پښتون شاعر عبدالرحيم مجذوب څوک و؟ / جاوید مسرور

جاوید مسرور

د پښتو ژبې، ادبي، فرهنګي، سياسي او حماسيتاريخ په نړۍ کې خورا پخوانی دی؛ د نړۍ زياتو تاريخ پوهانو پښتانه څېړلي، کړنې يېورته کتابي کړي او تاريخونه يې ورته خوندي کړي دي.

د پښتنو په ذکاوت، شجاعت، مېړانې، مېلمه پالنې او زړورتيا کې هېڅ شک نشته دی؛ يوازې بې اتفاقۍ، د يو او بل نه منلو، رخې او بېځايه غیرت پښتانه پڅ، خوار او د سيالانو له کتاره شاته پریښي دي.

خوشال خان بابا۴۰۰ سوه کاله پخوا د پښتنو له بې اتفاقۍ، غفلت، بې ځايه دښمنۍ، سرتمبګۍ او ناغېړيو څخه سر ټکولی او ډېر ځلهيې لهخپلو‌ پښتنو شکایتونه کړي دي.

پښتانه که ادم زاد دي

په خویونو کې هناد دي

چې په دغو کې یو ښه شي

د هغه د سر جلاد دي

نه د پلار په ویل کار کا

نه په نغوته د استاد دي

***

اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو

کنه مابه د مغل ګريوان پاره کړ

موږ پښتانه تل په خپله پښتنه کورنۍ کې د خوشال بابا، رحمان بابا، حمزه بابا، ملنګ جان بابا او،  د نورو نامتو شخصيتونو د تشېارمان کوو؛ مګر په ژوندوني د پورته ياد شوو شخصیتونو پهلار‌ روان د درنو  اشخاص کړنې او قربانۍناديده ګڼو، په ژوند يې نه ملاتړ کوواو نه يې د فکر پالنې او فکري تقویې لپاره زمينه سازي کوو.

ښاغلی عبدالرحيم مجذوب هم د پښتنو له ټبره د ګوتو په شمار لهڅو هستیو څخه يو و، چې تازه يې د ژوندپور پرې کړ او د ابد پر لورروان شو.

دا هم ولولئ:   د څار ډولونه Types of Control

انا لله وانا الیه راجعون

عبدالرحيم مجذوب څوک و؟

د پښتو معاصر منظوم ادب مخکښ شاعر او لیکوال عبدالرحیم مجذوب د پښتونخوا د لکي مروت سيمې اوسېدونکی و.

عبدالرحیم مجذوب په پښتو ادب کې جدیده، افاقي او هر اړخیزه شاعري کړې ده.

مجذوب یوازې شاعر نه بلکې یو عالم انسان هم وو.

عبدالرحيم مجذوب د  خانانو په کورنۍ کې زېږېدلی دی، لسم ټولګی يې د سرای نورنګ نه پاس کړی، دولسم يې د ډېره اسماعيل خان اوڅوارلسم يې د پېښور اسلاميه کالج او بيا يې د پېښور پوهنتون د لا کالج څخه د وکالت ډګري ترلاسه کړې وه.

تازه د نامتو شاعرښاغلي مجذوب د مړينې خبر خپور شو، چې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي سربېره  د سيمې ګڼو شخصيتونويې پر مړينه خواشيني څرګنده کړې ده او د نوموړي کړنې يې ستايلي دي.

د مجذوب د شاعرۍ بېلګې:

بې وسي د قناعت په معنا پوی کړم

نه د چا منت راباندې نه احسان شته

***

ته خو روان شوې، په مجذوب دې خاورې واړولې

ستا انتظار به تر قيامته کړم اشنا په قبر

***

تم شه ګله اوښکې مې لا تم نۀ دي

لا خو مې کتلي درته سم نۀ دي

ښکلي چې ما وګوري، مسکا کوي

زه به لېونی یمه، دوی ګرم نۀ دي

غم د جدايي په زړه غلبېل کړمه

دا شانې سيخونه خو د زغم نۀ دي

پوی دي د مجذوب په زړګي پوی دي ښه

ښکلي که وليان نۀ دي څه کم نۀ دي

استاد اسدالله غضنفر یې په اړه یو ځای کې لیکلي دي: غني خان که د پاچاخان زوی نه وای او ټکر یې شعرونه سندرې کړې نه وای؛اوس به دی هم لکه عبدالرحیم مجذوب ډېرو نه پېژندلو.

دا هم ولولئ:   منطق؛ له کومه راغی؟

وایي دواړه ګړدودیز شاعران دي.

اروښاد مجذوب صاحب هم خپله ځان ته تر حمزه بابا او قلندر مومند په غزل کې درېیم مقام ځان ته ورکړی دی.

وایي:

وایي قلندر چې غزل چرته ده؟

ښه وایي مجذوب ته غزل پاتې ده

شاعر او لیکوال عبدالرحیم مجذوب د ۸۷ کالو په عمر خیبر پښتونخوا کې وفات شو. نوموړی له څه مودې راهیسې ناروغ و. ښاغلی مجذوبد خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې زېږېدلی و، چې تر اوسه یې د شعر اته ټولګې چاپ شوې دي. د عبدالرحیم مجذوب د نثر یوهټولګه هم چاپ شوې ده او د شعر لومړنۍ ټولګه یې ۱۹۵۹ کال کې چاپ شوې وه.

عبدالرحیم مجذوب د لکي مروت له سرای نورنګ او پېښور پوهنتونه زدکړې کړې وې او د قانون برخه کې یې له همدې پېښور پوهنتونه لوړېزدکړې سر ته رسولې وې.

عبدالرحیم مجذوب د خیبر پښتونخوا باچا خان پوهنتون د پخواني مرستیال مشر فضل رحیم مروت پلار و.

خدای بخښلي مجذوب صاحب په نوي او په زړه پورې انداز، خواږه شعرونه ویلي دي، چې  پر پښتو او پښتنو یې لوی احسان کړی دی.

روح یې ښاد اروا یې مسته!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*