لس حیرانونکي او ګټور وېبسایټونه / خالد یاسین

خالد یاسین

انټرنټ د نننۍ نړۍ یوه حیاتي اړتیا ګرځېدلې ده، د انټرنېټ پهٔ ذریعه ستاسې او د نړۍ تر منځ فاصله یواځې تر یو کلیک را لنډه شوې ده. د نړۍ پر مخ اوسني پرمختګونه د انټرنېټ لهٔ برکته دي، ډېری سخت کارونه پهٔ ننۍ نړۍ کې د مصنوعي ذوکات (Artificial intelligence ) پهٔ مټ ډېر اسانه پهٔ او پهٔ کم وخت کې ترسره کېدلی شي.

نن دلته هغه لس جالب او کار اسانه کوونکي وېباسیټونه در پېژنو چې ډېر لږ خلک یې لهٔ شتون او استعمال خبر دي:

1: https://jitter.video

جېټر (Jitter) یو ساده، وړیا، اسانه او دوستانه وېباسیټ دی، پهٔ دې وېبسایټ کې پهٔ سلګونه داسې لهٔ مخکې جوړې شوې جالبېټېمپلټس شتون لري چې پهٔ مرسته یې تاسې پهٔ ډېرې اسانۍ سره ویډیوي انیمېشن جوړولی او خپل موبایل/ کمپیوټر ته راښکته کولیشئ.

2: https://www.photopea.com

دا وېبسایټ کټمټ د پوټوشاپ (Photoshop) بدیل دی، یواځې پهٔ دومره توپیر چې تاسې د پوټوشاپ غوندې اړ نهٔ یئ چې دا پهٔ خپلکمپیوټر کې انسټال/ نصب کړئ. بالکې د انټرنېټ پهٔ مټ پهٔ وړیا ډول پکې د پوټوشاپ اړوند ټول کارونه پهٔ خپل کمپیوټر/ سمارټ فون کېکولی شئ.

3: https://ninite.com

دا وېبسایټ تاسې ته دا توانایي درکوي چې د کمپیوټر اړوند ټول کارېدونکي ضروري اپلیکشنونه او ډرایورز یو ځای او پهٔ یو کلیک سره پهٔخپل کمپیوټر کې نصب کړئ.

4: https://www.pexels.com

د پکېسلز ډاټ کام پهٔ مرسته تاسې کولی شئ، د اړتیا وړ عکسونه پهٔ ښهٔ کوالېټي کې پهٔ وړیا ډول خپل کمپیوټر/ سمارټ فون ته را ښکتهکړئ.

دا هم ولولئ:   د افغانستان ۵ نړیوال هوایي ډګرونه وپېژنئ

5: https://www.duolingo.com

دا د ژبو د زده کړې لپاره بهترین وړیا وېبسایټ دی، چې د نړۍ تر ۳۰ زیاتې مشهورې ژبې پکې پهٔ غوره میتود، اسانۍ او لنډ وخت کېزده کولی شئ.

6: https://123apps.com

د اډیو، وېډیو او PDF فایلونو اړوند کارېدونکي اسانتیاوې لري. مثلاً که تاسې لهٔ یوې ویډیو څخه د کاپي رایټ یا واټر مارک(Watermark) لوګو ایسته کول غواړئ، د دې وېبسایټ پهٔ مرسته دا کار لهٔ تاسې یواځې یو کلیک لرې دی!

7: https://www.canva.com

دا وېبسایټ درسره د ګرافیک اړوند پهٔ کارونو کې ډېره مرسته کولی شي. د دې وېبسایټ پهٔ مرسته تاسې کولی شئ د خپل فېسبوک،انسټګرام، ټوېټر.. لپاره پهٔ اسانۍ سره ښایسته او ماډرن پوسټونه، پرېزنټشن، لوګو او نور جوړ کړئ.

8: https://www.wolframalpha.com

د دې وېبسایټ پهٔ مرسته تاسې کولی شئ، د ساینس، ریاضیاتو، ټکنالوژۍ، ورځني ژوند، کلتور او ټولنې اړوند پوښتنې پهٔ ډېرې اسانۍځواب کړئ.

9: https://hdtoday.tv

د دې وبسایټ پهٔ مرسته تاسې کولی شئ د هالیوډ سینما نوي او تازه فلمونه، سریالونه او نورې بهترینې خپرونې پهٔ وړیا ډول ننداره کړئ. د دې سهولت هم لري چې خپل یاد فلمونه، سریالونه او خپرونې خپل کمپیوټر/ سمارټ فون ته ښکته کړئ.

10: https://www.remove.bg

که تاسې غواړئ چې لهٔ خپلو انځورونو څخه شاتنۍ ساحه (بکګراونډ) پهٔ اسانۍ سره لهٔ منځه یوسئ. نو دا وېبسایټ یې ښه او اسانه لارهده. بس دومره وکړئ چې خپل د خوښې انځور پکې اپلوډ کړئ او د Remove Background پهٔ بټن کلیک وکړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*