يو څوک څرنګه هېر کړو؟/اجمل جنت

لیکوال: اجمل جنت

Young businessman reading a contrct in cafe and thinking it over

په اوس وخت کې ممکن له ډېرو سره دا پوښتنه وي چې څوک هېرېدای او یا له زړه ویستل کېدای شي، په تېره هغه څوک چې له ډېر وختراهیسې دې ورسره وخت تېر کړی او اړیکه پاللې وي؟

دا چې ولې یو انسان غواړي یو څوک هېر کړي، تر شاه یې بېلا بېل علتونه وي، دی که دا پرېکړه کوي نو بله لاره ورسره نه وي او د ځانژغورنې، ځان جوړونې، کورنۍ، راتلوونکي او ژوند کولو لپاره دا کار کوي، بالاخره نهایي افشن او پرېکړه یې همدا وي چې دا انسان بایدهېر کړي، ځکه په ورځنیو چارو کې یې یاد لاسوهنه کوي، ځوروي یې او ژوند کولو ته یې نه پرېږدي.

د هېرولو چاره ممکن ستونزمنه وي خو ناشونې نه ده، کله چې موږ پر ځان باور ولرو نو هر ډول کږلېچنه او سخته لاره هوارولای شو، یعنېکه غر لوی دی پر سر یې لار شته“.

بله خبره داده چې د یو چا په هېرولو کې موږ ډېر ځله ځکه پاتې راځو چې موږ دا له وړاندې منلې چې ولا نه یې شو هېرولای، سخته ده.

ومنئ ټول مشکل په همدې ځای کې دی، کله چې داسې باور ولرو نو په حقه یو، هيڅکله به یې په هېرولو ونه توانېږو او تل به یې د یادونو پهسیم خاردار کې ګیر یو.

څښتن تعالی د انسان په وجود کې د هېرولو خاص صفت ایښی دی، انسان که وغواړي نو کولای شي، هغه څوک چې یاد یې تل دیځوروي هېر کړي، یعنې هېرېدل یو داسې څه دي چې تر ډېره د انسان په اختیار او واک کې دي.

البته یوه خبره باید په یاد ولرو چې ارواپوهنې ثابته کړې هیڅ داسې پېښه، حالت، خاطره او څوک چې انسان ورسره په ژوند کې یو ځل مخشوی وي، د تل لپاره نه ورکېږي، بلکې د ذهن په لاشعوري/ناخوداګاه برخه کې خوندي کېږي.

دا سمه ده چې په لاشعور کې هم له پرتو مسایلو او پېښو څخه شعور اغېزمن دی، خو په عامه مانا لاشعوري معلومات او اطلاعات موږهېرېدل بولو.

دلته له هېرولو زموږ هدف د ذهن له شعور برخې د یو چا لاشعور ته ښکته کول دي او له هغه مسایلو نه ځان ساتل دي چې د انسان لهلاشعوره یوه پېښه، کیسه، خاطره اوشعور ته راتداعي کوي یعنې رایادوي.

دا هم ولولئ:   استاد پسرلی؛ په افغاني کرکټر کې د انساني ارزښتونو مدافع! - ارشاد رغاند

خو دا کار ناڅاپه او ژر نه کېږي، د هېرېدو دا پروسه  وخت غواړي او په تدریجي ډول مخته ځي.

دلته پر ځینو مهمو ټکو او لارو بحث کوم چې په عملي کولو سره يې کولای شو هغه څوک چې نور ورسره زموږ اړیکه درلودل هیڅ ګټه نه لرياو یوازېنۍ همدا لاره راپاتې وي چې باید هېر یې کړو یعنې د ذهن له فعالې برخې څخه یې وغورځوو.

په یاد ولرئ چې ددې هر اصل منل او پلي کول اړین دي، که چېرې یې یو هم پاتې کېږي نو مانا داده چې هېرېدل سختېږي.

۱. اراده او پرېکړه کول!

