د شخصيت جوړونې اړين ګامونه_جميل ځاځی

لیکوال: جميل ځاځی

که تاسې غواړئ چې يو ښه شخصيت ولرئ ، نو موږ دلته ۸ معتبر ميتودونه درته وړاندې کوؤ چې ، تاسو سره په ښه شخصيت جوړؤنه کې مرسته کولاې سئ!

۱:- زه له خپلو ټولو تېروتنو نه مننه کوم؛ ځکه چې همدا تېروتنې په اصل کې زما د هوښيارۍ اصلي وسيلې وي؛ زه هڅه نه کوم چې بشپړ واوسم؛ تل غواړم چې يو کار په ښه توګه تر سره کړم.

۲:- باور د ښه ژوند يو ستر راز دی؛ که په ټولنه کې باور ولري؛ ژوند به مو له ستونزو سره په مبارزه کې مخکښ رول ولري؛ باور ستاسو د چلند د ځانګړتياوو يوه مهمه برخه ده؛ چې ستاسو شخصيت ورته اړتيا لري. که مو يو ځل باور بايلود؛ ستاسو شخصيت ورسره خامخ کېږي او بې باوره کېږي!

۳:- خوشحاله او خفه اوسېدو پريکړه يوازې ما پورې اړه
لري؛ او زه له دې دواړو تل خوشحالي انتخابوم؛ پرته زما
له رضايت څخه هيڅوک هم نشي کولاې چې ما وزوروي او يا هم ما خفه کړي.

۴:- ټولنيزې اړيکې ښې وپالئ:- ښه اخلاق او ښې اړيکې د ټولنيز ژوند سينګار جامه ده؛ د ښه شخصيت خاوندان تل لا ښه چلند او سلوک څخه کار اخلي؛ که تاسې ټولنيزې اړيکې ښې او پراخې کړئ نو هومره به مو شخصيت ورسره لوړېداې شي.

۵:- زه تل غور کوم چې څنګه خپل ارزښتناک وخت تېر کړم؛ او له کومو کسانو سره يې بايد تېر کړم؛ ځکه زما وخت زما د ژوند په مانا دې او هېڅکله بېرته نه رادرومي.

۶:- که تاسې بريالي اشخاص ګورئ؛ دوی په لومړۍ او دوهم ځل دې مقام ته رسېدلي؛ تجربه او مهارتونه تاسې تر بريا رسوي؛ خو په دې لړۍ کې تاسې ممکن له ماتو سره مخ شئ؛ د برياوو تر شاه چې کوم راز دې؛ هغه د ماتې زغمل دي او بريالي اشخاص ماتې زغملي شی.

دا هم ولولئ:   د ناکامه خلکو ۸ ځانګړنې/ اسدالله دولتزی

۷:- غواړم چې د ډار د فضأ پرځای؛ د مينې په فضأ کې ژوند وکړم؛ او په ډيرښت يې پوره باور لرم؛ موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې، هر چاته د هر څه زمينه برابره ده!

۸:- بريالي خلک تل پر ځان باور لري؛ نو ځکه خو ځانته هدف هم ستر ټاکې، که تاسې کوچنۍ هدف وټاکئ نو ممکن ژر يې ترلاسه کړې ښه خبره دا ده چې، ځان ته ستر هدف وټاکئ. دغه راز خپل خيالات او تصوراتو ته په
سپکه مه ګورئ، بلکې خپلو چارو ته له ښه پام وکړئ او د خپل هدف شاه ونيسئ!

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*