چیونینګ شکالرشیپونه؛ د افغان غوښتن‌لیک ورکوونکیو نامعلوم برخلیک

لیکوال: نصیراحمد نظري

نصیراحمد نظري

۱۰ کب ۱۴۰۰

چیونینګ د برتانیا د حکومت د تحصیلي بورسونو (سکالرشیپونو) نړیوال پروګرام دی. د برتانیا د سکالرشیپونو دغه نړیوال پروګرام هر کالد افغانستان په شمول د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو تکړه ځوانانو ته د ماسټرۍ په کچه یو کلن سکالرشیپونو ورکوي.

افغانستان هم یو له هغو ۱۴۰ هېوادونو څخه دی، چې په شرایطو برابر وګړي یې دغو سکالرشیپونو ته په برتانیا کې د ماسټرۍ په کچه دزده‌کړو لپاره غوښتلیکونه ورکولی شي. په تېرو څو کلونو کې لسګونه افغانان د چیونینګ سکالرشیپونو له طریقه برتانیا ته تللي او هلته یېپه بېلا بېلو برخو کې د ماسټرۍ په کچه وړیا زده‌کړې کړې، چې په هېواد کې یې د ښې حکومتولۍ، د بشر د حقونو، پرمختګ او نورو مهموبرخو کې د پام وړ خدمتونه کړي.

چیونینګ سکالرشیپونو ته هر کال د نومبر په میاشت کې نوملیکنه کېږي او د راتلونکي کال د فبروري تر نیمايي پورې د غوښتن‌لیکورکوونکو اسناد او مقالې څېړل کېږي او غوښتلیک‌ورکوونکو ته د دوی د غوښتن‌لیک پایلې استول کېږي.

دغو سکالرشیپونو ته د پخوا په شان، سږ کال هم سلګونه افغان ځوانانو، چې نجونې هم په کې شته، غوښتن‌لیکونه ورکړي دي. خو پهداسې حال کې چې د نورو هېوادونو له درخواست‌کوونکیو سره د چیونینګ د مهال‌وېش سره سمې د دوی د غوښتن‌لیک پایلې شریکېشوې، خو افغانانو ته تر اوسه پورې د دوی د غوښتن‌لیکونو په باب هېڅ ځواب ندی لېږلی شوی.

هغه افغان ځوانان چې د چیونینګ سکالرشیپونو پروګرام ته یې غوښتن‌لیکونه ورکړی، سخت اندېښمن دي، وايي هسې نه چې پهافغانستان کې د وروستیو تحولاتو له کبله د سکالرشیپونو دغه بهیر ځنډېدلی وي. هغه افغان ځوانان چې دغو سکالرشیپونو ته یې نوملیکنهکړې وايي چې دوی د خپل غوښتن‌لیک او مقالو په ترتیبولو باندې میاشتې میاشتې خوارۍ کړې او هسې نه چې ټولې خوارۍ او هڅې یېپه سیند لاهو شي.

دا هم ولولئ:   زده کړې (علم)/ نصیراحمد شینواری

د چیونینګ پروګرام پر وېب‌پاڼه یو ځای لیکل شوي: « مهمه دا نده چې تاسې څوک او د کوم ځای یی؛ مهمه دا ده چې چېرته غواړئ وئ».

د چیونینګ سکالرشیپونو پروګرام یو علمي بهیر دی چې هدف یې د راتلونکو رهبرانو او پالیسي جوړوونکو د یوې داسې نړیوالې ټولنېرامنځته کول دي چې د ښې راتلونکې او یوې غوره نړۍ (Better World) په جوړولو کې مرسته کول دي. دغه پروسه باید له سیاسيمسایلو څخه تر ډېره جدا وساتل شي او تمرکز یې د ځوانانو په روزنه او د راتلونکو رهبرانو په ظرفیت سازۍ وي.

چیونینګ اداره باید نه یوازې افغانانو ته د سکالرشیپونو د ورکړې بهیر ځنډنی نه کړي، بلکې په دې برخه کې خپلې مرستې د پخوا په څېرجاري او لا زیاتې کړي، ځکه چې یوازې تعلیم او تحصیل کولی شي چې د افغانستان ستونزې په اساسي ډول حل کړي.

فیصل ګلزاد یو له هغو افغان ځوانانو څخه دی چې سږ کال یې چیونینګ سکالرشیپ ته نوملیکنه کړې. نوموړی وايي: «چیونینګسکالرشیپ د هر افغان یوه لویه هیله او خوب دینوموړی زیاتوي چې ده هیله درلوده چې برتانیا به، په افغانستان کې د وروستیوتحولاتو له کبله، سږ کال افغانانو ته زیات سکالرشیپونو ورکړي خو برعکس افغانانو تر اوسه ددغه سکالرشیپونو په اړه هېڅ احوال ندیترلاسه کړی. ګلزاد هیله لري چې ژر تر ژره د خپل غوښتن‌لیک په اړه خبر ترلاسه کړي.

یوه بله افغان مېرمن آغلې سعیده ملکزاده چې سږ کال یې چیونینګ سکالرشیپ ته نوملیکنه کړې وايي «لکه د پخوا په څېر چې چیونینګهر کال د زیاتو هېوادونو ځوانانو ته  د دوی د هېواد، مذهب، ژبې، توکم او نورو مسایلو په نظر کې نه نیولو سره سکالرشیپونو ورکول؛ سږکال هم موږ تمه لرو چې چیونینګ افغانانو ته سکالرشیپونه ورکړي». نوموړې څرګندوي چې چیونینګ ته غوښتن‌لیک جوړولو او تسلیمولآسانه کار ندی او د خپلو مقالو په لیکو یې څه باندې شپږ میاشتې خواري کړې. آغلې ملکزاده د ګیلې په بڼه وايي؛ که چیونینګ سږ کالافغانانو ته سکالرشیپونه نه ورکول، خو باید مخکې له مخکې یې احوال کړی وی.

دا هم ولولئ:   په نظامونو کې فساد ولې کېږي؟ / ډاکټر مبارک علي

نوموړې له چیونینګ ادارې څخه هیله لري چې د افغانانو غوښتن‌لیکونو ته مثبت ځواب ووايي او د ځوانانو هیلې مړاوې نه کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*