ذهن او وېره / فريد ستانکزی

راټولونکی: فريد ستانکزی

ځينې اشخاص په خپل ذهن کې وېرې او ډار ته ځای ورکوي , د ژوندانه په بهير کې له هرې خوا تهديدېدل , راتلونکې ته اندېښنه پر ځانباندې نه باور د سپکاوي , تحقير او بې کفايتۍ احساس د انسان په ذهن کې وېره منځته راوړي, د ساري په توګه داسې خلک شته چې لهخپل راتلونکي څخه وېره کې دي.

هر وخت په ذهن کې ورتاوېږي, که چېرې سپين ږيری شم , څوک به مې لاس نيوی کوي؟

که حالات خراب شي او زه له سختې غريبۍ سره مخ شم , څومره بد حالت به راباندې راځي؟

که چېرې له کاره ولوېږم, د خلکو د پيغوره به شم, هر څه مې چې کړي, هر ځه مې چې په لاس راوړي, له لاسه به يې ورکړم, که چېرې لهکومې سختې ناروغۍ سره مخ شم , څوک به مې پالنه کوي؟

خو موږ بايد پوه وو, چې د راتلونکي وړاندوينه هېڅوک نه شي کولی, ژوند همدا اوس دی, موږ چې تراوسه پورې خدای تعالی عزتمنساتي يو , ايا له دې وروسته به مو ونه ساتي؟

ايا موږ دا ډول وېرې تروخت مخکې او بې ځايه نه دي؟

ايا موږ په دې ډول بې مفهومه خيالي وېرو باندې چې تر اوسه پورې يې لاهېڅ واقعيت نشته د ژوند شېبې نه ترخوو؟

په دې کې شک نشته چې داسې څوک به نه وي چې په خپل باطن کې دې هېڅ ډول وېړه ونلري, خو ځينې خلک د ويرې دغه احساس پهذهن کې دومره پالي, چې خپل ټول کنټرول د وېرې لاسو ته سپاري,

هو! ټول وخت ستونزې دومره سړی له پښو نه غورځوي, لکه له هغو څخه چې کومې وېرې موږ په خپل زړه کې ګرځوو ,

دا هم ولولئ:   ‎د ساختمان مدیریت!

#پايلې

(د ډار او وېرې هېڅ حقيقت نشته, دا ذهن دی چې حقيقت ترې جوړوي,دا منلی حقيقت بيا ستاسې د ژوند پرټولو چارو اغېز کوي, تاسېلږ خپل ځانونه فطري حالت ته راوړئ, خپل ماغزه په کرار کړئ, خپله خبره د پای ټکی مه بولئ, ستاسې نوره هېڅ ستونزه نشته!)

(له ځانه سره ووايي : زه د ژوند له هرې چارې سره په زړورتوب مخ کېږم, په زړورتوب فکر کوم, په زړروتوب عمل کوم او زړورتوب خپل شعارګرځوم!).

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*