په خوب کې ځينې خلک ولې خبرې کوي؟ / امين حسن

ژباړه | امين حسن

ممکن ستاسو د کورنۍ کوم غړی په خوب کې خبرې کوي يا مو په دې اړه کله له چا څه اوريدلي وي.

که څه هم په خوب کې د خبرو کولو عادت په ماشومانو کې زيات وي، مګر د هر عمر وګړو سره داسې کيدای شي.

د ۲۰۱۰ کال په يوه څيړنه کې ويل شوي چې دوه لسيزي بالغ کسان په ژوند کې لږ تر لږه يو ځل په خوب کې خبرې کوي.

بالاخره پوښتنه دا ده چې ولې خلک په خوب کې خبرې کوي، د دې څه لامل کيدای شي؟

په خوب کې خلک خبرې ولې کوي؟

پوهانو تراوسه دا نه ده معلومه کړې چې خلک ولې په خوب کې خبرې کوي. مګر په دې اړه څيړنيزو راپورونو کې يو څه نښې حتمي مختهراغلي دي.

په يوې څيړنه کې ثابته شوې چې په ویښتیا او د خوب په دوران کې د خبرو کولو ترمنځ يو شان والی پيدا کيږي.

ياني خلک چې د ورځنۍ خبرو په کومو اصولو عمل کوي، د خوب په حالت کې هم پر دغو اصولو عمل کوي. دغه عادت د ياداښت دمنظمولو عمل پورې نښتی ګڼي.

د خوب په حالت کې زموږ ماغزه ورځنيو تجربو باندې نظرثاني کوي او له دوی مهم شيان تر ډير وخته پورې د حافظې برخه ګرځوي.

په يوه څيړنه کې دا ښودل شوې چې د خوب په حالت کې خبرې کول په بنسټيزه توګه د يادونو په ژبه تکرار وي.

څو په زړه پورې خبرې:

هسې خو خلک هر څه وايي اما يوې څيړنې ثابته کړې چې ډيری خلک په خوب کې د «نه/No» لفظ ډير کاروي.

دا هم ولولئ:   لس #ښې_خبرې – څلورمه برخه

يوه په زړه‌پورې خبره دا هم ده، د خوب په حالت کې چې کوم خلک خبرې کوي هغه معمولاً د دوی د ژوند پټ راز نه وي بلکې د امکان تربريده دوی خپل خوب بيانوي.

نو آيا په خوب کې له خبرې کولو څخه ځان ژغورل امکان لري؟

هو! خو دا يو بې‌ضرره عادت ګڼل کيږي، مګر کورنۍ يې نه خوښوي.

په خوب کې له خبرو کولو څخه د يوه کس د منع کولو اسانه لاره همدا ده چې په کرار دا ويده کس وخوځوئ.

لکه څنګه چې پورته ذکر شول د کم‌خوبۍ ښکار کسانو کې دا عادت زيات وي نو پوره خوب کول يې هم دا عادت ختمولای شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*