د لیکوالۍ راز /حکمت الله همت

لیکوال: حکمت الله همت

لیکنه او لیکوالي په ورځني ژوند کې په خپل ځان تر ټوله ښه پانګونه ، د خپلو پټو وړتیاوو د لټون لپاره ښه لاره، او په دې کار سره به ټولنې ته ګټور تمام شوي وو. که غواړئ چې نوم او نښان مو تل تر تله ژوندی پاتې شي ، یا داسې ژوند وکړئ چې ولیکل شي او یا هم داسې لیک وکړئ چې ولوستل شي.

د لیکنې او لیکوالۍ ځينې پټ  رازونه او هغه مهم پړاوونه شریک درسره شریک کوم. کوم چې: په لیکنه کې له تاسې سره مرسته کوي تر څو په لوستلو سره یې د لوستونکي توجه جلب او له لیکنې لوستلو مو خوند واخلي ، لیکنه مو تر آخره ولولي.

الف: خپلې لیکنې ته څه ډول سر ليک غوره کړو؟ 

لکه څرنګه چې په ټولنیزو رسنیو کې د یو خبر ۵۰ سلنه جزئیات په خبري سرټکو او پاتې یې په بشپړه برخه کې خپریږي، په لیکنه او لیکوالۍ کې هم یو ځیرک او غښتلی لیکونکی هغه وخت خپلې لیکنې ته د لوستونکو توجه زر اړوي چې د خپلې لیکنې جذابیت یې په خپلو ځانګرو ځایونو کې نغښتی وي. که غواړئ لیکنې مو تر ټولو زړه راښکونکې، ډېر لوستونکي ولري ، له لوستلو  یې لوستونکي خوند واخلي او لیکنه مو تر پایه ولولي.  لمړی ګام(د سرلیک ټاکل) په ډېره ښه توګه ترسره کړئ او وړاندوینه مې داده چې خپلې لیکنې ته ډېر د معنی او جذابیت ډک سرلیک وټاکئ

ب: څه ليکئ؟ 

څه لیکئ! فرض کړئ همدا اوس مو قلم او کاغذ په لاس، غواړئ په لیکنه پیل وکړئ. ستاسې دوهم ګام: غواړئ څه ولیکئ؟ دا هغه مرحله ده چې تاسې د خپلې لیکنې ۲۵ سلنه کار دلته آسانه کوئ د موضوع ،لیکنې اړخ،لیکنې ډول په ټاکلو سره له سرلیک وروسته ۵۰ سلنه کار ساده کوئ او ځانته د پرمختګ لاره ساده کوئ تر څو د موضوع د ټاکلو وروسته په آسانۍ سره د نوموړې موضوع په اړه خپل پوهاوې او نظر وړاندې کړئ او ولیکئ

دا هم ولولئ:   غواړئ ښه ليکوال شئ!?

ج: څنګه يی ليکئ ‌؟

اوس مو چې کار تقریبأ بریا ته نږدې کړی دئ د خپلې لیکنې پنځوس سلنه کار مو په سرلیک او د موضوع په  ټاکلو سره ځانته اسانه او ساده کړ ددې وخت رارسېدلی چې دریم ګام واخلو خپله بریا او موخې ته نږدېوالی 

۷۵ سلنه کړو . 

دریم قدم: یو مهمه او اساسي برخه ده په دې پړاوو کې تاسې د خپل سرلیک او لیکنې د اړخ ټاکلو ته مسئوول او ذموار کیږئ ، تاسې ته پکار ده چې مټې ونغاړۍ بسم الله کړئ او خپله لیکنه په یوه ځانګړي چوکاټ او فارمټ کې پیل کړئ. هغه کېدای شي یوه غوښتنلیک، مکتوب، مقاله،کتاب او ….. نور اختیار ستاسې دئ چې څنګه او په کوم  فارمټ کې یې لیکئ ادامه ورکوئ او مخکې ځئ 

