په ټولنیزو اړیکو کې د پېر یا پلور چم مه کړئ؛ او سوداګریزې اړیکې مه ساتئ / صفیه عارفي

لیکونکې: صفیه عارفي

زمونږ په ټولنه کې ډېری خلک د خپل مطلب تر پوره کېدو پورې اړیکې ساتي، یا هم ځینې وخت په اړیکو کې د پېر او پلور چمونه کوي.

کله به مو په ټولنیزو اړیکو او ژوند کې پام شوی وي، ځینې انسانان خپلې ښېګڼې، نېکۍ او یا هم که چېرته په کومه برخه کې له تاسې سرهد مرستې کولو توان ولري، نو دوی هغه خپلې ښېګڼې او کړنې د سوداګریزو معاملو په شان پېر یا پلوري، معنی دا چې که چېرته یې لهتاسې سره ښېګڼه وکړه، په غم مو غمجن شول، په راشه درشه کې یې ړومبی ګام واخیست او یا یې په کومه برخه کې د مرستې لاسدرکړ، دوی ددې په مقابل کې له تاسې څخه تر حد او توقع زیات د بېرته جبران کولو غوښتنه او طمع کوي.

دا ډول اړیکې له یو خوا د انسان باور، خپل منځي مینه او یووالی له منځه وړي، له بلې خوا دا ډول انسانان خپله انساني دنده او اسلاميلاره تر پښو لاندې کوي.

د رسول اللهﷺ د احادیثو په ټولګه(صحیح مسلم) کې په دې اړه ځینې حدیثونه راغلي دي چې فرمایي:آیا غواړئ چې د قیامت له سختیووژغورل شئ؟

رسول اللهﷺ فرمایلي: «مَنْ سَرَّهُ أنْ يُنَجِّيَهُ اللهُ مِنْ كُرَبِ يَوْمِ القِيَامَةِ، فَلْيُنَفِّسْ عَنْ مُعْسِرٍ أَوْ يَضَعْ عَنْهُ»(صحیح مسلم)

#ژباړه🙁که څوک د قیامت د ورځې له سختیو څخه د ځان ژغورلو لېوالتیا لري؛ نو له تنګ لاسي انسان سره دې مرسته وکړي، یا دې کوممشکل ورته حل کړي)

په بل حدیث شریف کې راغلي: «مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ…»(صحیح مسلم)

دا هم ولولئ:   څنګه یو غوره شخص اوسئ؟

#ژباړه🙁څوک چې یو مؤمن د دنیا له درد او غم څخه وژغوري، الله به د آخرت په ورځ هغه له دردونو څخه وژغوري)

ګرانو خویندو او وروڼو: زمونږ او ستاسې زیات شمېر دینداره خویندې او وروڼه شته چې، له نېکو او ښو کارونو سره ډېره مینه لري، غواړيبې له ریا او ځان ښوودنې له نورو سره مرسته وکړي؛ خو پدې نه پوهیږي چې، کوم کارونه وکړي او څه ډول د هغو اجر او ثواب ترلاسهکړي؟

زما په اند زمونږ د ټولنې او ځورېدلي هېواد اوسنیو سختو حالاتو ته په کتو سره، د یو مسلمان لپاره تر ټولو لوی عبادت له غریب او تنګلاسي انسان سره بې له سوداګرۍ او مقابلې طمعې او مطلب پرته مرسته او همکاري کول دي.

زمونږ په ټولنه کې زیات شمېر داسې وګړي شته چې، د ډېرو غریبانو او فقیرانو ستونزې او اړتیاوې حل کولای شي؛ خو افسوس چې،دوی په دین پوهه ندي او ددې ستر اجر لرونکي کار له اجرونو څخه خبر ندي چې څه ډول یو له بل سره اړیکې وساتي یا مرسته وکړي ترڅو الله دوی ته د هغه اجر او ثواب په نصیب کړي.

له همدې امله مې د(صحيح مسلم) پورتني حدیثونه له تاسې سره شریک کړل، تر څو ټول په دې پوه شو چې، له یوه مسکین سره بې لهمطلب او رویا مرسته، الله ته څومره د خوښې کار دی.

په پای کې له ټولو عزتمندو خویندو او وروڼو غوښتنه کوم؛ کله چې له یو چا سره اړیکې جوړوئ، یا هم د یوه مسکین او فقیر سره مرستهکوئ، هڅه وکړئ چې خپل نیت او اراده دالله د رضایت او اجر تر لاسه کولو په پار وکړئ ، خپلې ښېګڼې، نېکۍ او مرسته مه خرڅوئاو هېڅکله هم دداسې اړیکو جوړولو طمع مه کړئ، چې د هرې کړنې په مقابل کې له نورو د هغه د بېرته جبران او ترلاسه کولو طمع وکړئ. 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*