د نړۍ شتمن انسان او د ټکنالوجۍ او سوداګرۍ نابغه څهره؛ ایلن ماسک څوک دی؟

میراحمد یاد

ایلن ماسک افریقايي الاصله امریکايي متشبث او کاروباري شخصت دی چې په ۱۹۹۹ کال کې یې د ایکس.کام شرکت جوړ کړ (وروسته بیا په Paypel) بدل شو. په ۲۰۰۲ کال کې یې د SpaceX شرکت ساز کړ او په ۲۰۰۳ کال کې یې ټېسلا د موټرو جوړولو شرکت جوړ کړ. ماسک د خپل ژوند په درېیمه لسیزه (له شل کلنۍ تر دېرش کلنۍ) هغه وخت میلیونر شو چې خپل یو شرکت Zip2 یې د کمپک کمپیوټرو پر یوه شرکت وپلوره.

Elon Musk Says This Is the Ironic Other Reason Why Tesla is Moving to Texas  | Inc.com

ماسک په ۲۰۱۲ کال کې هله مشهور شو چې سپيس ایکس شرکت نړیوال فضایي مرکز ته لومړی سوداګریز توغندی ولېږه. د ۲۰۲۱ کال د جنوري په میاشت کې ماسک له جیف بیزوف مخکې او د نړۍ تر ټولو شتمن انسان شو.

SpaceX: The Future is Here - Relawding

ژوندلیک

ماسک د ۱۹۷۱ز کال د جون په ۲۸مه نېټه د سویلي افریقا په پریټوریا سیمه کې وزېږېده. ماسک به د خپلو نوښتونو په فکر کې دومره ډوب و چې د چا خبرې به یې نه اورېدلې، یوه ورځ یې ډاکتر مور او پلار ته مشوره ورکړله چې د غوږونو معاینه یې وکړي. په لس کلنۍ کې یې مور او پلار سره جلا شو او ماسک له هماغه وخته له کمپیوټري پروګرامونو سره لیوالتیا پيدا کړه. په دولس کلنۍ کې یې خپل لومړنی کمپیوټري پروګرام وپلوره چې د بلاسټر په نوم یوه کمپیوټري لوبه وه.

At 17, Elon Musk Had To Be Retested Since His Score Was Too High

ماسک په ښوونځي کې ډېر غلی او ګوښه ناستی هلک و، تر دې چې تر ۱۵کلنۍ پورې به نورو هلکانو واهه او ځوروه او ده بالاخره د ځان د دفاع لپاره کاراټې او پهلوانۍ ته مخه کړله.

دا هم ولولئ:   ‏‎د لومړنۍ ښځینه جریدې «ارشاد النسوان» بنسټګره څوک وه؟

How was the childhood of Elon Musk? - Quora

د ماسک مور مایي ماسک کاناډيي موډله وه. د ماسک د ماشومتوب پر وخت یې د کور ساتلو لپاره ۵ ځایه کار کاوه. پلار یې ایرول ماسک شتمن افریقايي انجینیر و. ایلن ماسک خپل ماشومتوب له ورو کېمبل او خور ټوسکا سره په سویلي افریقا کې تېر کړی دی.

Elon Musk's Mother Maye Musk Shares Tips for Raising Successful Kids

په ۱۹۸۹ز کال اوولس کلن ماسک کاناډا ته کډوال شو او هلته یې په کوینز پوهنتون کې د کاناډا د جبري عسکرۍ له خوندي کېدو لپاره داخله وکړله. په همدې کال یې د کاناډا تابعیت واخیست او یو دلیل یې دا و چې فکر یې کاوه له دې لارې د امریکا تابعیت اخیستل به ورته آسانه وي.

 

په ۱۹۹۲ز کال کې ماسک کاناډا پرېښوده او د پنسلوانیا په پوهنتون کې یې د کاروبار او فزیک زده‌کړې پيل کړې. هلته یې یو سند اقتصاد کې واخیست او دویم لسانس یې په فزیک کې وکړ.

