وړیا پرلیکه (آنلاین) کورسونه/محمد ابراهيم رحیل

لیکوال: محمد ابراهيم رحیل


په نړیواله کچه د زده‌کړه‌ییزو فرصتونو په ډېرېدو سره ګڼ‌شمېر پرلیکه کورسونه هم د نړیوالو نامتو پوهنتونونو لخوا په وړيا توګه پر مخ وړل کېږي چې پکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زده‌کړیالان په بېلابېلو برخو کې په هره کچه په زده‌کړو بوخت دي. د دې کورسونو د ترسره کولو د وړیا والي ترڅنګ بله ګټه دا ده چې پکې نوي او اپډېټ شوي معلومات ترلاسه کولای شئ. همدا راز د هر کورس په پای کې له ټاکلي تصدیق‌پاڼې څخه په‌خپله کارمخینه کې د زده‌کړې برخې د غني کولو لپاره هم ګټه اخیستلی شئ.
دلته د هر کورس تر لنډې پېژندنې وروسته، ورته د دننه کېدو پیوند ځای کړل شوی؛ د هر یوه تر څارلو وروسته د نړيوال اعتبار لرونکي تصدیق‌پاڼې هم ترلاسه کړئ:

۱) د (Saylor Academy) وېب‌پاڼه او کاریال:
دا زده‌کړه‌ییزه پل‌سټه د پرلیکه زده‌کړو لپاره یوه غوره لاره ده چې زده‌کړیالانو ته بېلابېل وړیا کورسونه لري چې د هرې دورې په پای کې وړیا تصدیق‌پاڼه هم وړاندې کوي. د دې پل‌سټې د کورسونو لړۍ په دې توګه دي چې یې هره دوره ځانګړي درسونه او څپرکي لري چې د ټولو تر څارلو وروسته د هرې دورې په پای کې بېله پرلیکه آزموينه وي؛ که چېرې په آزموینه کې مو (۷۰+) نمرې ترلاسه کړې، په مستقیمه توګه برېښنالیک ته مو د هماغې دورې د پای‌‌ته رسولو تصدیق‌پاڼه په (PDF) بڼه درلېږل کېږي. د وېب‌پاڼې د پرانیستلو لپاره لاندې پیوند کېکاږئ:
https://www.saylor.org/credit/

۲) د (Coursera) وېب‌پاڼه او کاریال:
دا هم یوه پرلیکه زده‌کړه‌ییزه پل‌سټه ده چې د سټنفورډ پوهنتون له‌خوا د ګڼو نورو پوهنتونونو په مرسته رامنځته شوې او د کمپيوټر ساینس، سوداګرۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، انجینیرۍ او ساینس، صحي علوم، ټولنیز علوم، حقوق، سیاست او د بهرنيو ژبو اړوند د لېسانس او ماسټرۍ تر کچې د بېلابېلو کورسونه درلودونکې ده. د یادونې وړ ده چې په دې وېب‌پاڼې کې کورسونه وړیا دي، خو که چېرې غواړئ سند یې ترلاسه کړئ، نو اړ یې څو پکې ټاکلي بیه یې پرې کړئ. له دې زده‌کړه‌ییزې پل‌سټې څخه د ګټې اخيستنې لپاره له پلې‌سټور/اپ‌سټور څخه یې کاریال راښکته کړئ او یا یې هم په مستقیمه توګه وېب‌پاڼه وڅارئ. د وېب‌پاڼې د پرانیستلو لپاره لاندې پیوند کېکاږئ:
https://www.coursera.org

دا هم ولولئ:   اوس / قیام صدیقي

۳) د هاروارډ پوهنتون پرلیکه کورسونه (Harvard Online Courses):
په دې وېب‌پاڼې کې هم ګڼ‌شمېر کورسونه د اړوند پوهنتون د پروفيسورانو له‌خوا پر مخ وړل کېږي. د وېب‌پاڼې د پرانیستلو لپاره لاندې پیوند کېکاږئ:
https://www.harvardonline.harvard.edu/

۴) د (Udemy) وېب‌پاڼه:
دا وېب‌پاڼه تر ۱۵۰۰۰۰ ډېر پر لیکه وړیا او لګښت لرونکي کورسونه لري. د وېب‌پاڼې د پرانیستلو لپاره لاندې پیوند کېکاږئ:
https://www.udemy.com/courses/free

۵) د (edx) وېب‌پاڼه:
په دې پل‌سټې کې هم ګڼ‌شمېر کورسونه د نړۍ له نامتو پوهنتونونو څخه د لوړ کیفیت لرونکي زده‌کړه‌ییزو موادو په لرلو سره شتون لري چې په بېلابېلو برخو کې یې د شاوخوا (۲۰) میلیونو په شمېر زده‌کړیالان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په پرلیکه بڼه په زده‌کړو بوخت دي. د وېب‌پاڼې د پرانیستلو لپاره لاندې پیوند کېکاږئ:
https://www.edx.org/

۶) د (Alison) وېب‌پاڼه: په دې وېب‌پاڼې کې د پرلیکه سوداګرۍ د مهارتونو د لوړتيا لپاره بېلابېل زده‌کړه‌ییز کورسونه په وړيا ډول شتون لري.
د وېب‌پاڼې د پرانیستلو لپاره لاندې پیوند کېکاږئ:
https://alison.com/courses/business

۷) د برتانيې سفارت لخوا وړیا پرلیکه کورسونه (British Council):
دا کورسونه هم لنډ مهاله او وړیا دي چې د هر کورس په پای کې زده‌کړیالانو ته تصديق‌پاڼې ورکوي. د وېب‌پاڼې د پرانیستلو لپاره لاندې پیوند کېکاږئ:
https://scholarshipintl.com/opportunity/british-council-free-online-courses-2022-2023/

۸) د (LinkedIn Learning) وېب‌پاڼه:
https://www.linkedin.com/learning/

۹) د (Future learn) وېب‌پاڼه:
https://www.futurelearn.com/

۱۰) د (Khan Academy) وېب‌پاڼه:
https://www.khanacademy.org/

یادونې:
• سره له دې چې د ډېرو کورسونو څارل او تصدیق‌پاڼې (دواړه) وړیا دي، مګر په ځینو کې یې د تصدیق‌پاڼې لپاره پیسې غواړي؛ که د ټاکلو پیسو پرې کولو ته لېواله نه‌یئ، کولای شئ د اړوند کورس له پای‌ته رسولو څخه وروسته د خپلې پېژندنې نمبر یادښت او په کارمخینه کې مو ذکر کړئ چې دا هم د بشپړ اعتبار وړ ده.
• د دې کورسونو د پیل لپاره اړینه ده چې باید لږ تر لږه وشئ کولای د انګرېزي ژبې له متنونو څخه مفهوم واخلئ.
• د ښو پايلو د ترلاسه کولو لپاره هر کورس په ځیر توګه وګورئ، د خپلې خوښې وېب‌پاڼې کې مو خپل پېژند جوړ کړئ او بې له ځنډه د خپلې خوښې کورس پیل کړئ.

دا هم ولولئ:   د شخصيت جوړونې اړين ګامونه_جميل ځاځی

سپڼ:_____________
° کاریال: اپلیکېشن
° وېب‌پاڼه: وېب‌سایټ
° پرلیکه: آنلاین
° پل‌سټه: پلېټفار
° پیوند: لېنک
° تصديق‌پاڼه: سرټیفیکېټ
° کارمخینه: CV
° راښکته کول: ډانلوډول
° پېژند: ID، اکونټ

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*