د خوښۍ ډکې اړیکې څنګه جوړې کړو؟_ نوزادالله ودېر

لیکوال: نوزادالله ودېر

د ښو اړیکو پالل زموږ ژوند له خوښیو ډکولای شي، که کله هم له یو چاسره ستاسې اړیکې خرابې شي، نو باید په دغه لارښوونو عمل وکړئ:

۱- کوښښ وکړئ، چې یو بل په سمه توګه وپېژنئ.
ددې خبرې مفهوم دا دی، پدې باید ځان پوه کړئ، چې ستاسې د ژوند د ملګري څه خوښ او څه یې نا خوښ دي، کله چې د هغې په خوښه پوه شوئ، نو د ژوند په هره برخه کې یې ترسره کړئ او کوم څه یې، چې له پامه بد اېسېږي، له هغې څخه ځان وژغورئ.

۲- خبرې مو په واضح ډول ترسره کړئ.
هیڅکله دا کوښښ مکوئ، چې د خبرو پر مهال تاسې له اورېدونکي دا تمه ولرئ، چې تاسې څه غواړئ، نو هغه به درک کړي وي، د اړتیا پرمهال خپله خبره په څو ځل تکرار کړئ، ښه یې واضح کړئ، په روانه او ساده ژبه وغږېږئ، ترڅو مخاطب یې په اړه هیڅ ګونګوالی حیس نکړي.
کېدای شي د خپلو خبرو په جریان کې تاسې په زړه کې داسې یو څه ولرئ، چې هغه د اورېدونکي په ذهن بد اثر پرېښودلی شي، نو دا ډول خبرې مو په زړه کې پرېږدئ، په اړیکو پاللو کې د خبرو کولو مهارت ډېر اړین دی، که مهارت یې ونلرئ، نو کیداشي، چې ګڼې ستونزې وزېږوۍ، معنا دا چې ستاسې خبرې په یو شخص اور هم بلولی شي او د یو چا ژوند کې مثبت تغیر هم راوستلای شي.
مثلاً: د ژمي په موسم کې که یو څوک له اطاقه وځي او له هغې څخه دروازه خلاصه پاتې کېږي، نوتاسې ورته په غوسه کې وایې:( وه بې عقله، جاهله دا دروازه دې ولې خلاصه پرېښوده، ښه پوهېږې، چې هوا یخه ده او له دې سره اطاق یخېږي.)
خو برعکس همدا خبره په نرمه او خوږه لهجه هم کیدلای شي، لکه:( هغه څوک چې له اطاقه وځي، باید تاسې ورته له وړاندې یاد ونه وکړئ، چې وتلې نو دروازه درسره بنده کړه؛ځکه چې هوا یخه ده او زما ډېر یخ کېږي، هسې نه چې ناروغان شو.) نو دلته د خبرو کولو مهارت ته ډېره اړتیا تر سترګو کېږي.

دا هم ولولئ:   که غواړئ بریالي شئ /رفيع الله رفېع

۳-په زور خپلو خبرو اورېدلو ته مه اړباسئ.
که کوم څوک مو خبرو اورېدلو ته چمتو نه و، نو هیڅکله له زور او جبر څخه کار مه اخلئ هغوی مه مجبورئ، چې ستاسې خبرې په نه زړه واوري.

۴-خپله باید یو ښه اورېدونکي اوسئ.
د نورو خبرې په دقت واورئ، په ځان کې دا وړتیا له ځانه وښایې، چې په کوم ځای کې باید وغږېږئ او کوم ځای کې غلي پاتې شئ، د اورېدلو لپاره د زغم او حوصلې مهارت درلودل ډېر اړین دي.
کله چې څوک غږېږي، نو تاسې باید دهغې د خبرو په منځ کې راونه غورځېږئ، ځینې خلک چې نیمه خبره واوري، نو غږ کړي، چې بس زه په ټوله کیسه پوه شوم، دا یو ډېر بد عدت دی او که چېرې یوه خبره تاسې ته واضح نه وه، نو بیا هم د خبرو منځ کې وضاحت مه غواړئ، له ځانه سره یې نوټ واخلئ او کوښښ وکړئ، چې نوموړی شخص خپلو خبرو بشپړولو ته پرېږدئ او که بیا اړتیا وه، نو تاسې نظر ورکړئ او په وروستۍ برخه کې پوښتنې مطرح کړئ.

۵-کوښښ مکوئ، چې ټولې خبرې له نورو سره شریکې کړئ.
ځینې رازونه داسې وي، چې هغه باید پټ پاتې شي، لکه د خپلې کورنۍ په تړاو، هغه خبرې، چې ستاسې د پېغور سبب کېدلای شي.

