خوب مې ولید چې واده مې وکړ؛ خو هېڅکله مې خپله مېرمن ونه لیده/ حکمت الله همت

لیکوال: حکمت الله همت

تېره شپه مې خوب لیدو چې واده مې وي؛ خو مېرمن مې درک نلري.

خانان له بنګلو، غریبان له جونګړو، مالدار له پلازو، چارواکي له دولتي ودانیو راوتلي وي، کورته مو نږدې سړکونه او پارکونه داسې د شوراو نېکمرغه غږونو ډک وي، چې په هغه بل سر کې یې هېڅ هم نه ښکاري، نه د کورو دېوالونه خالي پاتې وي، خلک ټول را ټول وي، حقحیران شم چې دا څه کیسه روانه ده واده مې وشو، خو مېرمن مې ونه لیده.

خوب کې همدا د مېرمنې د نشتون په اړه فکر کوم چې ناڅاپه ډېر دروند او په زورور اواز د ډول او سورڼي غږ پیل شي، یو غټ لښکرځوانان لګیا وي، غټې غټې د آتڼ دورې یې جوړې کړې وي آتڼ کوي، ټولو خلکو د خوښۍ نوې جامې په ځان کړې وي او په درز لګیا ويڅوک کار کوي، څوک په آتڼ وي، هر څه جوړ شي او واده برابر شي.

زه په منډه منډه د یو ځوان خواته ورشم او پوښتنه ترې وکړم، چې دلته څه روان دي، تاسې دومره تیاری چاته نیولی، غواړئ څه وکړئ؟ داڅه روان دي؟ خیر خو به وي؟ ځوان په ځواب کې راته ووایي: “ډیرې پوښتنې مه کوه؛ راځه مخکې شه واده د دئ، زه د ځان سره غليووایم چې تاسو خو هر څه وران کړل، ستاسې واده به همداسې وي؟ مېرمن مې څوک او چېرې ده؟ ځوان ددې پوښتنې ځواب نه راکوي! خو کار دوام لري، زه کله یو خوا، کله بل خوا منډې وهم؛ هېڅ نه پوهېږم چې څه وکړم او په زړه کې مې دا اندېښنه وي چې هر څه یې ولېراته په بل مخ کړل، غرق په همدې فکر او سوچ کې یم او په خوب کې مې نور هم خوب یوسي!

دا هم ولولئ:   چیونینګ شکالرشیپونه؛ د افغان غوښتن‌لیک ورکوونکیو نامعلوم برخلیک

یو وخت چې کله په خوب کې د خوبه راپاڅم، هر څه تیار شوي وي، ماته په ژوند کې یو نوی ژوند جوړ شوی وي! د خوب په کوټه کې مېعجیبه د خانۍ او پادشاهۍ تخت جوړ وي، د ټولو په شونډو مسکا خوره وي، د خپلوانو او ملګرو له زړونو غمونو او بدمرغیو کډې کړې ويټول خاندي، ټوکې ټکالې روانې وي، خو ځینې کسان بیا هم لګیاوي نورې تیارۍ نیسي.

له ما سره همدا اندېښنه وي چې خدایه دا خلکو څه شروع کړي دي؟

په همدې سوچ او فکر کې یم ناڅاپه غږ شي چې هغه ده راغله! هغه ده راغله! زه هم ورخطا شم او ناببره ورغږ کړم، څوک راغله؟ خلکځواب راکړي، اوس به یې خپله وګورې؛ ګورم چې یوه ملاله په تور نقاب کې، په ونه دنګه خو په تن لږ ډنګره د ډله نورو نجونو سره را روانهوي، کله یو خوا، کله بل خوا ټولو تیاریو ته وګوري، په ځینې نجونو غږ کړي، چې دا کار که په دې طریقه ترسره شوی وای ښه به وو او کلهنورو نجونو ته مشوره ورکړي، چې دا کارونه به دا شان مخکې یوسو.

شپې ته واده شي، د نکریزو نقشونه واچول شي، لاسونه سره شي، نوې جامې او کالي واغوستل شي، زما ژوند ورو ورو په یو نوي شکللکه یوه نمونه جوړ شي، خو دا ځل هر څه بل رنګ وي، مېرمن مې وي، خو پخپله خوښه، سندرې، نغمې، آتڼ او داسې په درز کې سورڼیروان وي، د ودانیو هر دېوال او هره خښته خوښه ښکاري، د خلکو په شونډو هم مسکا او په خوله یې خندا ځکه ښه ښکاري، چې واده اوهر څه زما په خوښه ترسره شوي دي، خو د ما سره په خوب کې یواځې دا اندېښنه وي، چې دا کار چا او د څه لپاره یې وکړو؟ په خوبکې مې بې خوبي هم ډېره شي.

دا هم ولولئ:   زموږ مات شوي باورونه/ فرید قربان

وروسته زه په منډه منډه د نکاح خونې ته لاړشم، د نکاح خونه په داسې شان او انداز جوړه شوې وي، مېرمنې مې داسې سینګار کړیوي، چې ټول خپل خپلوان یې نندارې ته راځي، زه اجازه واخلم او د ننه لاړ شم؛ ګورم چې همدا ملاله د ډېرو نورو نجونو په منځ کې ناستهوي، ما لا لیدلې نه وي خو دا خبره یې واورم، چې نجونو ته یې کوله: “زمونږ د ژوند لوی ارمان او هیلې همدا وې، چې پخپله خوښه وادهوکړو دا دي شکر تر دې ځایه راورسېدو، ددې خبرې په اورېدو سره زما رنګ تک سور شي، د ډېرې خوشحالۍ په جامو که نه ځایږم، پهمخ مې د خوشحالۍ تړمې تړمې اوښکې را روانې شي، د زړه درزا مې زور واخلي؛ خو زه همدلته د نکاح په خونه کې ړنګ او بې هوښهشم، نور نو په هېڅ نه یم پوه او خبر شوی، مخکې له دې چې خپله مېرمن ووینم د خوبه راویښ شم؛ سوړ نفس واخلم او له ځان سره ووایمچې خدایه! ای کاش چې دا خوب مې ریښتیا شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*