د ناکامه خلکو ۸ ځانګړنې/ اسدالله دولتزی

لیکوال: اسدالله دولتزی

زموږه په ټولنه کې څنګه چې بریالي انسان مشخصې ځانګړنې لري او د هغو په تعقیب یې بریا ترلاسه کړې، دغه راز ناکامه انسانان همپه ټولنه کې یو شمېر ځانګړنې لري چې دوی پرې تاکېد کوي او همدا یې د وروسته پاتې لاملونه شوي دي.

۱: له تغیر وېره لري: ناکامه انسانان له هر ډول تغیر څخه په وېره کې وي اوکوښښ نه کوي چې ځان کې بدلون رامنځته کړي.

۲: کینه ګر وي: تاسې به ډېری داسې وګړي په ټولنه کې لیدلي وي چې سخته او قوي کینه لري او هره کړنه یې په کینه او بُعض مشتملهوي، دا ډول انسانان هېڅکله بریالي کیدای نشي او همداسې به پاتې وي.

۳: ژوند کې هدف نه ټاکي: د ناکامه  انسانانو یوه ستره اشتبهاه دا هم ده چې دوی  د ژوند تېرولو لپاره هېڅ موخه نه ټاکي او هره کړنهیې بې پلانه اوبې واکه وي، هسې وخت په بېهوده کارونو تېره وي.

۴: نورو ته د انتقام په سترګه ګوري: تل ورسره دا فکر وي چې په ټولنه کې له نورو انسانانو څخه څنګه انتقام واخلي او په ذهن کې یې لهانتقام پرته هېڅ مثبت فکر او خیال لا نه وي.

۵: د ټلویزیون په لیدلو وخت زیات  تېره وي: تفریحي شیان له حده زیات خوښه وي او خپل قیمتي وخت په ارزښت نه پوهېږي، د راتلونکيپه اړه ورسره نه فکر وي او نه ورته کار وایي، ټول وخت په داسې تفریحي مسایلو تېره وي چې د وخت  له ضایع کېدوپرته بل هېڅ په لاسنه ورځي.

دا هم ولولئ:   ولې نېکمرغه اوسېدل سخت دي؟ شبانه دوران

۶: تل د نورو غیبت کوي: ناکام انسانان تل د نورو په غیبت کولو سره وخت تېره وي او ځان په ټولنه کې تر نورو وګړو غوره او پوه ښایي.

۷: د خپلې ماتې لامل نور په ګوته کوي: کار نه کوي، د راتلونکي فکر ورسره نه وي او د خپلې ټولې ناکامۍ پړه د بل په غاړه اچوي، داسېفکر کوي چې دده د ټولو ناکامیو زموار بل څوک دی.

۸: په هرڅه دپوهې ادعا لري: ناکام انسانان تل ددې ادعا کوي چې دوی په هرڅه پوهېږي او بیخي ورته ځانونه جمیع الکمالات ښکاري،په داسې حال کې چې همدې کاذب غرور او کړنو دا ډول انسانان د بریا له کارونه پاتې کړي او په ناکامیو سر دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*