اور غورځوونکی(آتش فشان) څه دی او ولې رامنځته کېږي؟ _ سید حامد بنوري

ژباړه او راټولونه: سید حامد "بنوري"

اورغورځوونکی(آتش فشان) : اورغورځوونکی یو له بې ساریو پېښو څخه ده چې په آسانۍ سره کولای شي د یوې سیمې چاپیریال ته بدلون ورکړي.

یوه داسې پېښه چې موږ ته د ځمکې له داخلي فعالیتونو څخه خبر راکوي، سره له دې چې د هغې پېښېدل بشري نړۍ ته یو شمېر زیانونه ور اړوي؛ خو له بلې خوا ژوندیو موجوداتو او محیط ته ډېرې بې شمېرې ګټې هم لري.

اور غورځوونکي څه دی؟
اور غورځوونکي یو جیولوجیکي جوړښت دی چې د هغې په واسطه د ځمکې داخلي ( ویلي شوي مواد، ګاز او د کلکو ټوټه په بڼه) مواد د ځمکې سطحې ته داره کوي.

د دې مواد راټولېدنه د وتلو د لارې په ځای کې یوه لوړه رامنځته کوي، چې د اور غورځوونکي غر یې بللی شو. اور غورځوونکي د ځمکې یو له طبیعي او دایمي جیولوجیکي پېښو څخه دی چې د ځمک پوهنې( جیولوجي) په تاریخ کې نسبتًا بغیر له کوم تغییر څخه را پاتې، او د ځمکې د سطحې او دننې په جوړېدو، بدلېدو او پشپړېدو باندې اساسي رول درلوده او لري یې.

د اور غورځوونکي د پېښېدو علت څه دی؟
د ځمکې پوهنې د پلټنو پر اساس د ځمکې پوښ(قشر) له ۵ څخه تر ۶۰ کیلومترو پورې پرېړوالی (ضخامت) لري، چې په ۷ لویو او ۱۵۲ کوچنیو صفحو باندې وېشل شوی.

دغه طبقې د مګما طبقې پر سطحه باندې واقع دي.
د ځمکې د کُرې داخلي تیږې کله نا کله ویلې کېږي او په ویلي شویو تیږو بدلېږي، چې دې ډول تیږو ته اور غورځوونکي تیږې یا مګما ویل کېږي.

دا هم ولولئ:   ځان‌ژبه یا با‌ډي‌لینګویج ولې مهم دی؟ / محمد اکرام لېوال

مګما د یو کلک جامد پوښ لرونکي طبقې لاندې زېرمه کېږي، څرنګه چې مګما د مایع حالت لري نو د مګما کثافت د هغې د پورتنیو طبقو تیږو له کثافت څخه لږ دی؛ نو ځکه مګما په پورته تلو باندې پیل کوي.

په ورته وخت کې هلته د اوبو بخار په کوچنیو پوکڼیو بدلېږي، کوم چې د کاربن ډای اکساید او سلفر ډای اکساید نسبي کثافت زیاتوي. د وخت په تېرېدو سره نوموړي ګازونه د خپلې حقیقې اندازې څخه نږدې ۱۰۰۰ ځله زیاتېږي، چې په پایله کې د طبقو په پورتنی پوښ باندې فشار لوړېږي او د اور غورځوونکي د راخوټېدو لامل کېږي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*