How Elon Musk's mother inspired a family of entrepreneurs

له پنسلوانیا چې لاړ د کالیفورنیا سټانفورډ پوهنتون ته یې په فزیکي انرژۍ کې تر دوکتورا د زده‌کړې لپاره مراجعه وکړله. په همدې وخت کې انټرنېټ په اوج کې و او دی له داخلې دوه ورځې وروسته له پوهنتون ووت. ماسک په ۱۹۹۵ز کال کې د Zip2 په نوم شرکت جوړ کړ او په ۲۰۰۲ کال کې یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړ.

How Elon Musk Made Money Before Tesla | Money

شرکتونه:

زیپ ټو شرکت

په لومړي ځل یې له خپل ورور کېمبل ماسک سره په شریکه په ۱۹۹۰ کال کې جوړ کړ. دا یو آژانس و چې د ښار په اړه به یې پرلیکه معلومات ورکول او ډېر زر یې بیا د نیویارک ټایمز او شیکاګو ټریبیون ویب سایټونو لپاره محتوا برابروله. په ۱۹۹۹ کال دغه شرکت کمپک کمپیوټرو شرکت په ۳۰۷ میلیونه نغدو او ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ونډو وپېره.

دا هم ولولئ:   د سټیو جابز هغه ځانګړنې چې په نړۍ کې یې وځلاوه

Paypal

په ۱۹۹۹ کال کې چې یې شرکت وپلوره دواړو ورونو خپلې پیسې په ایکس ډاټ کام پرلیکه پانګونې کې واچولې. په ورپسې کال یې پی پال جوړ کړ چې اوس هم په همدې نوم چلېږي.

د ۲۰۰۲ کال په اکټوبر کې ماسک په لومړي ځل میلیاردر شو، ځکه دغه شرکت یې د Ebay له لوري په یونیم میلیارد ډالره واخیستل شو، خو ده یې بیا هم ۱۱ فیصده ونډې درلودې.

ماسک په ۲۰۰۲ کال د سپیس ایکس په نوم د فضايي څېړنو شرکت په دې نیت جوړ کړ چې فضا ته د سوداګریزو سفرونو لپاره به توغندی سازوي. تر ۲۰۰۸ کال پورې دغه شرکت ښه مخ ته لاړ او ناسا ادارې ورته لومړی قرارداد ورکړ چې نړیوال فضايي مرکز ته مالونه انتقال (کارګو) کړي.

د ۲۰۱۲ کال د می په ۲۲مه نېټه ماسک او سپيس ایکس یو نړیوال ریکارډ جوړ کړ او د نړیوال فضايي مرکز د ستورمزلو لپاره یې د فالکن ۹ په نوم توغندی یې له ۱۰۰۰ پاونډه اړینو توکو سره نړیوال فضايي مرکز ته ولېږه. دا لومړی ځل و چې یوه خصوصي شرکت نړیوال فضاي يي مرکز ته توغندی ولېږه.

د ۲۰۱۷ز کال په مارچ کې سپیس ایکس شرکت یو بل نوښت وکړ چې فالکن ۹ توغندی یې والوځاوه، خو پاتې شوني یې بېرته د بیاځل کارولو لپاره په بریالیتوب سره ځمکې ته را ښکته کړل.

د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې د امریکا دولت سپيس ایکس شرکت ته اجازه ورکړله چې د انټرنټي خدماتو وړاندې کولو لپاره، د ځمکې مدار ته خپل شخصي سټلایټ پورته کړي.

دا هم ولولئ:   کتاب لوستونکي د مینې او ملګرتېا لپاره غوره کسان دي!

په ۲۰۱۹ کال کې سپیس ایکس په لومړي ځل د ۶۰ سټلایټونو جوپه د ځمکې مدار ته ولېږله.

ټیسلا موټر

ټیسلا موټر یو پخوانی شرکت و چې په ۲۰۰۳ کال کې جوړ شوی او ماسک په شریک او د موټرو د ډيزاین اینجنیر و. دا شرکت د برښنایي موټرو د صنعت په برخه کې مخکښ دی.

په ۲۰۱۶ کال کې یې د سولر سېټي شرکت سره د ۲٫۲ میلیارده ډالرو پر ارزښت یو قرارداد اعلان کړ چې ټیسلا به ترې د برښنایي موټرو لپاره د لمریزې برښنا وسایل پېري. دا شرکت په ۲۰۰۶ کال کې د ماسک د کاکا بچو دده په مرسته جوړ کړی و.

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*