لکه څنګه چې واضح ده تصمیم او پرېکړه د هر کار د ترسراوي لپاره لومړنی اصل دی او خورا ډېر ټنګار پرې کېږي، نو دلته هم تر هر څهدمخه باید ته دا پرېکړه وکړې چې زه غواړم هغه شخص هېر کړم، څومره مو چې په دې تړاو اراده غښتلې وه او تصمیم مو قوي و، پههماغه کچه به د هغه/هغې په هېرولو وتوانېږئ.

خو بیا یې هم وایم که چېرې په دې تړاو زړه نا زړه واست او پر ځان مو دا باور نه درلود چې زه یې هېرولای شم او یا مو دا فکر کاوه چېدا کار امکان نه لري؛ نو بې ځایه خواري مه کوئ، مثبته پایله به ترلاسه نه کړئ!

۲. اړیکه ورسره مه ساتئ!

که غواړئ چې یو څوک مو هېر شي نو هغه ټولې لارې بندې یا وتړۍ چې تاسې له هغې سره وصلوي.

موبایل، واټسپ، فیسبوک، تګ راتګ اوټولې وسیلې چې تاسې له هغې سره اړیکه کې ساتي بند کړئ.

که احیاناً ستاسې تماس ورسره اړین وي، پرته له تماس نه کېږي، دنده وي یا کوم بل ضرورت موجود وي، نو پوره کموالی پکې راولئ،اضافه مسایلو ته وخت مه ورکوئ، هماغه رسمي اړیکه داسې وپالئ چې تر دې ورهاخوا سره بلکل یو و بل پېژنئ نه او که شونې وه چېځای دې بدل کړئ، ناراستي پکې مه کوئ، هغه ځای پرېږدئ چې یو ځای مو سره پکې وخت تېر کړی وي؛ ځکه هلته هر څه ستاسې دځورېدو باعث کېږي.

۳. په تړاو یې بحثونه مه کوه او مه اوره!

هغه څوک چې غواړې هېر یې کړې، په تړاو یې مه له نورو اوره، مه خپله وایه او مه پرې تبصرې لوله.

دا هم ولولئ:   د څار ډولونه Types of Control

هغه ځای پرېږده چې پر هغه/هغې پرې بحث کېږي، صفت او غیبت یې کېږي او که دې وس رسېدو نو ملګري او دوستان دې منعه کړه چېاړونده موضوعات نور ونه شاربي.

۴. پام او توجو ورته مه لره!

کوم څوک چې ته غواړې هېر یې کړې په کیسه کې یې مه اوسېږه، تشویش ورته مه کوه او دا فکرونه له ځان سره مه کوه چې اوس به چېرتهوي، له چا سره به وي، څه به کوي، د خوراک، څښاک او پوښاک فکر یې مه کوه، دا چې څه به کوي، ویښ به وي، ویده به وي؟ اودا هرڅه پرېږده.

ددې پر ځای د ځان په کیسه کې دې شه، خپله موخه ولره، ورته حرکت پیل کړه، راتلونکی دې وسنجوه، ځان دې مصروفه کړه او د ځانپېژندوونکی او جوړوونکی شه.

۵. عکسونه او پیغامونه یې مه ساته!

ډېر خلک له ځان سره پخواني عکسونه او پیغامونه خوندي ساتي، وایي چې هغه نشته دا خو یې شته؛ خو پر دې باید پوه اوسو چې همداعکسونه او پیغامونه د وخت په تېرېدو سره خپله مانا بدلوي، یو وخت هغه عکس چې ډاډ او سکون به یې دربخښه اوس يې په لیدلو سرهدردمن کېږي، خفه کېږې او زجر درکوي.

که یو وخت یې ستاسې د مینې احساس پیاوړی کاوه خو اوس به دې په هر ځل لیدلو سره زړه داغي؛ نو که غواړې دا کس هېر کړې نو داټول عکسونه او پیغامونه له منځه ویسه، یو عکس او پیغام یې هم پرې نږدې، بلکل یې پرې نږدې، هر څه ختم کړه.

