د ګابریل ګارسيا مارکز د ژوند حاصل د هغه له خپلې ژبې / منتشر شاهي

ژباړه: منتشر شاهي

په ۱۵ کلنۍ کې په‌ دې پوه شوم، چې ميندې له ټولو ښې پوهيږي او کله نا کله پلرونه هم.

په ۲۰ کلنۍ کې په دې پوه شوم، چې غلط کار هيڅ ګټه نه لري اګر که په ډيرې ځيرکتيا ترسره شي.

په ۲۵ کلنۍ کې په دې پوه شوم، چې يو نوی زيږيدلی ماشوم مور له يوه اته ساعته ورځې او پلار له يوه اته ساعته شپې محرومه وي.

په ۳۰ کلنۍ کې په دې پوه شوم، چې قدرت د نارينه جاذبه ده او جاذبه د ښځينو قدرت.

په ۳۵ کلنۍ کې مې پام شو، چې راتلونکی هغه څه نه دی چې انسان ته په ميراث پاتې وي؛ بلکه هغه څه دی، چې خپله به يې درته جوړوې.

په ۴۰ کلنۍ کې پوه شوم، چې د خوشبختۍ راز په دې کې نه دی، چې د خپلې خوښې دنده ولرې بلکې په دې کې‌ دی، چې له خپلې دندې‌ سره‌ مينه‌ ولرې.

په ۴۵ کلنې کې مې زده کړل، چې د ژوند ۱۰٪ هغه شيان دی چې انسان ته پيښيږي او ۹۰٪ نور يې نوموړی لس سلنې ته څنګه عکس العمل ښودل دي.

په ۵۰ کلنۍ کې پوه شوم، چې کتاب د انسان بهترين ملګری او په پټو سترګو پيروي يې بدترين دښمن دی.

په ۵۵ کلنې کې پوه شوم، چې وړې پريکړې په مغزو او لوې پريکړې بايد‌ په زړه وکړو.

په ۶۰ کلنۍ کې مې پام شو، چې بې له مينې قرباني ممکنه ده مګر بې له قربانۍ مينه ناممکنه ده.

په ۶۵ کلنۍ کې مې زده‌کړل، چې انسان له اوږد عمره د خوند اخيستو لپاره بايد وروسته له هغو خوړو چې لازم دي هغه خواړه هم وخوري، چې خوند ورکوي.

دا هم ولولئ:   څنګه په ځان باور پیاوړی کړو؟

په ۷۰ کلنۍ کې مې زده کړل، چې ژوند د ښو پرو درلودو مسأله نه؛ بلکې په بدو پرو د ښې لوبې هغه‌ ده.

په ۷۵ کلنۍ کې پوه شوم، چې انسان تر هغې چې فکر کوي نه دی رسيدلی، خپل رشد او کمال ته دوام ورکوي او همدا چې ګمان يې وکړ، چې رسيدلی، له نزول سره مخامخېږي.

په ۸۰ کلنۍ کې پوه شوم، چې مينيدل او د يو چا مينه کيدل د نړۍ تر ټولو خوږ خوند دی.

په ۸۵ کلنۍ کې پوه شو، چې ژوند ډير ښکلی دی.

1 Comment

  1. جالبې تجربې يې شريکې کړې دي، خو متاسفانه چې بعضي شيان يې ډېر وروسته تجربه کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*