خوښي راوړونکي افکار وروزئ.!

لیکوال:فرهاد ارین

  1. تريخوالى له احساسي اړخه د ماتې نښه ده. تندوالى د ښو کارونو لپاره ستاسې وړتياوې فلجوي. د ځان لپاره معيارونه وټاکٸ. له ځان سره صادق واوسٸ او له ځان سره رقابت وکړٸ.
    لاندې کارونه ترسره کړٸ:
    * په هر چا او هر ځاى کې مثبت ټکي ولټوه.
    * معيارونه مو په هوښيارۍ وټاکٸ.
    * هڅه وکړٸ چې په ډېرو کوچنيو کارونو کې خوښي پيدا کړٸ.
    * په ياد ولرٸ چې د ژوند ټولې برخې يو ډول نه دى ځکه ژوند لوړې او ژورې لري.
    * په هر حالت کې د سم کار هڅه وکړٸ.
    * دا زده کړٸ چې بايد ځينې کارونه جبران کړٸ، ناهيلي کېږٸ مه او په اړه يې ډېر فکر مه کوٸ.
    * له هغوى سره چې تر تاسې لږ چانس لري مرسته وکړٸ.
    * خپل ځان او نور وبښٸ، په زړه کې مو کينه مه ساتٸ.
    * ځان پر ګټورو کارونو بوخت کړٸ.
دا هم ولولئ:   لس #ښې_خبرې – څلورمه برخه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*