هغه تېروتنې چې غمجن خلک يې ترسره کوي/ارمان مهربان

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

خوښې انتخاب دی. د خوشاله او د خوښې وړ ژوند لپاره د سهولتونو رامنځته کولو لپاره هېڅ راز معذورت نشته. موږ ډېری وخت د بد او خفه حالتو درلودو لامل نور خلک( د ژوند ملګری/ې نږدې دوستان،کورنۍ او نور ګڼو. په داسې حال کې چې ددې هرڅه مسؤليت موږ پخپله لرو. خوشالي هېڅ ده. فقط په خپلو هغه کړنو کې بدلون رامنځته کول دي چې ستاسو خوښی درڅخه غلا کوي. موږ هڅه کوو چې په دې لنډه ليکنه کې درته ځينې هغه تېروتنې دروښيو چې ستاسو د خفګان لامل ګرځي.

۱- هېڅکله داسې مه انګېرئ چې موقع مو له لاسه ورکړه!
د ژوند هره لحظه حتی «دا اوس هم» يو نوی پيل دی. درې کوچنی کليمې کولی شي چې تاسو د ماضي له دردونو،ننګونو څخه د يو مثبت فکره راتلونکي او نوي صبا په لوري راهي کړي.
«له نن څخه» دا کليمې ډېرې ساده دي خو اغېز يې ډېر زيات دی.

۲- له لاسه وتلي اړيکې د خفګان لامل مه ګرځوئ!
ژوند هميشه هم موږ د هغه خلکو سره نه مخ کوي کوم چې موږ غواړو. خو که بيا هم له داسې خلکو سره مخ شوئ لامل يې دادی چې مرسته درسره وکړي،مينه درسره وکړي،ومو دردوي او په ټوله کې درته قوت او انرژي درکړي. ترڅو هغه کس درڅخه ساز کړي چې تاسو يې د جوړيدو هيله درلوده.

۳- د نورو د خوشالولو لپاره خپل شخصیت مه بدلوئ!
خلک چې هر څه وايې،په کيسه کې يې مه کېږئ. ددې پر ځای چې ووايئ ولې نور خلک زما په څېر نه دي؟ ښه ده چې ووايو ولې زه د نورو په اړه پر انديښنه کولو خپل وخت ضايع کړم. ژوند ددې لپاره نه دی چې له موږ دې هر څوک خوښ وي.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / دویمه برخه

۴- پر خپلو شتو تمرکز ولرئ!
ښايي ډېر کسان به مو ليدلي وي چې خپل پرېمانه شتو او نعمتونو يې سترګې پټې وي، خو هغه څه چې نه يې لري او يا يې هم په وس نه دي انديښنه او تشويش کوي.

۵- څه چې بدلوی نه شئ په اړه يې انديښنه مه کوئ!
په ژوند کې بهترين شيان د بد وخت او سختو تجربو په پايله کې رامنځته کېږي. خوښه ستاسو ده که د تېر شوي وخت او سختو تجربو بنديوان جوړېږئ او يا هم که له دوی زده‌کړه کوی ترڅو ښه او نيکمرغه ژوند ترې ساز کړئ.

۶- له نورو مو خپلې خوښۍ مه ځاروئ!
هېڅ وخت ځانته دا اجازه مه ورکوئ چې د نورو د خندولو لپاره خپله خوشحالي ځار کړئ. ژوند د خلکو  خوښ ساتل نه دي
ژوند له نورو سره د خوشالۍ شريک کول دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*