رضا لپاره ملګرتیا، مینه او مهرباني وکړئ

دا هم ولولئ:   د ذهن آرامولو شپږ لارې چارې

انسان پخپل زات کې ډېر نازک دی ډېر ژر ماتېږي همداسې په یوې حقیقي او خوږې خبرې ډېر ژر رغیږي روحیه اخلي را ژوندی کېږي ولاړیږي او ژوند ته متوجې کېږي

داسې ژوند وکړئ چې ان انسانان مو ستاسې په نه شتون کې ستاسې خاطراتو سره ژوند وکړي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*