د با ديسپلین ژوند لارې چارې:Ways For Disciplined life / جاوېد کریمي

لیکنه: جاوېد کریمي

لومړی باید دا پوښتنه ځواب شي چې دسپلېن يانې څه؟

دډیسپلینکلمه د لاتیني کلمې “Disciplina” څخه اخیستل شوې چې معنی یې مدیریت، حاکمیت، تعلیم، تمرین، ښوونه او روزل

د انګلیسي کلمې “Discipline” د لاتیني کلمې “Discipulum” څخه اخیستل شوی چې معنی یې زده کونکی دی. له شاګردانو څخهدا طمع کیږي چې د خپلو استادانو اطاعت او درناوی وکړي. او د بریالي ژوند لپاره په ځان کې مهم او اړین صفات پیدا کړي.نو په دېتوګه، د ديسپلين معنی په چلند کې منظمتیا /نظم رامنځته کول دي

اوس راځو; څنګه کولای شو پخپل ځان دیسيپلین ته وده ورکړو

۱: د خپل قوت او کمزورتیا نقاط وپيژنئ:

د دیسپلین د ودې لومړي خبره دا ده چې يو کس باید تر ټولو لومړی خپلې کمزورتیاوي او د قوت نقطې وپيژني،کله چې یو کس د خپلشخصیت حدود وپيژندل هغه به کولای شي،په اسانه ځان ته داسې اهداف وټاکي چې ترلاسه کول ورته ممکن وي،ځکه ځینې د داسېاهدافو ټاکل چې موږ يې ترلاسه کولو وسه ونلرو کولای شي په ژوند کې له مایوسۍ او زړه ماتوالي سره مو مخ کړي.

لومړی د هغو اهدافو يو لیست جوړ کړئ چې غواړي راتلونکي کې يې ترلاسه کړی

بیا په هغو کې يو څو وټاکئ،بیا هغه اهداف مو په نورو کوچنیو اهدافو وویشئ،مثلاُ غواړی خپل وزن کم کړی دا مو یو ستر هدف شو،دېلپاره یو کوچنی هدف به منظم تمرین کول وي .اوس چې هدف مو مشخص شو دې لپاره اوس منظم او په پابندۍ سره ورته کار کولدي،البته په ډيرې عجلې سره د اهدافو ترلاسه کولو کوشش هم کولای شي د اهدافو د ترلاسه کیدو مانع شي،هو پوره کار ورته پکار دی اوپخپل وخت،څومره چې په منظم ډول کارونو ته دوام ورکوو هغومره به خپل اهداف په ښه شکل ترلاسه کوو.

دا هم ولولئ:   په کارځای کې رواني خوندیتوب او د نظر څرګندولو حق / ژباړه شبانه دوران

دا هم په ياد لرل پکار دي چې هيڅ انسان کامل او پوره ندی،ممکن ددغه اهدافو د ترلاسه کولو په مزل کې ډير ځلې ولویږی،ډيرو کړاونوسره مخ شی خو بیرته را پورته کیدلو او بیا دوام همت باید په ځان کې ولرو.

۲: لالچ ورکونکي عوامل له ځانه لرې کړئ:

د ديیسيپلین د ودې او با دېسپلینه پاتې کیدو لپاره دا یو مهم فکتور دی چې هر هغه څه چې تا ته لالچ درکوی او ستا/ستاسې د بې لارېکېدو باعث ګرځي له ژونده يې لری کړئ.

مثلاٌ: که غواړی خوراکيررژيم تعقیب کړی په اطاق  کې مو موجود ټول غیر صحي خواړه له مخې لری کړی،او یا هم غواړی چې سيګريټپرېږدی نو ،په جیب ،موټر،اطاق اونه سېګريټ لري وغورځوئ.

که تاسې د بدمصرفۍ عادت لری او غواړی چې ترې ځان وژغوری نو له کوره وتلوکې باید په جیب کې مو لږ تر لږه پیسې وساتی،او یا همکوشش وکړئ چې بازار او مارکيټونو ته تګ مو کم کړئ.

دغه تکتیک ( لالچ ورکونکي عواملو له ځانه لرې کول) کولای شي موږ خپلو اهدافو ته ور نږدې کړي او یو با دېسيپلینه ژوند ولرو.

۳: له ځانه سره د سخت کار کولو تعهد تازه کړئ:

هر ورځ باید دا ژمنه له ځانه سره تازه  کړو  چې خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره باید سخت او ښه ډیر کار وکړو او دغه تعهد ته باید دعمل جامه هم ور واغوستل شي.ځکه منظم ،پرله پسې او سخت کار د اهدافو د ترلاسه کولو تضمین ورکوي .

دا هم ولولئ:   د ناکامه خلکو ۸ ځانګړنې/ اسدالله دولتزی

۴: نوي عادتونه په ځان کې پيدا کړئ:

ځینو نويو عادتونو په ځان کې پیدا کول، کولای شي موږ د يو با ديسيپلینه ژوند خوا ته روان کړي

مثلاً: که لاندې دا څو عادتونه په ځانونو کې پیدا کړی،کولای شي ژوند کې مو دیسيپلین ته وده ورکړي.

سهار وختي را پاڅېدل

منظم ډول تمرین کول

انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو کارولو محدودول

اته ساعت خوب پوره کول

طبیعي منظرو نه لیدنه

داسې نور….

۵: ځانونه وبخښئ او مخکې ولاړ شئ:

کله چې درنه کومه اشتباه کیږي د هغه په ماتم مه اعلانوی،اشتباهات له انسانانو کیږي او څوک چې کار کړي له هغوی اشتباه کیږي،نوخپلې اشتباه نه زده کړه وکړئ او پرمخ ولاړ شئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*