که غواړئ پرمختګ وکړئ د فکري جېل قلفونه مو مات کړئ / حکمت الله همت

لیکوال: حکمت الله همت

ډیری کلونه د مخه ، البرټ آینسټین وویل: “ذهن یو پارشوټ دی ، دا یوازې کار کوي کله چې خلاص شي.” اوس پوښتنه دا ده چې آیا موږکولی شو د تړلي ذهن درلودونکو خلکو په توګه مثبت پرمختګ وکړو؟

ددې لیکنې موخه داده چې څنګه خپل تړلی ذهن خلاص کړو ،همدارنګه د تړلي ذهن د خلاصون لارې او د آزاد چلند ګټې ، تاسو ممکندې کار ته لېواله وئ ، په دې اړه مو پلټنې او کله هم فکر کړی وو چې څنګه د خپل فکري جېل قلفونه مات ،د پرمختګ او پاڅون د لارو چارولپاره څه وکړو ، وړاندوینه کوم دغه لیکنه تر پایه ولولئ؛ډاډمن یم د فکري جېل څخه د خلاصون لاره چاره به هرومرو پکې پیدا کړئ

دا ښکاره خبره ده چې خلاص ذهن د پرمختګ او هوساینې لپاره مونږ ته ډېر ګټې او د ګټو لارې چارې په ګوته کوي، خلاص ذهن او مثبتفکر مونږ ته په ورځنیو چارو کې د هغو فرصتونو وړاندیونه کوي چې په ژوند او پرمختګ کې پوره ګټه ترې پورته کولای شو.

زه تل په دې باور وم چې پرمختګ، هوساینه، نیکمرغي او خوشحالي، په ټوله کې ویلی شم په دې اند وم چې نېکمرغه ژوند په ښه سرمایهلرلو، په لوړو چوکیو دنده ترسره کول او بې شمېره نامعلومو اړیکو ساتلو کې نغښتی دئ؛نه! داسې نه وه زما لیدلوری غلط او فکري بڼهصحیح نه وه روزل شوې   

ټولنه ، د ژوند او کار چاپیریال د انسان په احساساتو او سکون مستقیمه اغیزه لري، ما په ړومبیو کې فکر کولو؛هغه کسان چې په لوړوڅوکیو دنده ترسره کوي، ډېره سرمایه، ښه موټو لري او هره ورځ نوې او رنګ رنګ جامې اغوندي، دوی د ټولنې تر ټولو نېکمرغه او سوکالهخلک دي ، ځینې وخت به دې حالت خورا ډېر ځورولم ، کله به چې ښار او بازار ته ووتم په ټولنیزو چارو او ادارو کې به لمړیتوب هغو کسانوته ورکول کېدو چې د لوړو بیو جامې به یې اغوستې وې یا به د ډوډۍ اخیستلو په طمع ځای کې ان له خپل موټر هم نه راښکته کېدل ترڅو د نورو په شان په قطار کې ودریږي ،اوږد انتظار وکړي او پخپل نوبت سره د ډوډۍ پېرلو له ځایه ډوډوۍ ترلاسه کړي، مونږ به هلتهشېبې شېبې انتظار کړ تر څو پخپل نوبت د ګاډۍ تر سره ورسېږو او ډوډۍ ترلاسه کړو ، دوی به په کش کې راغلل خپل ګاډی به یې دسرک په سر بریک کړ د موټر ښېښې له ښکته کولو سره سم به یې د موزیک غږ ښکته کړ او د جیلب له سره به یې په سپین ږیري کاکا غږکړکاکا زر پنځه دانې ګرمې ډوډۍ راکړه چې بیړه لرم  سپین ږیري کاکا به هم په لسګونو په قطار کې تم وګړو ته شا کړه او د خپلېګاډۍ نه به یې په بیړه هغه ښې سور رنګې ګرمې او روغې ډوډۍ ټولې کړې په منډه به یې د ګاډي تر ښېښه ورکړې او سړی به یېرخصت کړ.