۶-له یو بل پرته د وخت تېرولو عدت په ځان کې پیدا کړئ.
د اړیکو پاللو څخه موخه دا نده، چې تاسې له هماغه یو شخص سره پاتې شئ، نه هغه بل چاسره لیدلی شې او نه دې ته بل چاسره اوسېدلې شې، یو بل ته مناسب وخت باید ورکړل شي، پخپل ژوند کې ورته دومره ځای ورکړئ، چې بیا نشتون یې په تاسې کې د کومې رواني ناروغۍ نښې ونه زېږوي.
داسې باید ونشي، چې خپل ټول وخت، ژوند او اړیکه فقد یو شخص لپاره ځانګړې کړو، له هر څه لومړی پر موږ خپل مور و پلار، خوېندې، ورونه، ښځه، اولادونه، خپلوان او بیا ملګري، دا ټول د اړیکو پاللو حق لري، چې باید پر خپل ورته رسېدګي وشي.
معمولاً په نویو اړیکو کې دوه انسانان داسې غرق وي، چې نور وګړي یې له یاده وځي، زړه یې نغواړي، چې یوه لحظه دې هم له یو بل څخه بېل شي، خو دلته بیا اړتیا او مهارت دا دی، چې انسان باید محدود نظره نه اوسي، پراخې اړیکې وپالي او د هر چا لپاره وخت ځانګړی کړي.

دا هم ولولئ:   ټولنیزه ځیرکتیا/ فرید قربان

۷-له نورو وګړو څخه د هغوی د پرېکړو حق مه اخلئ.
مثلاً ستاسې اړیکې باید دومره جدي نه وي، چې هغوی دې ته اړکړئ، چې ټول عمر او هره ګړۍ دې له تاسې سره په جبر کې اوسي، کوم وخت یې که له نورو خلکو سره د مخ کېدو لپاره زړه کېده، باید مخه یې ونه نیول شي، هغوی پرېږدئ، چې له تاسې پرته د نورو سره هم اړیکې وپالي.

۸-ستاینه وکړئ.
په نورو وګړو کې د نیمګړتیاو او بدو خویونو لټولو پر ځای د هغوی ښه خصلتونه په ګوته کړئ، ستاینه یې وکړئ؛ ځکه چې ستاسې توصف کول د هغوی د هڅوونې او تاسې سره د مینې سبب کېږي، ځینې خلک، چې کوچنۍ نیکي وکړي، نو په خلکو به احسان اچوي، خو د نورو خلکو ښو او نیکیو ته هم احترام ولرئ، منندوی یې اوسئ او تل یې ورته یاد ونه وکړئ، چې دا عمل هم د ښې او تل پاتې اړیکې سبب کېږي.

۹- د خپلو اړیکو څارندویان مه اوسې.
هیڅکله د یو تفتیش په څېر خوی مکوه او مه د څارنوالانو په څېر پوښتنې کوئ، مثلاً په اړیکو کې دومره تعقیب مکوئ، چې چېرته یې؟ چاسره یې؟ ولې تللی یې؟ کله راځې؟ تر څه وخته به هلته یې؟ او…. دا ډول څارنه او پوښتنې ستاسې اړیکې له منځه وړي یا هم بې خونده کېږي.

۱۰- د یو او بل عـــزت وکړئ.
کوښښ وکړئ، چې د خبرو پر مهال د بداخلاقۍ څخه ځان وژغورئ، هیڅکله په ملګرو، د کورنۍ په غړو او خپلوانو رشخند مه وهئ، بې ثبوته پر یو او بل تور مه پورې کوئ، د فزیکي او لفظي شخړو څخه ډډه وکړئ، ستاسې له منځه کې یوڅوک غوسه وي، نو دا بل دې چپ پاتې شي او کوښښ دې وکړي، چې د غوسې پر مهال یې له مخه لرې شئ، د غوسې د ختمېدو لپاره وخت ورکړئ او وروسته له هغې په کرار سره وغږېږئ.

دا هم ولولئ:   په کارځای کې د ښه چلند لارښوونې / ژباړه: احمد طارق خلیلي

۱۱- د خپلو اړیکو شننه وکړئ.
لومړی باید تاسې دا کوښښ وکړئ، چې د موسمي اړیکو پر ځای دایمي اړیکې جوړې کړئ؛ ځکه چې موسمي اړیکو ته که هر څومره وخت ورکړل شي او که د پاللو لپاره یې هر څومره زحمتونه وګالل شي، خو د موسم په ختمېدو سره دا اړیکې هم له منځه ځي او که دا کار ترسره نکړئ، نو ټول وخت به مو بې ځایه تېر شي.
تاسې باید پوره مهارت او اګاهي ولرئ، چې دا ډول اړیکې وپېژنئ او که دا ډول وګړي مو له ژونده لرې کېږي، نو په اړه یې خفګان او ژړا ونکړئ، په یادولو سره یې ځانته درد هم مه ورکوئ، دا ځکه چې د یو موسم په بدلېدو سره بل موسم راځي، نو همدې ته د ژوند ښاېست ویل کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*