زموږ مات شوي باورونه/ فرید قربان

لیکنه:فرید قربان

په ساده ټکو کې باور په ټولنیز لحاظ هغه ډاډ بللی شو چې خلک یې په مختلفو برخو کې یو پر بل باندې لري. په عموم کې باور د انسانيروان اړوند مفهوم دی. رواني مفاهیم د فزیکي شیانو برعکس د هغو د نه حس کیدونکو او متفاوتو ځانګړنو په وجه باریک او پېژندل یېسخت وي. منافقت، دروغ، دوه مخي، سو استفاده، چالاکي او د انساني نفس نور ناوړه او ټیټ حاصیتونه او له هغه کار اخیستل ددېسبب شوي چې یو پر بل د باور چاره ګرانه کړي.

د انساني فعالیت ځینې ساحې داسې دي چې د باور لار پکې تر نورو ډېره ټکنۍ او اغزنه ده. مثلاً: سیاسیون او د هغه اړوند کړنې له دېلحاظه ډېرې بدنامې شوي دي، چې په اسانه څوک پرې باور کولو ته زړه نه ښه کوي.

دا ځکه چې پدې برخه کې بیا، بیا باورونه مات شوي او خیال یې نه دی ساتل شوی. ډېر کله خو آن زموږ د سیاسیونو اصلي څېره د هغهڅه برعکس را وخیږي، په کومه چې یې باور خپل کړی دی.

شاید موږ و نشو کولی په اول ځل په پوره توګه وار د مخه پر بل زموږ د باور ماتونې اټکل کړو.خو ولې وروسته له یو ځل څخه باید دوبارهتېر نه ایستل شو. اسلامي ارشاد دی چې مسلمان له یو غاره دوه ځلې نه چېچل کیږي.

باور ماتونه د انسان په ټولنیز او رواني ژوند باندې ژور منفي اغیز پریږدي. هر څومره چې ډېر باورونه ماتیږي، په همدې تناسب په یوهټولنه کې د وګړو د مایوسۍ، خفګان او پښېمانۍ مضر احساسات پیاوړي کیږي او ممکن له امله یې په ټولنه کې په مختلفو شکلونوفاصلې ایجاد شي، د لاسنوي روحیه کمزورې شي او د وګړو ژوند تریخ شي.

دا هم ولولئ:   مصنوعي ژبه / بارکوال میاخېل

خوشباوري او بېځایه خوشبیني د یو انسان د باور ماتیدنې له مهمو علتونو څخه دي. برعکس دقت، پوښتنه او د یو چا د بکراونډ په اړهپوهېدل راسره مرسته کوي؛ څو د باور وړ خلک او موارد وپېژنو.

ددې مسلې بل مهم اړخ دادی چې یو مخې په باید په لوی لاس د نا باورۍ فضا هم را منځته نکړو. ډېر داسې مات او عقدیي کسان شتهچې هېڅ په هېڅه د بې باورۍ ډولونه وهي. داسې هم نه ده چې ګني په هېچا په هېڅ برخه کې هم باور ممکن نه دی.

ځینو ته خو باید د شاه سعود غوندې واضح وویل شي:

ستا د باور زماواري زما په غاړه نه ده

چې بدګمانه یې سعوده بدګمانه اوسه

یو مخې یو پر بل نه باور به هره ورځ زموږ تر منځ د بې شمېره ګټورو معاملاتو، محبتونو، مرستو، شریک کار او نورو ارزښتمنو کړنو مخهونیسي.

باور دوه اړخیزه مسله ده، یو اړخ یې باور کوونکی او بل اړخ یې هغه کس دی چې پرې باور کیږي. که څه هم زموږ ډېرې خبرې په لومړياړخ وي، خو پدې مسله کې د دویم اړخ د اخلاقي او وجداني مسولیت اداینه په ټولنه کې بې باوري تر زیاتې اندازې را کمولی او د باورونود ماتېدا مخه نیولی شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*