د انسان فکر؛ تر ټولو غوره ټېکنالوژي / قریب آرین

لیکنه:قریب آرین

ډېر کسان د ځان د مدیریت او ودې لپاره د خپل فکر ټېکنالوژي کاروي. ستاسې پۀ ذهن کې ډېر څۀ موجود وي، خو پر هغې کار نۀ ويشوی او دا د فکر څرنګتیا ده، چې ستاسې لاشعور را ویښوي او د پنځؤنې لامل کېږي.

هغه کسان چې د خپل فکر پر ټېکنالوژي باورمن وي، پر مخ یې د پرمختګ ټولې لارې پرانېستې دي. ټېکنالوژي او هر بل انساني پنځؤنه دانساني فکر زېږند دی. پس دا ویلی شو، چې زموږ فکر خپله یوه عالي ټېکنالوژي ده. دا اوس پۀ موږ پورې اړه لري چې لۀ دې ټکنالوژۍڅخه څۀ ډؤل ګټه اخلو.

د بريا او ناکامۍ پۀ تړاو، ستاسې دواړه فکرونه منفي/مثبت پرځای دي، خو مثبت فکر ستاسې ژوند جوړوي. برعکس، پۀ منفي افکاروسره ستاسې ژوند پۀ دوزخ بدلېږي. هغوی چې مثبت فکر کوي، وده او پرمختګ کوي؛ ځکه فکر یې د ودې او پرمختګ پر لور سوق کېږي. کۀ تاسې خپل ژؤند د مثبتې روحیې پۀ سیسټم مدیریت کړﺉ، پۀ ژوند کې به مو ژور بدلون راشي. د انسان فکر ډېری لۀ باورونو سرچینهاخلي، اوس کۀ ستاسې باورونه مثبت او غوره وي نو ژؤند او شخصیت مو ورسره وده کوي، خو کۀ باورونه مو منفي او پرېوتي وي، فکر موهم تر اغېز لاندې راولي او دا پۀ لوی لاس پر ځان د ودې او پرمختګ د لارې بندؤل دي. کۀ لۀ تاسې سره دا فکر وي، چې انجنیر کېږﺉ، پۀهمدې مثبت فکر ارومرو انجنیر کېږﺉ. کۀ یو څو ځله پۀ ریاضیکي مضامینو کې پاتې شوﺉ، ځان منفي افکارو ته مۀ سپارﺉ، ځکه منفيافکار مو د انجنیر کېدو مخه نیسي، خو کۀ دا فکر کوﺉ چې «ځه دا خو پکې راځي راتلونکی ځل به کوښښ ؤکړم چې پۀ هېڅ مضمونکې پاتې نشم…»، دغه مثبت فکر تاسې تر خپل منزل پورې رسؤلی شي. ننسبا عامه ټېکنالوژي پر دې کار کوي، چې څنګه فکر کنټرولکړي، خو دا هم د فکر محصول دی. د فکر ټېکنالوژي تر هغۀ څۀ لوړه ده، چې نن سبا یې موږ د عامې ټېکنالوژۍ پۀ توګه پېژنو. تاسې کۀهر څومره د ورځې دود ټکنالوژیکو توکو؛ موبایل، کمپیوټر او روباټیکو څیزونو ته لاسرسی ولرﺉ، دا ستاسې لۀ پرمختګ سره یوازې د یوېوسیلې پۀ توګه مرسته کوي او بس. خو هو، کۀ د خپل فکر ټېکنالوژي چې موبایل او روباټ یې هم محصول دي وکاروﺉ؛ ستاسې فکر،وړتیاوې، حافظه، د پېژندنې او درک قوت ټول ورسره لوړېږي. ډېر کسان لۀ دې امله خپله فکري ټېکنالوژي لۀ لاسه ورکوي، چې د نورو دفکر پر محصول (ټېکنالوژۍ) متکي وي. تاسې شپه او ورځ پۀ کمپیوټر کې کار ؤکړﺉ، دا د بل چا د فکر محصول دی او تاسې یوازېتقلیدي عمل کوﺉ، یا د یوې وسیلې پۀ توګه کار ترې اخلئ، خو کۀ تاسې خپل فکر وکاروﺉ او پۀ دې ټېکنالوژي کې د یوۀ نوي څیز پرپنځولو غؤر وکړﺉ، دا به ستاسې د فکر غوړېدا وي. ستاسې پۀ ذهن او فکر کې همدا اوس آنلاین ټېکنالوژي موجوده ده. تاسې همدا شېبهلکه د انټرنېټ نړۍ، چې زرګونه خلک سره نښلوي، پۀ خپل ذهن او فکر کې پۀ زرګونو مفاهیمو سره رد او بدل کوﺉ. نو د خپل فکر او خپلشته استعداد پۀ غوړېدا او ښکاره کؤلو کې مخکښ اوسئ. ستاسې تفکر باید تل پۀ حرکت کې وي، پر یوۀ نوي څیز غور وکړئ، څو دا نویڅیز یوه نوې آیډیا او نوې ټېکنالوژي وزېږوي. ټېکنالوژي تاسې تر یوۀ محدود وخت پورې شتمن او موړ ساتي، چې کال پرې تېر شيوروورو خپل ارزښت لۀ لاسه ورکوي، خو شتمن او مبتکر ذهن ستاسې ارزښت دوامدار ساتي او د ټېکنالوژۍ تولیدګر اړ دي، چېستاسې پیروان پاتې شي.

دا هم ولولئ:   روښانتیا ته کار؛ د ننګرهار په کامه کې ګرځنده کتابتون جوړ شوی

نو پۀ همدې اساس ویلی شو چې: “د انسان فکر تر ټولو لوړه او غوره ټېکنالوژي ده“.

نوښتګر اوسئ!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*