دې حالت همداسې ادامه درلوده زه به ددې حالت په لیدو سره داسې اوبه کېدم لکه یخک چې د اوړي ټکنده ګرمۍ ته کېږدې، شپې اوورځې تېرېدلې د ژمي ګړنګه څله را په نږدې کېدو شوه ، نوره نه کېده هره ورځ دې تړلې فکري بڼې ډېر ځورولم ، چې ګواکي ښه اونېکمرغه ژوند فقط د هغو کسانو په برخه دئ چې ښې بنګلې، ډېرې پیسې او په دولت کې په ښو څوکیو دنده ترسره کوي، سږنی ژمی مېپه همدې کړاوونو کې تېر کړ له ځان سره په دې فکر شوم چې راشه! لږ پخپله فکري بڼه رڼا واچوه پخپل ذهني جوړښت غور وکړه ، د نړۍټول خوشحاله او هوسأ وګړي مالداران او د ښو څوکیو څښتنان ندي ،داسې خلک هم شته چې ډېره کمه پانګه لري او په ډېرو کوچنیوڅوکیو کار کوي؛ مګر خدای پاک (ج) داسې ژوند ورکړی دی چې باور وکړه په یوه پادشاهۍ او ډېرو لویو بنګلو به یې ورنکړي.

دا هم ولولئ:   ستونزې نه غم مه جوړوئ

پسرلی شو! د غرونو لمنې په ګلانو وغوړېدې، په فصل او باغو کې ونې شنې شوې، خلک د پسرلي په راتګ د ګړنګې څلې او بدمرغهموسم(ژمي) په خلاصېدو سره ډېر خوشحاله ښکارېدل. پسرلی هغه موسم دی چې ځوانانو ته د پرمختګ او نېکمرغیو ډېر ښه زیري له ځانسره راوړي ، چې یو یې له دې ډلې د مکتب او پوهنتونو د دروازو خلاصېدل دي.نوی کال پیل شو د وري میاشتې پنځمه نېټه وه، پوهنتونشروع شو، یوه ورځ په خپل کاري دفتر کې ناست یم، هاغه د ګړنګې څلې یخې ورځې ،په سخته یخنۍ کې ګاډۍ ته په قطار کې د انتظارشېبې او د هغو بډایه سړي د موټر بریک کولو او په کش کې دې د سپین ږیري کاکا څخه د ډوډۍ اخیستلو شېبې او خاطرې مې پهسترګو کې تاویږي راتاویږي، په دې فکر کې یم چې د خپلې فکري بڼي څیړلو او د تړلي ذهن د خلاصون لپاره له کوم ځایه شروع وکړم،ګوته په غاښ په اندېښنو کې ډوب یم! ناڅاپه غږ وشومدیر صاحب اجازه دهسترګې مې پورته د دروازې لوري ته مې وکتل، په یوهعجیبه ځوانۍ مې سترګې ولګېدې ،مخکې له دې چې روغبړ اوږد کړم، خدایي ډېر سترګې په سترګو پاتې شوو، زه حیران پاتې شوم دېغږ او ددې کس سره سترګې په سترګو کېدلو داسې حس راکړ چې ګواکي مونږ یو بل پېژنو یو د بل اصلي څهره او فکري بڼه مو له مخکېلوستې، په بیړه مې غږ پرې وکړ: راځۍ مهرباني وکړئ! دا کس راغۍ د کاري مېز مخې ته په څوکۍ کښیناست،خپله ستونزه یې شریکهکړه او ما هم په ډېر اخلاص او ورین تندي داسې زر زر اجرأت ورته وکړل ته به وایې چې دا کس مې ښه نږدې او د کلونو ملګری دئ،ستونزه مو حل کړه د اداري چارو کاغذپراني خلاصه او هر څه مو حل او فصل کړل، ددې کس سترګو ته مې کتل خورا ډېر خوښښکارېدو، حتمأ! زما دغه د بیړې کار او په کم وخت کې بې له کومې ستونزې او ځورونې کار خلاصولو خوند ورکړ له تګ مخکې په شونډومسکی شو ویې ویلمدیرصاحب له مرستې او اخلاص مو مننه؛ زه کولای شم په نورو چارو کې د آسانتیا رامنځته کولو او ښې اړیکېجوړولو په پار ستاسې د اړیکي شمېره ولرم ،عجیبه مهرباني مو وکړه! ستاسې دا کار او انسانیت مې ډېر خوښ شوما هم بې له خنډاو ځنډ شمېره ورکړه او رخصت مې کړ.

د پسرلي شپې ورځې تېرېدې هره ورځ به په دې اندېښنه کې وم چې کله به داسې یو د پرمختګ لوری غوره کوم چې پخپل ژوند او شتو ترهر وخت شکر وکړم او له دې غریبانه ژوند داسې خوند واخلم چې په لسګونه پادشاهیو او بنګلو یې ورنکړم.