۶. لاس نښې او ډالۍ یې له منځه ویسه!

د هغه/هغې لخوا درکړل شوې تحفې چې ته هر ځل وینې، ماضي ته دې وړي، مایوسه کوي دې، خفه کوي دې، افسوس به کوې، خو څه بهنه ترلاسه کوې؛ نو ددې لپاره چې له دې کړاوه بېغمه شې هر ډول چې وي دا لاس نښې او ډالۍ له ځانه لرې کړه، ورکې یې کړه، کهاحیاناً کوم څه ډېر مهم وو او د غورځولو نه وو، نو بېرته یې ورولېږه او که دا امکان نه و، یو اړمن او یا بل چا ته یې ورکړه، خو ته یې لهځان سره په هیڅ صورت مه ساته او مه یې د بیا درلودو فکر کوه.

دا هم ولولئ:   د وخت مدیریت!!

۷. په ماضي (تېر وخت) پسې افسوس مه کوه!

تېر وخت تېر شو، بیا دا سوچونو او فکرونه مه کوه چې کاش داسې مې کړي وای، کاش دا کار مې کړی وای، کار داسې شوي وای نواوس به داسې نه کېده.

مه!

دا د زړه خوراک نور پرېږده، تېر وخت ته مه ورګرځه او مه ورپسې افسوس کوه، مه چاته تېرې شوې کیسې او خاطرې بیانوه، اوس وختاو ځان ته دې متوجې شه، خپلې کورنۍ ته دې پام وکړه او عزت او درناوی یې په سترګو او ذهن کې ولره.

۸. له یوازيتوب څخه ډډه وکړه!

ځان یوازې مه پرېږده، یوازې په یوه خونه او ځای کې مه پاتې کېږه، تنهايي هغه شخص دریادوي، یقینا چې ځوروي دې؛ بنده کوټه او لهخلکو څخه لرې والی دې د یو چا په هېرولو کې بریالی کولای نه شي، پر ځای یې وګرځه، قدم ووهه، سپورت وکړه، کار وکړه، چکر ته لاړشه، کورنۍ او ملګرو سره وخت تېر کړه، خو په هیڅ صورت ځان یوازې مه پرېږده.

۹. غمجن شیان مه اوره!

غمجن فلمونه مه ګوره، خفه کوونکي موسیقي او سندرې مه اوره، همدارنګه دردوونکي شاعري، کیسې او ناولونه هم مه لوله.

که ددې شیانو عادت لرې نو پر ځای یې خندوونکې ویډیوګانې/فلمونه وګوره او هڅونکي، انګېزه بخښوونکي او ځان جوړوونکي کتابونهډېر ولوله.

پر دې سربېره هغه څوک چې اوسمهال له یو بل چا سره اړیکه لري، ورسره مه پاتې کېږه، غوږ ورته مه ږده/مه یې اوره، ځکه چې د هغویبرخورد او خبرې اترې هم پر تا مستقیماً ژور اغېز کوي، خپله کیسه دریادوي او بیا دې راپاروي.

۱۰. خدای ته رجوع وکړه!

تر ټولو مهمه او زرینه لاره داده چې له خدای تعالی سره اړیکه پیاوړې کړې، د تشویش پر مهال تلاوت وکړې، پر خپل وخت د لمونځ پابنداوسې او په ژبه ذکر ولرې؛ یقینا په دې سره د انسان زړه نهایت تکیه کېږي، سکون او ارامښت دربښي، بې شکه چې تر څښتن تعالیغوره خواخوږی او مددګار څوک نشته، ځان وروسپاره.

د هېرېدو نور موارد به هم وي خو پورته لس هم که پلي/عملي شي، ډېره مرسته له یو چا سره کولای شي چې تر څو یو څوک هېر کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*