د:  په ليکنه کې مخکې له دې چې په ليکنه پيل وکړو (اساسي ټکي ) ټاکل څومره رول لري؟

په لیکنه کې د لیکنې اساسي ټکي چې په فارسي ژبه کې ورته کلیده واژه ویل کیږي او په انګلیسي کې keywords ویل کیږي نوموړو ټکو ته زمونږ د لیکنې د ملاتیر(ستون فقرات) هم ویل شوه : ځکه یوه لیکنه په هغو ټکو کې رانغښتې وي کوم چې د لیکنې مهم ټکي او د پام وړ جملې دي. همدغه ټکي د لیکنې د اساسي ټکو په نوم یادیږي. که غواړئ چې د خپلې لیکنې اسکلیټ(چهارچوکاټ) په ښه شکل لمړی جوړ او وروسته جزئیات پکې ځای په ځای کړئ مخکې له دې چې لیکنه پیل کړئ د لیک او تشریح لپاره هغه ټکي وټاکئ کوم چې غواړئ په لیکنه کې یې په اړه په پوره وضاحت او فصاحت سره بحث وکړئ 

دا هم ولولئ:   د انسان په اړه د پوهانو نظرونه_ حسیب الرحمن ساحل

ه: چاته يې ليکئ؟

اوس نو سختئ او تکلیف مرحلې تېرې شوې ددې وخت رارسېدلی چې خپلې پایلې لکه د جشن او ښادۍ شغلې د آسمان په لوري وشړئ او لاسته راوړنه مو د قلم په وسیله د کاغذ پر مخ راوړئ او  یې ولمانځې :مګر هېره مو نشي چې لمړی خپل سیال تول کړئ او بیا خپل جشن  تولې(تلې) ته په کتلو سره ولمانځئ . دا په ډاګه کړئ چې ستاسې سیال یا لوستونکی مخاطب څومره د ادبي لیکنو او ادبیاتو پوهاوی لري؟ رسمي لیک لیکئ ؟ مقال یا کتاب لیکئ ؟ 

او یا خپلې/خپل د زړه ټوټې ته لیکنه کړئ؟ هو!  لیکنه مو دومره په ښکلو،خوږو او د مینې او په غنچې په شان کلمو او جملو ګلالۍ کړئ چې د هر ټکي په لوست او لیدو یې د لوستونکي زړه له ښادۍ او خوشحالۍ په قفس کې په نڅا او درځا راشي او لیکلي احساسات او عواطف مو د سر په سترګو ولولي او د زړه په سترګو یې واوري او خوند ترې واخلي.

 نه! غواړم رسمي لیک(دندې ته غوښتنلیک،مکتوب،یا د ازموینې راکړل شوې کورنۍ دنده یا مقاله ) ولیکم. دلته:پکار ده چې په خپله لیکنه کې دومره د ذکأ،جزالت،انسجام او فصاحت کار واخلئ تر څو ستاسې  (Boss)رئیس نیمې وړتیاوې او خاص استعداد په لیکنه کې درک کړي او په پوره حاکمیت او ډاډ د شارت لیست شوو نوم لیکونکو په قطار کې تر ټولو لمړی ستاسې نوم کړۍ کړي او د انټریویو لپاره مو پوره لیوالتیا وښیي ښه راغلاست درته وایي. 

دا هم ولولئ:   پښتون شاعر عبدالرحيم مجذوب څوک و؟ / جاوید مسرور

ریښتیا! زه د لیکوالۍ تجربه لرم : غواړم د خپلو لیکنو د ساتلو او ژوندي پاتې کېدلو لپاره خپلې لیکنې په یوه کتاب کې راټولې او ټولنې ته یې وړاندې کړم ،په دې کار سره به هم زه خپلې ټولنې ته ګټور/ګټوره و شمېرل شم او هم به مې په دې کتاب او لیکنو خپل شان لوړ او نوم ژوندی ساتلی وي. دا هغه وخت دئ چې تاسې په یوه پیاوړي لیکوال او ادیب بدل شوي یاست غواړئ خپله مبارزه لږ پراخه کړئ او د ټولنې په سطحه د مبارزې ډګر ته دانګۍ ،تاسې په یوه مشهوره او غښتلې څېره بدلیږئ تاسې ته ډېره زیاته اړینه ده چې  خپلې لیکنې په دومره لوړه سطحه،غني ادبیاتو کې ولیکئ تر څو نورو لیکونکو او د لیکوالۍ مینه والو ته یوه ښه نمونه او لارښوود وګرځئ. په دې پړاوو کې ستاسې په لیکنو کې ډېر لوړ ادبیات، کره پښتو او د پښتو د خپلو او اصلي لغاتو او جملو جوړښت دومره اړین دئ چې ستاسې په لیکنه کې باید په سبک او چلونو بحث وشي او د لیکوالۍ ډول مو لویو لویو لیکوالانو ته د لیکوالۍ یو ځانګړی هنر ، چل او نمونه وګرځي. 

پای !

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*