دا هم ولولئ:   شخصیت جوړولو لپاره څه مهم دي؟ / سباوون ملکزی

بله ورځ په دفتر کې ناست یم! نږدې غرمه ده، ناڅاپي مې ټلیفون ته لاس کړ، ګورم چې د واټسپ پرمخ د یوې ناپیژندې شمېرې پیغامراغلی ،پیغام مې په بیړه ځواب او خبرې مې ورسره شروع کړې، په پایله کې هغه کس وو چې تېره ورځ یې زما شمېره اخستې وه، روغبړمو اوږد کړ یو د بل په اړه مو ښه ډېرې پوښتنې او ځوابونه ترلاسه کړل.

هره ورځ به مو روغبړ کولو کله په زده کړو ،کله به د پرمختګ خبرې رامنځته شوې، یوه ورځ خبره د نوښت،مطالعې او لیکوالۍ راغله؛ زه خبرنه یم چې دا عادي کس نه دئ د خدای نعمت، د نېکمرغیو او سکون څخه ډکه فرښته ده.

یوه ورځ بحث د لیکنې او لیکوالۍ شو! ماته تر دې بحث پورې د محصلۍ دورې د لیکنو او مطالعې خاطرې او کیسې را په یاد شوې ،دېکس ته مې د هغو ناچاپ شوي کتاب کیسه په ډېرو غمکینو ټکو کې بیان کړه؛ کوم چې مخکې له چاپ او نشر زما د کمپیوټر د هارډېسکپه لوېدو او ماتېدو سره له خاورو سره خاورې شو،د کیسې په اورېدو، زما د نېمګرو هیلو، هغه د محصلۍ دورې خاطرو او ددغه کتاب ددېډول سرنوشت کیسې دا کس داسې غمګین او زړه یې د وینو ډک شو، چې زما د داستان په اورېدو سره یې فکر کړم د ځان سره قسم وکړاو په دې یې پرېکړه وکړه؛ تر څو چې ما بېرته د لیکوالۍ او مطالعې ډګر ته کش نکړي، بله خبره به هم له ماسره ونکړي، ورځې تېرېدې زماهم دغه شپږم حس بد نه وو، لږ لږ پوه شوم چې ددې کس په راتګ سره د هغو نېکمرغه او د خلاص ذهن ژوند(لیکوالۍ) ته بېرته ګرځم اودی هم په همدې کیښتۍ کې یو ځای راسره دئ ، دواړه به پل په پل یو ځای مخکې روان وو، زه به ددوی لپاره د پرمختګ د زینې په شانکلک او په خلاصه سینه ددوی په چوپړ کې وم او دوی به ماته د هڅونې او انګېزې یو ښه سکون او تکیه پاتې کیږي؛ کټمټ همداسېوشول! د خبرو اجنډا مو په لیک،لوست او پرمختګ بدله شوه، هره ورځ به مو یو قدم مخکې دې لیکنې، مطالعې او نوښت په لوري اېښوود،بله ورځ ګورم چې پخپله خوښه یې یو ډېر د پند او خوند نه ډک کتاب په ډالۍ راته راوړی دی؛ دا هغه وخت وو چې ددې کس سره مې ډېرهټینګه ملګري شوه! داسې خواږه او د زړه خواله شوو چې هره ورځ به مو د نورو موضوعاتو ترڅنګ لیکنه او لیکوالي زمونږ د مجلس نقلوو، لستوڼي مو بډ وهل یو بل ته مو په پټه(بې له دې چې په ژبه یې بیان کړو) د ملګرۍ، مینې او پرمختګ لاسونه ورکړل.

لمړنی ګام مو د لیکنې او لیکوالۍ زده کړې وې! کوم خیالونه، وړاندیزونه او بنډارونه مو چې په مجازي ډول په دې اړه کړي وو ،د عمل بڼېته مو واړول، په درس او زده کړه مو پیل وکړ، زه لا خبر نه وم چې دا کس د ډېر درانه او لوړ پوهاوي خاوند او قلم یې داسې وزن لري چېهره کرښه یې ځمکه څیري ،په دې سره سره مو د لیکنې او لیکوالۍ په درس پیل وکړ دده سره ترڅنګ دوه تنه نور هم ښه پیاوړي اوغښتلي ملګري وو، هغوی هم ددوی د فکري جوړښت سره ښه برابر ؛ فقط د یوې پېلامې او کوچنۍ ډکې په انتظار کې وو تر څو یو څوکډکه ورکړي او د لیکنې او لیکوالۍ ویدې وړتیاوې یې راویښې کړي.

