ځان اوبښه او له سرہ یې پیل کړ‎ہ/صفیه عارفي

لیکونکې:صفیه عارفي

فکر کوم تر ټولو اغیزہ ناکه پیل د یوې نوې لارې او بدلون لپارہ ھمدا جمله دہ؛کله مې چې دا سرلیک وټاکه تر مخه د دې چې بحث او لیکلپرې شروع کړم لومړې مې ھمدا سرلیك په ټولنیزې رسانیو کې نشر کړتر څو د خلکو افکار او نظر راټول کړم!

په ټولو کې د دوو نفرو خبرې زما ذھن خپل خوا ته واړوہ:لومړۍ ھغه چې راته لیکلي وو:”له کوم ځای څخه یې پیل کړم

او دوھمه ھغه چې لیکلي وو:”وای نشم یې کولی

په ھر پل اخیستلو د پیل کیدو ځای دہ؛او د پیل کولو سرہ سم ھر څه کیدونکي دي او دا مه ھیروہ چې ھر څه په آزمایښت کولو تر لاسهکیږي.د ھر انسان په ژوند کې سختې او آرامې شیبې شته زیرک انسان ھغه دې چې د خلاصون لارہ زر پیدا کړي او د پلمو له څوکۍراښکتې شي!

کله چې له دوی  سرہ مې د زړہ خواله شروع کړہ حیرانه پکې ډوبه شوم یوہ یې تکړہ ډاکټرہ او د افغانستان په داسې شرایطو کې چېټولې ھمزولې یې په کور ناستې او دا ملاله وظیفه ترسرہ کوي او ماته د ژوند له وړو وړو ازغیو چې لا یې په پښو کې ندي تللې گلایهکوي!

ویل یېد خلکو له خبرو ستړي یم،ھیڅوک له ما نه راضی کیږی او ھیڅوک ماته پام نه کوي فکر کوم ډیرہ بې ارزښته یم او دا منم چې ماله خپل ځان سرہ ظلم کړئ او کوم یې،زہ تل خپل وخت بربادوم او له دې قیمتي وخت څخه گټه نه اخلم..”

دا هم ولولئ:   د ځان درناوی به څنګه کوو؟؛ ځان درناوی مو پرځان باور زیاتوي!

دا خو راسرہ منئ چې ھر څوک اشتباہ کوي!

او دا ھم منې چې د خلکو خولې خو تل خلاصې وي او خبرې یې ھم لکه اوبه روانې وي؛پریږدئ چې دوې خوشحاله وي او څنگه چې دويخپل ځان بې ارزښته کړی تاسې یې خبرې بې ارزښته کړئ او خپل ارزښت او مقام د دوي په الفاظو کې مه لټوئ! ھر څه چې تاسېغواړئ ھغه تاسې پخپله ځان ته ورکولای او اخیستلی شی او د خپل طمع او توقع کچه راښکته کړئ تر څو ژوند مو آسانه شي؛دا مه وایهچې نور څه ورته وکړم تر څو له ما راضی او خوشحاله شي څه ته خو خدای نه یې چې باید له تا راضي وي؛زہ خو خلک وینم چې له دېلوی خالق نه ھم راضي ندي.د ھر کار په ترسرہ کولو یواځې خپل نفس او وجدان ته سکون وربښه او بس؛یعنې ھر څه د خالق رضا لپارہکوہ نه د مخلوق!

ځان اوبښه؛ھر خطا دې چې کړي ټول اوبښه او د یو نوي پیدا شوي ماشوم په څیر ژوند پیل کړہ ھر قدم دې په پورہ پام اخله لکه څنگهچې نوی په پښو شوې ماشوم له ھرې لویدو او ژوبل کیدو سرہ بیا ھم پورته کیږي او خپلې لارې ته دوام ورکوي ته ھم ھمداسې د خپلوټاکلو مخو ته د رسیدو لپارہ دوام ورکړہ!

اوس به ځینې اندک رنجه ویونکي به دا وایي چې ژوند دومرہ آسانه ندہ لکه تا چې په لیکلو کې ھر څه نچوړکړل؛ھو بلکل صایب! درسرہمنم یې؛په یاد مې دي کله چې آدم (ع) او زمونږبي بي څخه خطا وشوہ الله تعالی د سزا په ډول دوی یې دېنړۍته راستون کړل! نوپوھیږم چې ژوند کړل آسانه کار نه دی خو یوازې ژوند کول معیار ندہ بختور ھغه دي چې ښه ژوند وکړي ځکه ښه ژوند کول یو فضیلتدہ.

دا هم ولولئ:   په کارځای کې د ښه چلند لارښوونې (درېیمه او وروستۍ برخه) / ژباړه: احمد طارق خلیلي

ډاکټرې راته وویل چې:”ما ھر څه ته ځان آمادہ کړخو زہ داسې چاته اړتیا لرم چې یوازې د پیل کیدو لپارہ ما ټیله کړي پر دې لارہ!”

عجیبه دہ؛زما په اند  چې تر ټولو ښه ھڅونکی خپل ځان دہ،ځینې وخت باید انسان دا ومني چې پر ځینو لارو باید یواځې تڰ وکړي بې لهکورنۍ،ملگري او مرستندیو؛ یوازې ته!

ځکه ته یې کولې شې ته پخپله یوہ نړۍ یې: مولانای رومي وایي: ھیڅگله د یواځیتوب احساس مکوه ځکه ستا دننه ټول کائنات دي!

کله دې چې پیل وکړ‎: ځواک،پیاوړتیا،جسارت او روښنایي د په خپله مل کیږي؛ ھاکان منگوچ (ترکي ژبې نومیالی لیکونکی)په خپل کتابکې د علی (رض) یو ښکلی کلام یاد کړئ:”درد ستا په خپل وجود کې دہ پوھیږې؟ درملنه ھم ستا په ځان کې دہ نه یې وینې؟

ما پر خپل ژوند کې داسې خلک اوبښل که چیرې ته زما پر ځای وی ھیڅکله به د بښلو فکر ھم نه وای کړئ نو پردي چې بښو ولې د خپلځان بښل او د خپل ځان لپارہ قرباني نشو ورکولی!

دومرہ دې خپل ځان د خلکو قدمونو خاورہ وگرځوله  څه دې ترلاسه کړل؟ کوم مقام یې درکړ؟ کوم نوم یې درکړ؟

نور د ځان ذلیل کول بس کړہ

نو دا چې راته وایې زه بې ارزښته یم؛غواړم په یوہ جمله کې ځان پوہ کړې: ستا ارزښت ستا په پرمختگ او بریالیتوب کې دہ!

دا هم ولولئ:   سفر وکړئ تر څو له ژوند خوند واخلئ / حکمت الله «همت»

د عود یا عنبر لرگی لومړی وسوځیږي او بیا پر ټول ځای کې ښایسته بوي خپورکړ‎ه نو ته ھم لومړي باید اول وسوځیږې او بیا به دې نړۍښایسته او خوندورہ کړې!.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*