ځیرک ماسک د کرونا د مخنیوي تر څنګ نور څه کارونه کوي؟

خالد یاسین

د (Razer Gaming Company) کمپنۍ ادعا کړې ده، چې د نړۍ تر ټولو غوره مخ ماسک یې جوړ کړی دی.
د دې ماسک نمونه (Prototype) د ټیک کنوانسیون کې نندارې ته وړاندې شوې. دا مخ ماسک پهٔ یو مایکروفون مشتمل دی، د کاروونکو غږ لوړوي، تر څو د ګډوډ/ ګونګ بیان مخنیوی وکړي.
دا مخ ماسک لهٔ شفاف پلاستیک څخه جوړ شوی دی، د دې لپاره چې خلکو ته د مخ د اشارې او شونډو د خوځولو لهٔ وجې مفاهمه اسانه وګرځي.
د دې مخ ماسک پهٔ ډیزاین کې فعال وینټیلیشن شتون لري، چې د هوا د تصفیې کار کوي.
همدارنګه پهٔ دې مخ ماسک کې ځانګړي لایټونه کارېدلي، چې د تیارې پهٔ مهال پهٔ اتوماټ ډول روښانه کېږي.

دا هم ولولئ:   معاش یې بند دی; خبریال په ژوندۍ خپرونه کې شکایت وکړ

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*