دا هم ولولئ:   د رښتینولۍ په وسیله بریالیتوب| امیرخان ځلاند

دګل پاچا الفتدې لیکوالۍ ( املاء او انشاء )تر سرلیک لاندې کتاب په آنلاین ډول د واټسپ ګروپ له لارې پیل کړ، په داسې شوق اومینه مو درسونو ته غېږه خلاصه کړه، چې د یوې میاشتې په اوږدو کې مو د نوموړي کتاب ترڅنګ لسګونه نور د لیکوالۍ لارښوونې، چلونهاو داسې تخنیکونه زده کړل چې د دوهمې میاشتې د رارسېدو سره مو لیکنې داسي معیاري شوې چې ان په پرمختګ وېب پاڼه کې خپرېاو په زرکونه کسانو مطالعه او خوښې کړې.

دا هغه شېبې وې چې په مغزو کې مې ناڅاپي بدلون رامنځته شو، ذهن او فکر مې خلاص شول، زه پر دې ډاډمن شوم چې نېکمرغه ژوندپه ډېره سرمایه او په ښه چوکۍ دنده ترسره کولو کې نه دئ، په دې وخت کې هغه ډوډۍ ته په قطار کې د درېدلو، د بډایه سړي موټر اوسپین ږیري سړي نه په کش کې د ډوډۍ اخستلو کیسه را یاده شوه، همدارنګه د خپل تړلي ذهن د قلفونو په ماتېدو سره زما دا دروغجنباور هم مات او له منځه ولاړ چې ګواکي نېکمرغه او هوسا ژوند په پیسو، بنګلو او لوړو څوکیو کې دئ؛نه! ښه، نېکمرغه او له سکون څخهډک ژوند د نېکو خلکو سره په اړیکه په اړیکو کې د هغو کسانو لټوول او ځانته نږدې کول چې زمونږ ژوند ته نېکمرغۍ راوړي او ترټولو ښهژوند په لیک او لوست کې نغښتی دئ

ددې لیکنې موخه او اساسي معنی د هغو ټکو او لارو چارو په ګوته کول دي چې زمونږ د ژوند نیکمرغي او بخت پکې پروت دئ، خپل ځاناو ذهن خلاص کړئ هغه څه به پخپله لاسته راوړئ چې ستاسې نیکمرغي پکې نغښتې ده.

مونږ د پرمختګ او سوکالۍ لپاره لیکوالي او مطالعه غوره کړه ،

لیکنه او مطالعه په ورځني ژوند کې په خپل ځان تر ټوله ښه پانګونه ، د خپلو پټو وړتیاوو د لټون لپاره ښه لاره، او په دې کار سره به ټولنېته ګټور تمام شوي وو. که غواړئ چې نوم او نښان مو تل تر تله ژوندی پاتې شي ، یا داسې ژوند وکړئ چې ولیکل شي او یا هم داسېلیک وکړئ چې ولوستل شي، مونږ لیکوالي پیل کړه، اوس هره ورځ ځانته د پرمختګ او سکون لارې په کتابونو او وېب پاڼو کې لټوو، مونږشپه او ورځ ډېره ښه وپېژندله، زړۀ مو هره ورځ را ژؤندی کېږي؛ هر سهار په دې شوق او ځواک له یوې ناپایه خزانې سره راوېښېږو؛ ټولفکر او ذکر مو په دې یوۀ څرګنده موخه راغونډ وي او د وخت د بېځایه تېرولو مجال مو له سره لرې وي.

له همدې امله مو اوس ذهن خلاص شوی او د ذهن ارزښتناک ځواک مو پر پوچو سوچونو نه لګېږي؛ د اندېښمنېدو او ناحقه وېرې خوی موپخپله له منځه تللی او ورځ په ورځ ددې موخې په شتون کې لا اغېزناک او کارنده کېږو، له ځان سره د یوې بشپړې داخلي همغږۍاحساس کوو؛ کټمټ داسې انګېرو لکه د خپلې مینې او هیلو لارې خوا ته چې ور ټېله کېږو او دا یو بې جوړې احساس دی، بې حده زیاتمو خوښېږي.

البته: تر ټولو مو یې بیا دا له خوبه د راوېښېدو پر مهال خوندور احساس لرل ډېر خوښېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*