د همت ټوټه؛ بې لاسو سړی څنګه د سپورټي موټر ځغلونې اتل شو؟

پرمختګ

F3B53F01 0093 4C37 B738 D93379582B8F
وارسا: بارټک اوستافوسکي د موټرسایکل ځغلولو سیالیو اتل و، په ۲۰۰۶ کال کې یې یوې بوږونکې پېښې پر مهال ټپ ولید او دواړه لاسونه یې پرې شول.
داسې فکر کېده چې دغه پېښه د اوستافوسکي د بریالي ژوند پای او د یوې بدبخته او محتاجه دورې پيل دی، خو داسې ونه شول…!
د دغه پولنډي ځوان دواړه لاسونه پرې شوي، خو بیا هم ماته ونه منله، په خپلو پښو یې موټر چلاوه او د مسلکي سیالیو اتل شو.

3EF9DC91 9909 46D5 B892 0FA25DD495A5

په شل کلنۍ کې د دغه ورزشکار دواړه لاسونه پرې شوي وو، خو ده بیا هم خپله هڅه کوله او دا یې لیدل چې آیا یوازې په پښو موټر چلولای شي که نه؟
په همدې هلو ځلو یې پوره درې کاله تېر کړل او بیا داسې وخت هم راغی چې دغه پخوانی معذور انسان په خپل کار کې بریالی شو.
اوس یې ټول خلک سیالۍ ویني او دی په نړیوالو سیالیو کې یوازې په خپلو پښو موټر چلوي.
دغه سړي د ځان لپاره یو ځانګړی موټر ساز کړی دی. په ماشین کې یې ځینې بدلونونه راوړي او یو جلا ډول ګیربکس یې په کې نصب کړی دی.
اوس دا سړی په ښي پښه موټر ته رېز ورکوي، په چپه پښه اشترګ تاووي او د اوږو په وسیله د موټر ګیر کنټرولوي.
بارټک په یوه مرکه کې ویلي: (له دې سختې پېښې وروسته زه په حل لارې پسې وګرځېدم، ځان سره مې وویل چې بیا د موټر چلولو لپاره باید څه وکړم؟ په پولنډ کې مې داسې یو کس ولید چې دواړه لاسونه یې نه وو، خو موټر یې چلاوه، د هغه سړي لیدو راته لوی همت راکړ او ځان سره مې وپتیله چې یوه ورځ به زه هم سپورټي موټر چلوم.)
د همت دغه ټوټې انسان په سپورتي موټر چلولو کې هم تر ټولو سخته برخه انتخاب کړه چې هغه ډرافټ یا د موټرو ښویول دي. کله چې موټر تېز تاوېږي کاواکه شي چې بیا یې قابو کول سخت وي، دا کار ځيرک ذهن او بیداري غواړي.
په ۲۰۱۹ز کال کې دغه کس د پولنډ په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ چې ۵۰ موټروانانو سره سیالي کوله، په هغو ټولو کې یې ۹ مقام خپل کړ.
خو کال مخکې یې بیا د ډرېفټ به یوه پراخه سیالۍکې له ټولو روغو او مسلکي موټر چلونکو لومړی مقام وګاټه. په همدې خاطر دغه کس ته د پولنډ خلک اتل وايي.

دا هم ولولئ:   د G7 هیوادونه کوم دي او ولې یې G7 بولي؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*