ژوند څنګه تېرېږي؟ / همایون همت

لیکنه: همایون همت

یو انسان د زېږون څخه بیا تر سپین ږېرتوبه د ژوند مختلف پړاونه تېره وي.

له ستړیا نیولې بیا د ژوند تر سهولته، لوږې، تنده، خوشحالي، خپګان، او داسي نور ور باندې تېرېږي.

پر کوم مزله چي یې د ژوند لوړي او ژوري تېرې کړي وي، نو همدې لوړي او ژورې ډېر څه ور زده کړي هم وي.

شاید هیلې ډېرې او لوړي وي، خو هرې هیلې ته رسېدل ناشوني وي.

د ډېرو یوه هېله داوي چي د یلن ماسک غوندي یو شتمن کس واوسي، د رونالډو غوندي مشهوره وي، د نېلسن منډېلا په څېر سیاست مدارهوي، د ډاکتر ذاکر نایک په څېر یو نابېغه، یا هم د هېټلر په څېر جنګي وي.

یا دا هر څه کېدونکي نه دي، شاید له دې شیانو څخه یو واوسي، خو ټول نه.

ښه ژوند، ښه پیسې، ښه بچیان، ښه شهرت دا یوه ورځ ختمېدونکي دي.

زموږ پیغمبر تر ټولو ښه اخلاق، ښه سلوک، ښه ژوند، ښه سیاست او ښه سیرت در لودی.

نو زموږ یا د هغوی هیلې به څه وي؟

همېش باید هغه څه تعقیب کړو چي په هغه کې مو د ژوند لوری مثبت اړخ ته سوق کړي.

د ځان، کورنۍ او وطن د پرمختګ له پاره باید نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وسي.

خپل دین، خپل هیواد، او خپلو خلګو ته خدمت باید لومړیتوب وي.

په ورځنیو چارو کې له خلګو سره ښه ناسته ولاړه.

له ملګرو سره بې له چمه ملګريتوب.

د ستونزو په وړاندې له صبر او حوصلې کار اخستل.

په کور کې له مور، پلار، ورونو او خوېندو سره ښه چلند.

دا هم ولولئ:   خوږ ملګری ښه ژوند/ عبدالبصیر مومند

په کارونو کې راست کاره او صادق پاته کېدل.

په لږ څه، یا در کړل سوي مال باندي قناعت کول.

ځان او بچیانو ته ښه تعلیم او پوهه ور زده کول.

د الله ج او د هغه د رسول اوامیرو ته غاړه ایښودنه.

دا ټول هغه څه دي چي موږ یې باید د ځان وجبه وبولو.

او په ترسره کېدو کې یې ځنډ او بې غوري ونه سي.

هو! دا باید وکړو.

خو بعضي وخت ځیني کسان ناهیلې، او له ژونده یې ګیله وي، خو همدا ژوند درته د بریا لیتوب، او کامیابۍ نورې دروازې هم خلاسه وي،که موږ همت وکړو، او پر نا هیلۍ تکیه ونه کړو.

الله ج تر هرچا ښه لیدونکی، او اورېدونکی دی.

او تر هر چا ښه رزق ور کوونکی دی.

خدای مو راته لره.

ژوند ښکلی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*